ډاکتر محب زغم

خوب وینم چې په کوټه کې ناست یو. وړوکی زوی مې درې، واړه، ښایسته، زېړ بخون چرګوړي په مخه کړي دي. پلار مې د ګرېوان تڼۍ ورته خلاصوي. چرګوړي په یوه صف کې منظم ورو ورو د هغه خوا ته خوځېږي. یو دم یې رنګ بدل شي، تک تور لکه کارغان. بڼې یې هم بدلې شې. مښوکې پلنې لکه هیلۍ خو له رنګه تورې. د مرغۍ دا چوچوڼي مې د پلار ګرېوان ته ننووځي او په تخرګ کې یې پټېږي.

راويښ شوم. د خوب صحنې مې په ذهن کې تازه شوې. بېرته خوب یووړم.

لویه غونډه ده. د لویې جرګې د خیمې غوندې ځای دی خو ډېر ښایسته. ډاکتر اشرف غني احمدزی د تفاهم او پوښتنې په اړه پریزنټېشن ورکوي. له ونې دنګ او ښایسته ښکاري. وايي: لومړی خو د هغې مزارۍ مېرمنې مننه کوم چې ما ته یې ډېر ښکلي سوغاتونه رالېږلي دي. د سټېج په ښۍ خو کې هلته لاندې، فواد لامع او اجمل تورمان په ښکلو تورو دریشیو کې ګلان په غاړه، مایکروفون په لاسونو کې د هغو سوغاتونو نومونه اخلي چې دې مېرمنې ډاکتر اشرف غني ته راوړي دي. لامع او تورمان هم ډېر ښایسته شوي دي. له دوی سره یوه پېغله هم ده، ښایسته افغاني کالي یې پر تن دي خو پېژنم یې نه. دا بیا یوه ښکلې چپنه په لاس کې پورته نیسي چې دا هم مزارۍ مېرمنې ډالۍ کړې ده.

بیا د یوه ښکلي مېز شا و خوا ته ناست یو. مخې ته مې پر مېز باندې آی پډ، ټبلېټ، لپ ټاپ، آی فون او ساده موبایل ایښي دي. یو دم حیران شم چې ما خو دومره شیان نه درلودل.

ډاکتر صاحب اشرف غني مو مخې ته ناست دی. خپله کابینه اعلانوي. حیرانېږم چې دومره ژر یې څنګه کابینه جو��ه کړه. یو ملګری راته وايي: ته نه پوهېږې؟ ډاکتر صاحب د هر څه لپاره پلان درلود.

تبصره:

یوه ورځ یو بوډا هزاره راته ویلي وو: پاچايي به اوغو میزیبه. دل اوغو کلو یه. کل مردم ده پالویشی جای مو شه.

زه د یوه یا بل قوم په برترۍ باور نه لرم خو تاریخ ثابته کړې ده چې پښتانه واقعاً نور وروڼه خپل ګڼي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې د هر قوم وزیران او رییسان په کابینه کې وینو.

دا چې زېړ ښایسته چرګوړي زما د پلار خوا ته روان دي او بیا په تورو بدرنګو چوچوڼو بدلېږي خو بیا هم پلار مې په خپله غېږه کې ورته ځای ورکوي، کېدای شي د هماغه هزاره بوډا د خبرې تعبیر ځنې وشي.

او بیا چې تر دې خوب وروسته د پلار پر ځای ډاکتر صاحب اشرف غني وینم چې کابینه جوړوي او مزارۍ مېرمنې ورته چپنه او نور سوغات ورکړي دي، ښيي چې ټول قومونه به د ډاکتر صاحب له حکومته خوشحاله وي ځکه چې دی د هر شي لپاره پلان او پروګرام لري. مخې ته مې پراته عصري شیان به د افغانستان د ترقۍ او سوکالۍ نښه وي.

0 thoughts on “یو خوب او یوه تبصره/ ډاکتر محب زغم”
  1. ښاغلی زغم صا حب ډیر ښه خوب مو لیدلی دی. الله(ج) دې یې په ګران افغانیستان او افغانو پورې دخیر کړې.اونور دې الله (ج) افغانان نه کړه وې. امین

  2. ښاغلی زغم صا حب ډیر ښه خوب مو لیدلی دی. الله(ج) دې یې په ګران افغانیستان او افغانو پورې دخیر کړې.اونور دې الله (ج) افغانان نه کړه وې. امین
    دچوکۍ مینان ، دواک لپا ره هیواد ورانونکې اودبهرنیانو نوکران او لاس پوڅې دې الله ناکا م کړې.

  3. ښاغلی زغم صا حب ډیر ښه خوب مو لیدلی دی. الله(ج) دې یې په ګران افغانیستان او افغانو پورې دخیر کړې.اونور دې الله (ج) افغانان نه کړه وې. امین
    دچوکۍ مینان ، دواک لپا ره هیواد ورانونکې اودبهرنیانو نوکران او لاس پوڅې دې الله ناکا م کړې.
    ډبل عبدالله…………………………………………….. خو په مسلمانانو او افغانانو باور نکوې. په بهرنې او کا فر با ور لرې . واقعا مجاهد است

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *