(د مطالعې د پلویانو نوي ګامونه)

داسې غم به نه وي چې په مطالعې سره لرې نه شي.(مونتسکیو(

د کتاب پاڼې هغو وزرونوته پاتې کیږي چې د انسان روح د رڼا پر لوري الوزوي.(ولتر(

د مطالعې له پاره تبلیغ او د مطالعې د کلتور د عامیدو له پاره خبرې کول، مقالې او کتاب لیکل هیڅ کله نه زړیږي. له دې نه مخکې هم ما د مطالعې د ښیګڼو، اړتیاوو او د مطالعې د دود د پراخیدو په موخه پنځه مقالې لیکلې او خپرې کړې دي.هلته ما دا هیله څرګنده کړې وه:

«د خوشالۍ خبره ده چې د لوست، کتاب او مطالعې په لوري، د استادانو،شاګردانو او نوي نسل پام اوړي. هیله ده چې دا هڅې نورې هم ببړنۍ شي او د مطالعې کلتور دومره عام شي چې کوراکور د کتاب او مطالعې په ارزښت باندې خلک پوه شي. کله چې مطالعه وي، نو ورسره پوهه وي، چې پوهه وي د کتاب او مطالعې وال خپله لار د ښیګڼې او پرمختګ پر لوري پرانیزي. کله چې کتاب او مطالعه وي، د نا پوهۍ او تیارې لمن ټولیږي، د خلکو او ټولنې سترګې غړیږي، بیا نو خپل منزل ته د رسیدو لار پیدا کولای شي. د کتاب، مطالعې او مطالعې ته د هڅونې په باب چې هر څومره وویل شي، ولیکل شي او خپاره شي، بې ګټې، تکراري او زاړه به نه وي …»

او دا ده د مطالعې د دود د عامیدو له پاره دا هڅې نورې هم پسې ګړندۍ شوې، بریالۍ شوې او اوس هم مخ په بره رونې دي، مقالې لیکل کیږي او له هغه نه مهمه دا چې په ټولنیزو شبکو کې هم د مطالعې د دود د مهم والي او پراخیدو له پاره کار کیږي. د ماشوم د ادبیاتو کور فیسبوک پاڼې په دې اړوند یو په زړه پورې انتباهي کارتون خپور کړی دی:

دا کارتون داسې پیام رسوي چې مطالعه، د علم او پوهې زدکړه انسان له سل رنګه مرضونو او بلاوو نه ساتي او که څوک هسې لاس تر زنې ناست وي، ډیر ووړ شی هم کیدای شي ډیر مضر ور ته تمام شي.
کله مې چې دا عکس د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیرشمه نیټه د ماشوم د ادبیاتو کور پر فیسبوک پاڼه ولید، ښه اوږده شیبه مې سترګې پرې ګنډلې وې او بیا مې کاپی کړ او دا جمله مې تر عکس لاندې ولیکله:« یو تصویر، زر خبرې، » بیا مې د مطالعې په باب خپلو یاد داشتونو ته سر ور ښکاره کړ او اړینه مې وګڼله چې بیا د مطالعې د اړتیا په باب او د مطالعې د دود د عامیدو په خاطر یو څه ولیکم.

په دې ورستیو کې د کتاب لوستنې او مطالعې ته د هڅونې له پاره د افغانستان په ډیرو سیمو کې هڅې کړندۍ شوې دي، د ثابتو او سیارو کتابتونو د جوړولو او پرانستلو کوششونه شوي دي.

مطالعه نه کول په ټولنه او خلکو کې د یوه ستر ویر او ناورین حیثیت لري او ډیر ځلې آګاه خلکو د مطالعې د دود د رواجیدو په غرض له دې حالت نه شکایت ډوله لیکنې کړې، دا یې یوه ښه بیلګه ده:

د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر اولسمه تنها په خپل مخکتاب کې د افغان او مطالعې د اړیکو په باب داسې و لیکل:

«په ګا‌‌‌‌‌‌ډي، بس او هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې د افغان پېژندلو یوه ستره نښه دا ده چې نورو به مخ ته کتاب، مجله او یا اخبار نیولی وي خو افغان به یا ټلیپانه کې لوړ،لوړ غږېږي او یا به يې خپل پاسپورټ او ټیکټ را ایستلی وي او هغه ته به ګوري. په مونږ کې د مطالعې او معلوماتو حاصلولو هیڅ تنده نسته همدا اوس مې څنګ ته یو ځوان په همدې کوایفو ناست ده.»

د سواد او مطالعې د عامولو هلې ځلې په دې وروستیو کې ښې ګړندۍ شوې دي. د ۲۰۱۵ کال د اګست په پنځمه نیټه مې د ښاغلي ډاکتر یاد په ویبپاڼه کې د سواد د عامولو او مطالعې او کتاب لوستلو د دود د عامولو له پاره دا مطلب تر سترګو شو:

«د کتابونو دراغونډولو لپاره دهیواد دتکړه او نوښتګر ځوان ښاغلي ویسا صیب هلې ځلې ،هڅې او کو ښښونه:

آغلو او ښاغلو!

ښاغلی مطیع الله ویسا صیب موږ او تاسو ټولو ته یوه پیژندل شوې څیره ده .دی دهیواد یو داسې تکړه ځوا ن دی چې په تیرو څو کلونو کې دافغانستان پر ګوټ ګوټ وګرځید او دافغانستان په لیرې پرتو سیمو کې یې پر بیوزلو زده کوونکو کتابونه ، دښوونځي بکسونه .کتابچي او قلمونه په وړیا توګه وویشل.

اوس ده پریو بل نوښت لاس پورې کړی دی او هغه دا چې دی غواړي چې دافغانستان په لیرې پرتو سیمو کې چیرې چې هلته زده کوونکي کتابتونونو او کتابونو ته لاس رسی نه لري دکتابونو دراغونډولو له لارې کتابتونونه جوړ کړي .

نوموړی دافغانستان په هر ولایت کې یو تن استازی لري او تاسو کولای شئ چې خپل کتابونه ددغه استازي په واک کې ورکړئ اوددغه ستر دخیر او ښیګڼې په کار کې مرسته وکړئ. په دغه کار سره به یوې خوا په ګران افغانستان کې دعلم دخپرولو په لار کې مرسته وکړئ او له بلې خوا به له هغو زده کونکو سره هم مرسته وکړئ چې دکتابونو د اخیستلو وسه نلري . ستاسو ټولو نه هیله لرو چې په وړیا توګه دیو یو ټوک کتاب په ورکولو سره به په دغه ستر هیوادني کار کې مرسته وکړئ !ومن الله التوفیق»

بیا مې چیرې د همدې مطیع الله ویسا په باب څه ولیدل نو سمدلاسه مې داسې ور ته ولیکی:

زه چې چیرې له مازې د کوچنیانو، ماشومانو او نوي نسل ته د پام اړولو او روزنې له پاره یو ټکی، یو توری، یوه جمله، یو پروګراف، یو مطلب یا کتاب وګورم، داسې یې انګیرم چې زما لاس څوک نیسي ا و به لارې تګ کې مرسته راسره کوي او …

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په شلمه تیټه په فیسبوک پاڼه کې د ښاغلي ویسا دا مطلب په مخه راغی:

«ماشومان او چاپیریال

د ماشومانو او چاپیریال ساتنه ډیره مهمه ده خو دلته دواړو ته سمه پاملرنه نه سوې زموږ چاپیریال هم له یو عالم ستونزو ډک دی خو تر ټول زورونکی دا دی چې زموږ ډیری ماشومان د خپل حقه محروم دې

تعلیم د ماشومانو بنیادي حق دی خو دلته په ډیرو سیمو کې تري اخیستل سوی دی ښوونځي یې پر مخ تړل سوي دې د کندهار سفر او له یو شمیر سیمو لیدنه د خلکو سره د تعلیم په هکله خبري،مرکې او ددوي غوښتني د چارواکو بیغوري.»

زه ور ته خوشاله شوم چې ځه اوس دومره څوک پیدا شول چې د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل روزلو ته عملي پام کوي او نورو ښارونو، کلو او بانډو ته ورپسې ورځي، نو ما هم له معمولي خوښولو(لایک) نه وړاندې داسې ور ته ولیکل:
ویسا صاحب کور دې ودان!«

که د افغان ماشومانو او کوچنیانو د ژوند، ښونې روزنې او د دوی د ادبیاتو په باب ژوره پاملرنه او دغسې عملي کارونه وشي، تر ډیرو هوايی خبرو به ښه وي.

له تشو خبرو نه که یو کتاب لاس کې ورکړو او فکري لوري یې له جګړې نه د زدکړې، تمدن او نوي ژوند خوا ته واړو، بهتره به وي، که د ښه نښه ویشتونکي پر ځای د ښه او ذهین زده کونکي خطاب ور ته وکړو، ډیر په ځای کار به مو کړی وي.»

او بیا ده په ځواب کې داسې را ته ولیکل:

«ډیره مننه بهاند صاحب

ستاسو یې زر ځله کور ودان چې د هیواد لیرو د ماشومانو لپاره خپله هڅه کوئ څښتن تعالا مو تل بریالي لره.

زه هره مشوره منم کوښښ به په ګډه کوو چې افغان ماشومانو ته کتاب، قلم او نور درسي مواد ورسوو زه خپله ځان مسئول ګڼم. څښتن تعالا دې توان راکړي.

بیا ستاسو د نیکي مشوري مننه بهاند صاحب»

په سیار ډول په لرو پرتو سیمو کې د کتابونو ویشل خو یې لا بیخي حیرانونکې او د خوشالتیا خبره ده. ویل کیږي چې د کتابونو د ویشلو دغه لړۍ اوس هم روانه ده. د دې برخې فعال صابر حسیني نومیږي. په راپور کې یې د فغالیتونو په باب داسې راغلي دي:

«صابر حسینی” داستان نویس بامیانی که با یک کتابخانهء سیار به اطفال این ولایت کتاب فراهم می کند.او نزدیک به 200 جلد کتاب داستان و نقاشی را از پول شخصی خود خریداری نموده و طبق تقسیم اوقات در اختیار اطفال ولایت بامیان قرار می دهد و آنان را تشویق به مطالعه می کند.»

2د کتابتونونو د جوړیدو، پرانستل کیدو، تر لوستونکو پورې د کتاب د رسولو او وروسته له لوستلو په ټولنیزو شبکو کې یې خلاصه او نتیجه له نورو سره شریکول او په دې ډول د مطالعې د دود عامول او د پوهې او علم د تر لاسه کولو دا خبرونه به ښه وي، که دا خبر چې: له فلاني هیواد نه لس زره میله سلاح او مرمې افغانستان ته راوړل کیږي. دا سرلیک په روهي ویبپاڼه کې له یوه عکس سره راغلی و:

«مسکو افغانستان ته ۱۰ زره کلاشینکوف او مرمۍ ورکوي.»

2اوس فکر وکړئ چې د کتاب د کارولو او لوستلو پایله څه ده، سلاح او مرمۍ باندې څه کیږي. کتاب د ژوند او نیکمرغۍ دروازې پرانیزي، سلاح او مرمۍ مو په هماغه شیبه کې د مرګ کومې ته لیږي.

د کتابتونو د جوړولو او پرانستلو په څنګ کې له نیکه مرغه په میډیا کې هم د مطالعې د کلتور د رواجولو او تشویق له پاره ځینو قلموالو د موضوع مهم والي ته په کتو سره مقالې لیکلي دي او په ټولنیزو شبکو کې هم کله نا کله خینو ښاغلو د مطالعې د ارزښت په باب خپل نظریات څرګند کړي دي. هغه ویبپاڼې چې زه ګورم، زما له نظره په دې تیر یوه کال کې دغه مقالې تیرې شوې دي:

ــ څنګه کولای شو د مطالعې کلتور پیاوړی کړو؟ خانزاده تراب، تاند

ــ څنګه مو اولادونه له کتاب لوستلوسره عادت کړو؟ ژ: حمیدالله حمیدي، فیسبوک

ــ رکود فرهنگ مطالعه و نقش کتابخانه های عامه در افغانستان بهزاد شهزادی، افغان جرمن انلاین

ــ فېسبوک او پر مطالعه يې اغېزې/ نظرمحمد افغان، تاند

ــ کتاب او مطالعه د پوهانو له انده / ژباړه: عبدالله عابد، تاند

ــ کتابخانه در پشت زین بایسکل، نوروز رجا، هشت صبح

ــ ماشومان څنګه له مطالعې سره اشنا کړو؟ افغان سباوون

ــ فرھنگ کتاب و کتابخوانی ، نويسنده :دکتور شھيرنثاری، افغان جرمن آنلاین

ــ څنګه مو اولادونه له کتاب لوستلوسره عادت کړو؟/ ژباړه حمیدالله حمیدي، تاند

ــ د کتابونو ویش/ فدامحمد باران، تاند

همدا نن د ۲۰۱۵ کال د دسمبر یو دیرشمه نیټه چې زه د همدې مقالې په لیکلو او ترتیبولو لګیا یم، په تاند ویبپاڼه کې د مطالعې په باب یوه ډیره ګټوره مقاله آنلاین شوه چې سرلیک یې دی«مطالعه څه شی ده او ګټوره مطالعه کومه ده؟» چې ښاغلي حمیدالله حمیدي پښتو ته را ژباړلې ده.

دغه راز په «پل» ویبپاڼه کې د ماشومانو، کوچنیانو او د هغوی د میندو پلرونو له پاره د پام وړ مقالې خپرې شوې او خپریږي چې څنګه له کوچنیوالي نه ماشوم له مطالعې سره روږدی شي چې دا د نوي نسل په روزلو او له کتاب، مطالعې او علم له زدکړې سره د کار اساس جوړوي.

په میډیا کې د مطالعې د ارزښت په باب د دغسې مقالو او مطالبو خپرول دا شيي چې زموږ په ټولنه کې او په تیره په نوي نسل کې د مطالعې دود مخ په رواجیدو دی او هیله ده چې دا ښه او مثبت دود نور هم عام شي.

موږ باید هر کله دا په زړه کې غوټه کړو او دایمي هیله ولرو چې زموږ ماشومان، کوچنیان او نوی نسل هوښیار او فعال را لوی شي. موږ باید د پوهې او زدکړو په تر لاسه کولو کې تل د هغوی له پاره ښه مرستندوی اوسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *