تاند- افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې یو جرمنی تبعه د طالبانو د بم جوړولو پر یوه مرکز د حملې په ترڅ کې ونیوه.

رویټرز خبري اژانس وايي، که دا خبره تایید شي نو دا به یوه نادره پېښه وي ځکه چې تر دې وړاندې له طالبانو سره د اروپایانو د همکارۍ خبر نه و خپور شوی. که څه هم ګڼ لوېدیځوال له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره په عراق او سوریه کې یوځای شوي دي.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وویل، له نیول شوي کس سره د جرمني د تابعیت اسناد موندل شوي دي.

ځواک همداراز وویل چې دغه جرمنی له دوو طالبانو سره د دوشنبې په شپه د هلمند ولایت د ګریشک په یوه حویلۍ کې ونیول شو.

د هلمند د والي ویندوی وايي چې له نیول شوي جرمني څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي خو لومړني تحقیقات ښيي چې دا کس طالبانو په زور نه دی راوستی او د دې ډلې لپاره یې د سړک د غاړې د بمونو په جوړولو کې مرسته کوله.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یا په افغانستان کې د جرمني سفارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

One thought on “یو جرمنی چې طالبانو ته یې بمونه جوړول ونیول شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *