تاند- د جرمني پولیسو یو تن اویا کلن روسي الاصله جرمنی پر درو پناه غوښتونکو د مرګونې حملې په تور نیولی دی.
پولیس وايي، دغه اویا کلن، چې د روسیې او جرمني دوه ګون تابعیت لري، د فبرورۍ په ۱۷ مه په هیلبرون ښار کې په سیاسي انګېزه د یوه ۱۷ کلن افغان په شمول پر درو پناه غوښتونکو حمله وکړه.
پولیسو نن /پنجشنبه/ وویل چې افغان سخت ژوبل شوی خو د ۱۹ کلن سوریه وال او ۲۵ کلن عراقی ټپونه ډېر سخت نه دي.
د جرمني د رسنیو د راپور له مخې، حمله کوونکی، چې ظاهراً د حملې په مهال نشه و، د لارویانو له لوري ونیول شو.
په راپورونو کې ویل شوي چې لارویانو حمله کوونکی تر هغه نه پرېښود چې پولیس د پېښې ځای ته راروسېږي.
حمله کوونکی سره له دې چې پر خلکو په برید تورن شو ژر بېرته پرېښودل شو، مګر پرون /چهارشنبه/ څارنوالانو تور پورې کړ چې د دغه کس حمله په سیاسي انګېزه قاتلانه هڅه وه او د هغه د رسمي توقیف حکم یې صادر کړ.