ځیني ملګري په دې خپه دی چې شفیق الله شفق یې ولې د نړیوال جام لپاره په ملي لوبډله کې نه دی نیولی، ولې یې پلانکی لوبغاړی اخیستی او ولې یې پلانی له پامه غورخولی (ډراپ کړی) دی، وروره دا زما او ستا کار ندی، په کرکټ بورډ کې د کرکټ ماهرین، سلیکټران شته هغوی دا کار کوي، هغوی پوهیږي چې کوم لوبغاړی په کوم ځای کې پکار دی او کوم لوبغاړي ته کله او د چا پر خلاف موقع ورکړي.
میرویس اشرف یو ښه الراونډر دی، نوموړی کولی شي چې په اخیرنیو اورونو کې ډېرې کمې منډې ورکړي او د دې تر څنګ د ضرورت پر مهال ښه توپ وهنه هم وکړي.
بله موضوع د افتاب عالم راوستل دي، تاسو خبر یاست چې حمید له تېرو څو کلونو راهیسې زخمي دی او نه شي کوی چې په زیاتو لوبو کې ګډون وکړي او ممکن په نړیوال جام کې یوازې د انګلېنډ او نیوزلینډ خلاف موقع ورکړو، نو ضرور خبره ده چې یو بل تېز بالر هم ولرو تر څو پر تېزو پېچونو ښه لوبه وکړای شي چې د دې لپاره افتاب ښه انتخاب دی.
را به شو د شفق موضوع ته، شفق یو ښه بریدګر لوبغاړی دی او انشاءالله چې ښه اینده لري، خو که چېرې تاسو یې تېره کارکردګي وګورئ نو در مالومه به شي چې د اسټرالیا پر پیچونو له ده څخه افسر ځاځی ګټورثابتدای شي، شفق کولی شي چې په ۲۰ بالونو باندې ۳۰ منډې جوړي کړي خو افسر ځاځی بیا هغه بیټسمېن دی چې کولی شي پر کریز تر ډېره ودریږي او منډې هم راته جوړي کړي چې په تېزو پیچونو باندې زمونږ لپاره ضرور ده چې بیټسمېڼ پر کریز ودریږي، نو منډې به خپله راشي
http://www.espncricinfo.com/afghanistan/content/player/420402.html
http://www.espncricinfo.com/afghanistan/content/player/362603.html
د دې دواړو لوبغاړو کارکردګي دلته لیدلی شئ
بله موضوع د نورعلي ده ممکن تاسو هم خبر واست خو که چېرې په دې اړه مالومات نلرئ نو دومره به درته ووایم چې هغه ناروغ دی او نه شي کولی چې په نړیوال کپ کې ولوبیږي.