تاند- د افغانستان د ملي اردو یو قوماندان وايي چې د هلمند ولایت یوه مهمه ولسوالي د وسله والو طالبانو له لوري د سقوط له خطر سره مخامخ ده.
د ملي اردو دغه قوماندان د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل، د سنګین ولسوالۍ ډېرې برخې وسله والو طالبانو نیولي دي.
ده وویل چې لا هم د سنګین ولسوالي کلیدي سیمې د حکومت تر کنټرول لاندې دي، خو دا سیمې هم له جدي خطر سره مخامخ دي.
د ملي اردو دغه قوماندان زیاته کړه، په وروستیو ورځو کې د حکومت پر کنټرول لاندې سیمو د طالبانو پر پر له پسې حملو کې یو شمېر سرتېري وژل شوي دي.
ده همداراز ادعا وکړه چې له ډېرو ورځو راهیسي نه کومکي ځواک وررسېدلی او نه هم خوراکي مواد.
تېره میاشت د هلمند امنیه قوماندان عبدالرحمان سرجنګ وویل چې د کابل حکومت د ګریشک، مارجې او سنګین لپاره کومکي ځواکونه ورلېږلي دي.