کند هارښاروالۍ

د عامه اړیکودفتر

۱۳۹۶-۷-۲۷کندهارـ افغانستان

د څوارلسمي ناحیې اړوند دکوټ بابا دسړک پرمخامخ باندي پر ظاهر شاهي کانال د یوه بااحساس او وطندوسته ملي تاجر لخوا پُل جوړیږي .

د یاد پُل پلان چي د کندهارښاروالۍ لخوا جوړ او ډیزاین کړل سوی دي د یوه ملي تاجر لخوا یي د جوړېدو چاري پیل سوي دي. پر یاد پُل باندي درې مېلونه افغانۍ لګښت راځي چي دهمدې ملي تاجر لخوا ورکول کیږي .

د دې نوي پُل دجوړېدو چاري تازه راپيل سوي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *