لومړی څپرکی
کرزي خپل ساتونکي ته ږغ کړ: “ سید ته خبر ورکړئ چې راسي.´´ دا وخت د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې دوې اونۍ تېرې نه وې، کرزي یو ځوان په بیړه ور وغوښت. هغه د اروزګان له یوه واړه کلي راغلی و، اوس یې د مشر ورته اړتیا وه. ځوان د کویټې په چټلو کوڅو کې د مشر د کتلو په موخه روان شو،- کویټه د بلوچستان مرکز دی، او له افغانستان سره پوله لري. رسمي ارقام ښيې چې ددې ښار اوسېدونکي تر یو نیم میلیون وګړو رسي. په دې وروستیو لسیزو کې کويته د افغانانو په کور بدله شوې وه، په ځانګړې توګه دهغو افغانانو لپاره چې په خپل هیواد کې یې ځانونه خوندي نه احساسول. په دې ښار کې د نشيي توکو کارباریان، سوداګر، مشران او نور د هیواد دېرش کلنې جګړې ځپلي افغانان په کمپونو او نورو ځایونو کې میشت وو. دا د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر وروستۍ اونۍ وه، سید له کوڅو، بیروباري سړکونو او مارکیټونو تېر شو.
د کرزي کور په کوټه کې ډېر میلمانه لرل، د هغه کور د کویټې ښار په یوه لمن کې و. (سټلایټ ټاون- ژباړن)، – سید د ډېرو خلکو په کتو سره حیران شو، هغه له ځان سره وویل: “ څه خبره به وي؟´´ د حالاتو په تغیر سره امنیت هم د ډاډ وړ نه و، نو ځکه ساتونکي ورته ګمارل شوي وو. د کویټې ښار په دې څنډه کې د نورو افغان مشرانو کورونه هم وو، د کرزي کورته به یو په بل پسې خلک ور تلل. بل لور ته به ورسره ولسي افغانانو، ډيپلوماتانو، ژورنالیستانو، او نورو هم له کرزي سره کتنې لرلې. هغوی د یوې پوښتنې سره راتلل، هغه دا وه: “ څه پېښېدونکي دي؟ ´´ د کرزي په څېر ډېر نور افغانان هم د طالبانو له لاسه په پاکستان کې د جلا وطنۍ شپې او ورځې تېرولې. په ټول ښارګوټي کې خلکو تلویزیونه کتل، هغوی غوښتل له رسنیو د خپل هیواد په اړه څه وګوري. ځینې یې په غوسه وو چې ګڼي افغانستان د نړیوالې ټولنې د نړیوالو له پامه او د میز د سر له پاڼو هیر شوی. دا چې اوس هیواد پام ور اوښتی و، نو ټول خلک د امریکا متحده ایالاتو د غبرګون په تمه وو. ټو میلمانه په کوټه کې په توشکو ناست وو، هغوی ملاوې دېوالونو ته تکیه کړې وې، او خپلې لوڅې پښې به یې له ځانونو لاندي کړي وې. ځینو به یې په خپلو کې مجلس کاوه، او ځینو نورو یې بیا په لوړ ږغ په عمومي توګه خبرې کولې.
سید دوه روځې کېدې چې د اروزګان له مرکز ترین کوټه کویټې ته راغلی و، هغه د هیواد د راتلونکي په اړه روانو تودو خبرو ته غوږ شو. هغه د سپټبر د ۱۱مې په پېښه خبر نه و، ځکه په افغانستان کې تلویزیونونه نه وو، او هغه هم پر لار تر کویټې له چا نه و اوریدلي چې په امریکا کې بریدونه شوي. سید چې د خپل مشر امر ته حاضر و، په دې پوهېدی چې هغه د کرزي په بیړه په کار و، د دروازې ساتونکي ژر سید د کرزي ځانګړې کوټې ته یوړ. هغه په بېړه په لار کې له څو سره د لاس روغبړ وکړ. ځینو ترې د روغبړ پر مهال پوښتنې پیل کړې. دا یو لنډو وخت و، بیا هم له هغه څخه په نه شناخت کې خلکو پوښتنې کولې. سید په لنډو کې له ټولو سره ستړې مشې وکړه، هغه له اوږدې او رواجې ستړي مشې په څنګ شو. د کوټې په کنج کې یو د چای میز پروت و، تر څنګ یې تلویزیون چالان و. د تلویزیون پر پرده د امریکا د دنګو ودانیو د بریدونو انځورونه په تکراري توګه خپرېدل. تلویزیون ته ناستو خلکو په خپلو کې پرې تبصرې کولې. د امریکا پر دنګو ودانیو د بریدونو پر مهال له هر اړخه فلم ترې اخیستل شوی و. کامره د منهټان پر دوړو او خاورو ور برابره شوه، بل ځل کامره د وارخطا او ویرېدلو خلکو پر لور برابره شوه چې د بریدونو څخه د تېښتي په حال کې وو. خو د سید لا پر تلویزیون د خپرېدونکو انځورونو په اړه پام نه و.
سید د کرزي په لیدو د هغه د احترام په موخه ورته ټيټ شو، کرزی ورسره په (اسلام علیکم!) باندي روغبر وکړ، سید هم ورته د (وعلیکم سلام!) په بڼه ځواب ووایه. کرزي له څو کلونو په ولسي هڅو بوخت و، هغه ولسي جامې اغوستې چې لویه لمن او لویه پای جامه (پرتوګ) به یې وه، خو بګړۍ به ځینې وختونه په سر کول. د طالبانو په ټوله کې بګړۍ په سرونو وي. ځیني وختونه به د کرزي یوه خولۍ هم په سر وه، خولۍ له بګړۍ سره هم په سر کېږي. د کرزي په سر خولۍ ورته له پلاره په مراث پاته شوې وه. د کرزي مخي ته پر میز باندي تلیفونونه، کاغذونه او لیستونه پراته وو. کرزي به ټولو میلمنو ته د افغاني دود سره سم خلکو ته ښه راغلی وایه او له هغوی سره به یې ولسي روغبړ کاوه: “ څنګه یاست؟ په خیر راورسېدلاست؟ ورونه او کورنۍ مو څنګه ده؟´´ هر میلمه ته به یې د روغبړ پر مهال لاس هم ورکاوه، سید د اروزګان ولایت څخه و، او له حامد کرزي سره چې په انګریزي يې ښې خبرې کولای شوې، راشه درشه لرله. سید کرزي ته په څېره کې ورته و، خو د سید لویه ږېره وه، هغه ږېره چې طالبانو پرې په زور لویه کړې وه. دوی دواړو په خپلو خبرو کې یو بل ته د زړه ډاډ ورکاوه: “شکر دی ربه! شکر دی ربه! الله دي وساته´´ له خبرو وروسته کرزي سید ته د پلان یوه برخه وویل، هغه ته یې ټول پلان تشریح نه کړ، هغه فکر کاوه داسي نه چې کومه بلا پېښه شي، سید ته یې وویل چې باید واپس اروزګان ولایت ته ولاړ شي: “ تاسو بیرته خپل ځای ته ولاړ شئ، او زما پیغام ور ورسوه.´´ بیله دې چې سید ته د نورو خبرو په اړه معلومات ورکول شوي وای، یواځې دومره ورته وویل شول چې په ارزوګان ولایت کې په کلیو او بانډو وګرځې او هغه کسان خبر چې کرزي ورته په ګوته کړي وو چې ګڼي یو ځل دې کویټې ښار ته ژر ورشي او له حامد کرزي سره دي وګوري.
سید په کلیو او بانډو او دروازه په دروازه کرځېدلو ته اړ و، ځکه د اړیکو اسانتیاوې نه وې، هغه باید د پخوا د خلکو په څېر زیار ایستی وای. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د اړیکو لپاره تلیفونونه نه وو. نړیوالو مرستندویه کارکوونکو سټلایټ تلیفونونه کارول، چې په پایله کې د طالبانو له لورې پر فشارونه زیات شول او هغوی یې له هیواده څخه بهر تلو ته مجبور کړي وو. د نړیوالو مرستندویه کارکوونکو له دفترونو تلیفونونه غلا شول، ځیني وختونه به تلیفونونه غلا کېدل، او ځینې نوروختونه به طالبانو د لا ډېرو معلوماتو په موخه له ځانونه سره وړل چې وښيې کوم چا خو به پرې جاسوي نه کول. په عمومي توګه په افغانستان کې دولتي کسانو وړې مخابرې کارولې. دا چې کرزي پر سید پوره باور و، او له بل لوري یې غوښتل پیغام یې سم تر اړوند ملګرو ورسي، نو ځکه یې سید د همدې دندې لپاره غوره کړ. افغانان په بدو حالاتو کې نابلدو کسانو ته د خپلو کورنو دروازې نه پرانیزي، نو ځکه باید کوم شناخته کس د ځانګړو پیغامونو وړلو لپاره غوره شي، ځیني وختونه په کلیو او بانډو کې د ملا امام په مرسته پیغامونه لېږل کېږي، او دا د ملا امام پیغامونه د اعتبار وړ هم وي. کرزي سید د همدې درندې دندې لپاره غوره کړ، یواځې په دې خاطر نه چې سید د کرزي له قوم څخه و، بلکي هغه له هغو کسانو سره بلد او د قوم سړی یې و چې پیغام یې ور رساوه.
سید اروزګان ته په ټکسي موټر کې د کرزي په لګښت روان شو، له پولي افغان خاورې ته واوښت، په اوږده سړک یې د کندهار پر لور سفر پیل کړ، -کندهار د افغانستان د سویل تر ټولو لوی ښار او د طالبانو د راپیدا کېدو اصلي مرکز و. د کندهار د کورونو شا وخوا خټین دېوالونه وو. دا سړک چې خورا پرې ګڼه ګوڼه وي، پېړۍ وړاندي له هند، ایران او مرکزي اسیا له هیوادونو سره لار نښلوله. کندهار د همدې اړینې لار پر سر پروت ښار دی، چې پکې ډېر وګړي مېشت دي. واړه او لوی موټرونه، بار وړونکي ټرک موټرونه، موټر سیلکونه هغه څه دي چې په ښار کې یې ګڼه ګوڼه زیاته کړې وه. ځینې خلک پر بایسکلونو خپل کورنۍ شیانو د لېږد چاري ترسره کوي. پر همدې ښار له میلاد څخه ۳۰۰ کاله وړاندي د لوی سکندر د لښکرو د چپاو یادول اړین دي. له هغه وروسته ډېرو قومي جوړښتونو همدا لار تعقیب کړه چې د واکمنۍ هڅې یې تر همالیا غرونو پورې وغزول شوې. له هغه وروسته د چنیایانو، عربو، مغلو، ازبکو او پارسیانو د سلګونو کلونو لپاره پر همدې سیمه جګړې روانې کړي دي. پښتنو له اتلسمې پیړۍ څخه د خپلي واکمنۍ هڅې پیل کړې، چې پایله کې یې پر دې خاوره د افغانستان نوم کېښود. د سید پر لار هغه له کوچیانو سره هم مخ شو، خو کوچیانو د وخت حالات نشول درکولای، کوچینان په افغانستان کې له یوه ځایه بل ځای کوچ کوي، له خپلو مالونو، اوښانو او سپیو سره له یوه ځایه بل ځای ته ځي، هغوی لویې جامې او لوی پرتوګونه اغوندي. هغوی لویو دښتو ته کوچ کوي.
کندهار لا د طالبانو په واک کې و، د طالبانو تحریک د افغانستان په اکثریت ځکه کنترول لاره. د هغوی واکمنۍ له ۱۹۹۴ز کال څخه تر ۲۰۰۱ز کال پورې له کوم جدي غبرګون سره نه وه مخ شوې، په ځانګړې توګه د هیواد په سویل کې. که څه هم له کلونو کابل د افغانستان کې رسمي پایتخت و، خو طالبانو له کندهار څخه واکمنۍ چلوله. د طالبانو رهبر ملا محمد عمر دفتر په همدې ښار کې و، هغه له همدې ځایه پر مخابرو د جګړیزو کرښو له قومندانانو سره په اړیکه کې و. طالبانو له پښتنو څخه سرچینه اخیستې، په افغانستان کې ۱۳ میلیونه پښتانه اوسي، چې ډېر یې د همدې هیواد په سویل کې میشت دي، او په پاکستان کې ۲۵ ملیونه پښتانه اوسي چې ډېر ېي پولي ته نږدې میشت دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پوله په ۱۹مه پېړۍ کې د انګریزانو له لورې کش کړای شول، اکثریت پښتانه دا پوله نه مني. تر ننه یو څه پښتانه هڅه کوي چي د پښتونستان تر نامه لاندي سره ژوند وکړي.
پښتانه په سلګونو وړو او لویو قومونو او کورنیو ویشل شوي. دا قومونه د افغانستان د نفوسو لوی رقم جوړوي، چې مرکزي حکومت سره یې اړیکې هم حساسې وي. له لسیزو افغان باچاهان او ولسمشران د همدې پښتنو له منځه پورته کېږي، او بیا پر همدې خپلو خلکو حکومتونه کوي. د پښتنو په منځ کې واړه قومونه او طایفې هغه څه دي چې هغوی پرې پېژندل کېږي، خو پرې سیالۍ یو له بل سره لري. هغوی ډېر وختونه په خپلو کې چاري پر همدې قومونو مخته وړي. هغوی د خپلو کورنیو او ځمکو د ساتنې په موخه سرونو ورکولو ته هم حاضر دي. د پښتنو په منځ کې وړې طایفې او قومونه هغه څه دي چې تل یې بهرنیو په پېژندلو کې ستونزو سره مخ کېږي. د کورنیو ترمنځ تربګنۍ تر ډېره په وژنو اوړي او د انتقام سلسله یې تر نسلونو غزېږي. خاموشه شوي دښمنۍ په بار بار بیا ژوندۍ کېږي او تازه کېږي.
بهرني ځواکونه هم په افغانستان کې له دې ډول ستونزمن ټولینز جوړښت سره د پيژندګلوۍ په برخه کې ستونزي لرلې. د طالبانو د واکمنۍ یو پخواني قومندان یو وخت ویلي وو : ” افغانستان ته داخلېدل اسان کار دی، خو ترې وتل ستونزمن کار دی.” د بهرنیو ځواکونو و کلیو او بانډو ته ننوتل اسان خو ځان خلاصول بیا ستونزمن کار دی، له دې ستونزې سره طالبان هم مخ و، چې کله به کوم ځای ته ورتلل په قومي خلکو به یې باور ځکه نشو کولای چې هغوی به پرې راپورته شول او په مخالفت به یې ودرېدل. د ټولنیزو جوړښتونو پيژندل د خلاصون په برخه کې مرسته کوي. که څه هم پښتنو تلیفونونه، تلویزیونونه او نورې ورته اسانتیاوې نه لرلې، خو بیا هم په خپلو کې د یو بل په اړه ښه معلومات اخیستل.
اوس مخکنۍ خبري ته راځو له کندهار څخه تر تېرېدو ورسته ارزوګان ته ورسېدی، هغه ځای ته چیرې چې ورته کرزي ورته خپل ملګري په نښه کړي و. ځینې وایې چې په ۱۹۶۰ز لسیزه کې داسي وخت هم راغلی و چې یوه ورځ ورسته شپه هم ورځ وه. په پخوا کې د افغانستان سویل په ولایتونو نه و ویشل شوی، بلکي یوه مشر به یې مشري په غاړه لرل، دا سیمه د لوی کندهار په نوم یادېدله. په ۱۹۶۰ز کال په کابل کې مرکزي حکومت پرېکړه وکړه چې دا سیمه په ولایتونو وویشي تر څو د مشرانو واک مات کړي. که څه هم دا کار وشو، خو په ارزوګان کې په قومي او اقتصادي لحاظ سیاست تر اوسه په کندهار پورې تړاو لري. همدا اوس هم په کندهار کې مشران د سویل په اړه فکر کوي.
کله چې سید د ۲۰۰۱ز کال په ورستیو ورځو کې د ارزوګان مرکز ترین ګوټ ته ورسېدی، خلکو په عادي توګه د خپل کاربار او ژوندانه چارې پر مخ وړې. په اروزګان کې ډېرو خلکو بګړۍ تړلې، تر ډېره تورې او سپینې بګړۍ (پاج په نوم ، ژباړن) رواج وې ، بل رنګ بګړۍ ته په بده سترګه کتل کېده. طالبانو به په پيک اپ موټرو کې په عادي جامو کې ګزمې کولې. وړې مدرسې له ماشومو هلکانو ډکې وې، هغوی هم د طالبانو په څېر وړې بګړۍ تړلې، هغوی ته یواځې د قرآنکریم زده کړي (حفظ او قرائت ، ژباړن) ورکول کېدې، ریاضي، جغرافیه، او نور ښوونیز مضامین له پامه غوځول شوي وو. د ماسپښېن پر مهال به د مدرسو زده کوونکو په بازارونو کې د خپلو کورنیو لپاره پیسې ګټلې، ځینو په خیاطیو(درزیانو) کې، ځینو په عادي هټیو او نورو برخو کې کارونه کول. اروزګان د افغانستان تر ټولو پر پاته او غریب ولایت دی. په دې ولایت کې د سواد کچه ټيټه ده، خلک د خپلو مشرانو له لارښوونو سره سم ژوند کوي. هغوی ډېر رواجي او محافظه کار دي. په کابل کې هم خلک پوهېږي چې دا سمیه له پامه غوځول شوې او د هیواد یو پس پاته کنج دی.
“سید” نه و اړ چې په ترین کوټ کې پاته شي، هغه ټکسي چلوونکي ته وویل چې سیده د سیند تر څنګ د شمال طرف ته تر کوټوال کلي ولاړ شي، دا هغه ځای و چې کرزي ورته د لومړي ادرس په توګه ښوولی و. ټکسي په خامه سړک روانه وه، تر څو له پتې سره سم کلا پیدا کړي، په اروزګان کې لږ تر لږه د کلاګانو دېوالونه اته فوټه لوړ وي. د کلا له بهر څخه سید هیڅ هم نشي کتلای. د لویو دېوالونو تر شا کورونه وي، هر څوک هڅه کوي چې د خپلو کورونو دېوالونه دنګ جوړ کړي. په دې سره خلک خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه میرمنې او عزت له مخالفینو، غلو او نورو خطرانو ژغوري.
دلته د افغانستان د سویل د نورو سیمو په څېر پښتانه ځانګړی لیکلی قانون نه لری، هغوی د پښتونولۍ په نوم دودیز(عُرفي) قانون لري، چې د درناوی قانون ورته ویلای شو. بدل (غچ) هغه څه دي چې پرې خپل عزت ساتي، میلمه پالنه بیا د اصلاحاتو او اړیکو د ښه والي په موخه ترسره کېږي. هره کورنۍ یو مشر لري، او په کلا کې تر ټولو مهم ځای کوټه ده، دا ځای د میلمنو لپاره وي. کوټه د پښتنو د سیاست د پیل ځای دی. دا هغه ځای دی چې پکې د کورنیو او کلیو مشران پریکړي کوي. دلته محکمه هم کېدای شي، د مشورو، قرض، کاربار او نورو ورته کارونو لپاره کوټه یواځنی ځای دی. کوټه د مسافرو د اوږدمهالې او لنډمهالې مېشتېدا لپاره هم مناسب ځای ګڼل کېږي. پایله کې ویلای شو چې کوټې د قومي ټولنو د حکومت دارۍ مرکزونه دي، او په تېر کې هم همداسي وو. نو له همدې کبله پښتانه تر بل هر څه لومړی کوټه جوړوي. په کوټه کې څرګندېږي چې د کور خانوند په خپل قوم کې کوم موقف او صلاحیت لري.
سید په دې ټولو خبرو پوه و، هغه په کوټوال کلې کې په عبدالغني ماما پسې راغلی و، هغه کس چې کرزي ورته په نښه کړی و. دا کس د سید ماما و، سید ورسره کوټې ته ولاړ او هلته یې له موضوع څخه پوه کړ. عبدالغني ماما د سید په خبره حیران نه شو، ځکه دا لومړی ځل نه و چې کرزي هغه و کویتې ته وروغوښت. په تېرو څو کلونو کې د کرزي کور د ارزوګان د ولسي کوټو په څېر کوټه لرله. سید به هم د کرزي کور ته ورته. داسي وختونه هم پېښ سوي وو چې محلي طالبانو به یې له ځمکې راشه(غله دانه) ترې وړې وه. په داسي حالاتو کې کرزی اړ و چې غبرګون وښيې او د خپلو خلکو لپاره یو څه وکړي. سید خپله یو عادي بزګر و، هغه له چا شره شخړې نه شوې کولای. هغه له کرزي څخه مرسته غوښتل، ان د هغه د تګ راتګ لګښتونه به یې هم ورکول. سید د کرزي د پیغام رسونکي په توګه باور پوخ کړی و.
عبدالغني ماما ته چې د کرزي خبره ور ورسېده هغه هم ومنله. هغه پوهېدی چې کرزی د خپل پلار روزلی شخص دی، او د کرزي پلار دې خلکو ته منلی او محتر مشر و. که څه هم کویټې ته تګ خطرناک و، خو بیا هم د د کلاګانو لویو دیوالونو د هغوی کړنې نه شوې پټولای، ځکه د محل خلکو هڅه کول چې د نورو په کارونو ځانونه پوه کړي. که به په کلي کې څوک نه و، نو خلکو به یې پوښتنې کولې چې چیرته دی. کوم کسان چې کويټې ته ور غوښتل شوي وو، یوه یې هم نه غوښتل خپل کلیوال پوه کړي چې هغوی کویټې ته د کرزي لیدنې ته ځي، ځکه کرزی د طالبانو د مخالف په توګه پېژندل کېده.
په پایله کې له سید سره عبدالغني ماما او اوه نور قومي مشران قانع کړل چې کويټې ته د کرزي د کتني لپاره ولاړ شي. ډېرو به یې له کرزي سره په کویټه کې د شپې کتل، تر څو ورسره په اصلي خبره سر خلاص کړي.
ډیر ښه کتاب دی ، ښه ژباړل شوی. که هر سرلیک لاندې شمیره ولیکل شي ښه به وي، مثلاً: یو سړی یو موټر سایکل (۱) او بیا همداسې هرې برخې ته شماره ورکړل شي.
مننه