عبدالهادي هادي

د شهر نو په یوې زړې او ښایسته ودانۍ کې ،چې د لرګي نقش لرونکی ور یې درلود، د شعر و ادب امریت لخوا اونیزې مشاعرې کیدې. ودانۍ کې د مڼو ونې ولاړې وې، د هرې ونې بیخ ته به په شنو وښو شنې او سرې وړې وړې مڼې پرتې وې او داسې به ښکاریدې لکه زموږ د وطن له قاچاقبرو چې د فیروزې او یاقوتو غمي لویدلي وي.

هغه مهال نه ژوند دومره بوخت و او نه د تفریح وسایل و. هغه مهال کابل ښار کې نه انفجارات وو او نه انتحارات، خو کله کله به خلکو منډې کړې. دا منډې به ډيری د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له ډاټسنې وې. دې موټر کې ناستو کسانو ته یواځې پټ سر او اوږده ږیره د مسلمانۍ نښې ښکاریدې، که دا دوه نښې به چا نلرلې، نو د کیبل کارۍ او توهین مستحق وو.

مشاعرو ته به لوی لوی طالبان هم راتلل او په شوق به یې شعرونه اوریدل او شاعران به یې تشویقول.

شاعرانو ،چې د خپل زړه غوټې یې په عامو مجلسونو کې نه شوې سپړلی، نو همدې مشاعرو ته به یې ساتلې وې.

شعر د خوندیتوب عجیبه سیست لري، په دې قشر کې چې ترخه خبره هم بنده شي، په چا بده نه لګیږي.

یوه ورځ مې یو شعر ولوسته یو بیت یې داسې و: (خلاص کړئ لیونیان له زنځیرونو نه – خدایږو هوښیارانو نه پوره شوه)

بل ځل مې په یوه شعر کې دا بیت و:

په وره شرمیږي، پر دیوال له ویرې نشي ختی

عجیبه غل دی، کوروالا نه زینه غواړي

مشران مشران خلک ناست وو، فقط وه یې خندل او نور یې څه ونه ویل.

همدلته مې په یوه مشاعره کې یو ازاد نظم ولوست، ټول شعر را نه هیر دی، خو د یوه حالت د انځورولو هڅه مې کړې وه. پیل یې داسې و:

ملا یې کلکه وه تړلې، په کولمو د څو وګړو

او چنګ لور یې و په لاس کې…

شعر خلاص شو، چا یې د اوریدلو په مهال په سپینو او تورو پاجونو کې تاو سرونه خوځول او چا مخامخ راته په ځیر ځير کتل.

مشاعره خلاصه شوه، چای او کلچې وخوړل شوې، چې څنګه روانیدم یو لاس مې پر اوږه کیښودل شو. چې مخ مې واړو، څنګ ته مې غر غوندې هسک سړی ولاړ و.

د شعر ستاینه یې وکړه، د جرات ستاینه یې وکړه، دومره یې تشویق کړم چې که کنټرول مې له لاسه ورکړی وای، نو د خلکو منځ کې په رڼا ورځ رانه ځان ورک کیده.

دا شخص ښاغلی Abdul HadiHadiو.

دا سړی لیکوال دی، شاعر دی، ژورنالیست دی او اوس جلا وطنه دی. خوشحاله دې وي، د غره په شان دې دروند وي. د زړه په فانوس کې یې د وطن د یاد بله ډیوه د اسټرالیا په رنګینو څراغونو کې پیکه مشه!

د ښاغلي دوست نورې لیکنې 

د تلې ۲۹م، ۹۵