تاند- په یوه علمي مقاله کې، چې د ناسا په ویبپاڼه کې خپره شوې، راغلي چې ګوګل کوانتومي لاسبری یا تفوق ترلاسه کړی دی.

دا بری په ساینس او ټکنالوژۍ کې خورا ستر بدلون راوستلی او د کمپیوټر د محاسیو توان زښت زیاتولی شي.

د کوانتومي تفوق (Quantum Supremacy) معنا دا ده چې یو کوانتوم کمپیوټر داسې محاسبې کولی شي چې نور کمپیوټرونه، حتی د اوسنۍ نړۍ تر ټولو قوي کمپیوټرونه په مناسب وخت کې د هغو د پروسیس کولو امکان نه لري.

مثلاً کوانتوم کمپیوټر هغه محاسبه په ۳ دقیقو او ۲۰ ثانیو کې کولی شي چې د اوس وخت تر ټولو قوي کمپیوټر، چې د آی بي ایم (Summit) کمپنۍ کمپیوټر دی، د هغې محاسبې ته نژدې ۱۰ کاله وخت ته اړتیا لري.

دا خبر لومړی پلا په فیننشل ټایمز ورځپاڼه کې خپور شو. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د ناسا له ویبپاڼې څخه دا علمي مقاله بېرته ایستل شوې ده خو په فیننشل ټایمز کې یې کاپي لا هم شته.

د ګوګل، آی بي ایم او مایکروسافټ په شان د نړۍ تر ټولو سترې کمپنۍ له کلونو راهیسې د کوانتومي کمپیوټر پر جوړولو کار کوي.

دا ډول کمپیوټرونه له موجودو کمپیوټرونو سره ډېر توپیر لري.

تراوسه پورې د ګوګل له لوري د کوانتوم کمپیوټر د جوړېدا ادعا رسماً تایید شوې نه ده، خو ساینسپوهان او د کوانتوم کمپیوټر متخصصان تمه لري چې ګوګل به په رښتیا بریالی شوی وي چې کوانتوم کمپیوټر جوړ کړي.

په لاندې ویدیوګانو کې د کوانتوم کمپیوټر په اړه ښه معلومات وړاندې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *