«زندگي سیاسي شهید محمد داؤد از آغاز تا انجام»

لیکوال: پوهاند داکتر سید عبدالله کاظم

د پوهاند سید عبدالله کاظم عیني ژوند په مستند ډول دا ښيي چې دی پر خلکو او وطن مین خوځنده، پُر تحرکه او هڅاند قلموال دی، د ده ټولې فرهنگي هڅې د اوسني او راتلونکو نسلونو له پاره داسې درسونه دي چې د هر زوړ او ځوان په وجود او فکر کې نوې هڅې راپاروي او د نوي ژوند پر لور یې خوځون او حرکت ته هڅوي، کاظم په اوسنۍ زمانه کې د هدفمند او منظم فرهنگي کار یوه غوره بېلگه گڼلای شو.


په دې نږدې وختونو کې د «زندگي سیاسي شهید محمد داؤد از آغاز تا انجام» تر سرلیک لاندې د درانه استاد پوهاند سید عبدالله کاظم نوی اثر چاپ شوی او د نورو دوستانو په ډله کې تر ما پورې هم را ورسید، چې په لیدلو مې یې سترگې روښانه شوې. دا نوې او تازه لیکل شوي اثر به نه یوازې دا چې زما د کتابتون سینگار وي، بلکې په لوستلو سره به یې زما ذهن هم په نویو معلوماتو، د تاریخ په ناویل شوو خبرو او پټو حقایقو وپسولل شي.

زه همدا اوساول د دې ازښتمن اثرلیکوال پوهاند ډاکتر سید عبدالله کاظم ته او بیا د افغانستان د تاریخ او فرهنگ لویې کورنۍ ته د دې کتاب د لیکلو، چاپ او خپرېدو مبارکي وایم.

ما ته د کتاب  په رالېـږلو کې لومړی د کتاب له لیکوالدرانه استاد پوهاند سید عبدالله کاظم نه دزړه له تل نه شکر گزاره یماو بیا د افغان جرمن درانه پورتال له مسؤل ښاغلي قیس کبیر نه مننه څرگندوم چې زه یې د دې اثر د درلودلو او لوستلو وړ وبللم او بیا له ښاغلي استاد دوکتور نعیم اسد نه منندوی یم چې ما ته یې د کتاب په رالېـږلو کې ډېر زحمتونه گاللي دي.

ما کتاب د ۲۰۱۹ ام کال د نومبر پر پنځمه ترلاسه کړ او د څو ورځو په ترڅ کې مې یې ځینې برخې په بېړه او خورا تندې سره تر سترگو تېرې کړې. کتاب په داسې روانه او زړه وړونکې ژبې سره لیکل شوی دی چې لوستونکی نه ستړی کوي، د لیکلو سبک، د لیکوال د لیکلو مهارت او د موضوعاتو ترتیب یې داسې دی چې لوستونکی د نورو برخو لوستلو ته نور هم هڅوي.

کتاب په دریو ټوکونو کې داسې لیکل شوی او ترتیب شوی دی چې ټول یوزر او درې سوه (۱۳۰۰) مخونه لري، هر ټوک یې یوې ځانگړې موضوع ته وقف شوی دی او د هر ټوک د پوښ په لومړي مخ کې د لوستونکو له پاره د لارښود په ډول لیکل شوي دي:

۱ ــ جلد اول: قدمه های اول ـ دورهٔ صدارت ـ دورهٔ عزلت،

۲ ــ جلد دوم: نظام جمهوري،

۳ ــ جلد سوم: فرجام خونین.

په کتاب کې ډېرې نا ویلې خبرې ویل شوې دي، ډېر نوي مسایل د لومړي ځل له پاره د لوستونکو له پاره چمتو شوي دي. د تاریخ مینه والو او د تاریخ زدکونکو ته داسې نوې پته په لاس ورکړل شوې ده چې د کلونو ـ کلونو مطالعې او څېړنې خلاصه، د یوې ارزښتناکې ډالۍ په ډول په مخکې ورته اېښودل شوې ده او دا ډالې ټولو لوستونکو ته پوهاند سید عبدالله کاظم برابره کړې ده.

زه نه غواړم چې په دې لنډه لیکنه کې د افغانستان د یو استثنایي خدمتگار، د افغانستان لومړنی جمهور ریٔس محمد داؤد د ژوند او کارنامو په باب څه ووایم، خو په لنډ ډول به دومره ووایم چې زه په نظامي، سیاسي او اداري برخو کې د داؤد خان کړنې او د واکدارۍ دوره د افغانستان او سیمې په سیاست کې د بدلون او عطف یو ټکیگڼم، د ده د پنځه کلنو پلانونو او پروگرامونو له مخې، نوي عصر او نوي ژوند او پرمختگ ته، افغانستان د ورننوتلو په درشل کې ودرول شو ، داؤدي دوره د پرمختگ نوي پړاو ته د گام اېښودلو یو اساسي حرکت گڼل کېـږي.

د داؤد خان د جمهوري ریاست دوره، د پخواني خاموش او مړه سیاست او وروسته له داؤدي دورې د ډېر جوشان او افراطي سیاست تر منځ د اتصال یوه داسې معتدلهکړۍ ده چې اوسنیو نسلونو ته د تاریخ او سیاست په ډگرونو کې ډېر ښه درسونه گڼل کېدای شي.

د لیکوال اصلي څانگه اقتصاد او ټولنپېژندنه ده، خو ده د اړتیا له مخې د تاریخ او سیاست ډگر ته هم قدم ورایښی دی او ښه استواره په کې گرځېدلی دی. د ده په وینا د څلورو وروستیو کړکېچنو لسېزو پېښو دی له خپل مسلک نه لرې کړی او له ورځنیو پېښو او سیاست سره یې ځان مخامخ کړی دی او په دې لړ کې یې کله مقالې او کتابونه لیکلي دي او کله یې خپل نظریات د رادیو او تلویزیون په څپو کې د گڼو مصاحبو له لارې وړاندې کړې دي.

د پوهاند سید عبدالله کاظم عیني ژوند په مستند ډول دا ښيي چې دی پر خلکو او وطن مین خوځنده، پُر تحرکه او هڅاند قلموال دی، د ده ټولې فرهنگي هڅې د اوسني او راتلونکو نسلونو له پاره داسې درسونه دي چې د هر زوړ او ځوان په وجود او فکر کې نوې هڅې راپاروي او د نوي ژوند پر لور یې خوځون او حرکت ته هڅوي، کاظم په اوسنۍ زمانه کې دهدفمند او منظم فرهنگي کار یوه غوره بېلگه گڼلای شو.

په بریښنايي خپرونو کې یې تر اوسه گڼې مقالې او کتابونه انلاین شوي دي چې یوازې په افغان جرمن پورتال کې ــ د دې کرښو تر لیکلو پورې ــیې شمېر شپږسوه او یوویشت (۶۲۱) ته رسېږي.

پوهاند ډاکتر سید عبدالله کاظم وایي چې تاریخ ته یې ځکه مخه کړه چې ډېر ځلې د افغانستان تاریخ تحریف شوی دی او حُب او بُغض پر واقعیتونو سیوری غوړولی دی. (کاظم، داکتر سید عبدالله، زندگی سیاسی شهید محمد داؤد از آغاز تا انجام، محل چاپ: مطبعهٔ عازم، کابل افغانستان، سال ۲۰۱۹م، پيشگفتار، صفحهٔ هشتم.)

لیکوال د کتاب په پیل کې هیله څرگنده کړې ده چې لوستونکي د کتاب تر لوستلو وروسته، د کتاب او لیکوال نیمگړتیاوې په نښه کړي او د موضوع د لا بشپړېدو په غرض یې ده ته ورولېـږي، خو لکه څنگه چې لیکوال په یو ځای کې اشاره کړې ده چې په دومره شرحې او پراختیا سره لیکلی کتاب به د هغو خلکو له پاره په زړه پورې نه وي چې د لنډو لیکنو په لوستلو روږدي دي. (د پیشگفتار لسم مخ)په افغانانو کې د مطالعې د کلتور ضعف ته په کتو سره سره؛ زه ډاډه یم چې داسې ډېر کسان به هم پیدا شي چې کتاب یو ځل نه، بلکې څو ځلې ولولي او خپل نظریات له خلکو او لیکوال سره شریک کړي.

لیکوال په خپله سریزه کې ویلي دي چې ځینې کسان له غلو، جگړه مارو او لوټ کونکوو نه شخصیتونه او مشران جوړوي، (د پیشگفتار لسم مخ)ایا نه شي کېدای چې یو قلموال د یوه پر وطن او خلکو مین خدمتگار د ژوند ریښتینې پېښې ولیکي؟ او دا دی پوهاند داکتر سید عبدالله کاظم دا کار وکړ او د محمد داؤد د ژوند حالات یې په لازم تفصیل سره ولیکل.

پوهاند سید عبدالله کاظم وایي چې:

دا کتاب ما د کوم امتیاز د ترلاسه کولو له پاره نه دی لیکلی او نه مې ځینو اشخاصو ته د سر سپارلتوب په پار لیکلی، بلکېما د یو افغان په توگه د هېواد د تاریخ پر یوې برخې رڼا اچولې ده، څو راتلونکي نسلونه وکولای شي پر تاریخي حقایقو پوه شي.(د پیشگفتار یولسم مخ)

لیکوال د مآخذونو په ښودلو کې، دببلیوگرافۍاصلي اصول مراعات کړي دي، هم یې د متن په منځ کې مآخذونه ښوولي دي او هم یې د هر ټوک په پای کې د مآخذونو بشپړ فهرست وړاندې کړی دی چې د دریواړو ټوکونو د مآخذونو شمېر یې د کتابونو، رسالو، مقالو، اسنادو، رپوټونو، مصاحبو او بیانیو په تفکیک سره یوسلو دري پنځوس (۱۵۳) ته رسېږي.

لیکوال د خپلو توزیحاتو په ترڅ کې په عالمانه ډول تاکید کړی دی چې:

دی د دې دعوا نه لري چې دا اثر به بشپړ وي او کومه نیمگړتیا به نه لري، خامخا به کومه نیمگړتیا لري او له لوستونکو نه یې غوښتي دي چې د کتاب د بشپړتیا له پاره خپل نظریات ونه سپموي.

استاد پوهاند داکتر کاظم د تاریخ لیکلو د علمي اصولو په رڼا کې، د لاسلرلو اسنادو او مآخذونو په وړاندې کولو سره د موضوع حق پوره ادا کړی دی.

زه پوهاند ډاکتر سید عبدالله کاظم ته د ځان او پوهنتوني کورنۍ له لوري، د دې علمي تاریخي څېړنې د ترسره کولو، چاپ او خپرېدو مبارکي وایم او هیله څرگندوم چې د ورته علمي تاریخي څېړنو له پاره یې قلم تاند او حوصله د غره په څېر اوسي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *