تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی جنرال د فساد په جرم په ۱۴ کاله بند محکوم شو.
جنرال عبدالواسیع روفي د خاصې محکمې له لوري په لومړنۍ علني محاکمه کې په فساد مجرم وګڼل شو.
د محکمې ریيس شېراقا مُنیب وویل چې جنرال روفي د ۱۴ کاله بند ترڅنګ ۱۸ زره افغانۍ جریمه هم شو.
جنرال روفي د یو نیم لک افغانۍ رشوت په ترلاسه کولو د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوی دی.
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د تېر م کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې د فساد په اړه به تورن کسان په علني ډول محاکمه شي.