میرویس جلالزی –
یوه جاپاني سړي اعتراف کړی چې له ۱۲۰۰۰ ښځو سره یې د پیسو په بدل کې جنسي اړیکې ټینګې کړي دي.
دغه سړی یوهای تکشیما نومیږي چې اوس ۶۴ کلن دی.
نوموړی چې په دې وروستیو کې په فلیپین کې د یوه جاپاني ښوونځي مدیر و د فلیپين په پلازمینه مانیلا کې د پولیسو له لوري تر نیول کیدو وروسته دغه اعتراف کړی دی.
د جاپان پولیس وايي، دغه سړي کله چې فلیپین کې دنده هم نه لرله دغه هیواد ته د خپلي جنسي غریضي د پوره کولو لپاره سفرونه کړي او په خپلو اعترافاتو کې یې ویلي چې په دغو ۱۲۰۰۰ ښځو کې ځینی خو حتی د ۱۴ کلونو په عمر وې.
نوموړی د فلیپين په مرکز مانیلا کې په یوه هوټل کې پر داسي مهال ونیول شو چې ویل کیږي له یوې ۱۳ کلنې نجلۍ سره یې جنسي معامله کوله.
له دغه جاپاني سړي سره پولیسو نږدې ۱۴۷۶۰۰ هغه عکسونه هم نیولي چې ده له مختلفو نجونو سره د جنسي معاملو پر مهال اخیستي وو.
تکشیما، چې د یوکوهاما د ښار اوسیدونکی دی، پولیسو ته ویلي چې ده د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۸ کال، کله چې په فلیپين کې د جاپانیانو په یوه ښوونځي کې ښوونکی شو، یوې نجلۍ ته پیسې ورکړې او له هغې سره یې جنسي معامله وکړه.
هغه ویلي چې ده له فلیپيني نجونو او ښځو سره له جنسي اړیکو ډير خوند اخیست نو ځکه یې له دندې له ګوښه کیدو وروسته هم په وار وار فلیپين ته سفرونه کول.
نوموړي ویلي له کومو ښځو او نجونو سره چې ده تر اوسه جنسي اړیکې نیولي عمرونه یي د ۱۴ او ۷۰ کالو تر منځ ول.
د پولیسو په وینا نیول شوی کس ته اوس یوه لویه دوسیه جوړه شوې او کیدای شي نوموړی له عمر قید سره مخامخ شي.
فلیپین د نړۍ په کچه د سکس توریزم لپاره تر ټولو ارزانه هیواد بلل کیږي .
غریزه داسی ولیکی
دیردتعجب ور ده
بیخی خانه خرابی دی دی ته وایی کش او ور کړه ډنګ
تناسلي اله د ېي د جاپان په موزيم کى کشيږدي