دوهم څپرکی
د سپټمبر ۱۱مه او نوي فرصتونه
د سپټمبر په ۱۱مه کرزی د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې و، هغه په همدې ورځ د امریکا له سفارت څخه لیدنه کړې وه. ورور یې احمدولي چې تازه له امریکا څخه پاکستان راغلی و، اړیکه ورسره ټینګه کړه. کرزي ته یې پر تلویزون د کتلي پيښې خبره وکړه: “ یوه الوتکه د نیویارک په نړیوال سوداګریز مرکز کې ولګېده.´´
کرزی د پيښې په خبرېدو حیران شو، دا مهال هغه د ماښام د تفریح پر وخت و، څو شیبې وروسته هغه مسجد ته په لار کې و چې ورور یې یو ځل روسره اړیکه ټینګه کړه، هغه ورته د امریکا په دنګو ودانیو کې د بلې الوتکې د لګېدو خبره وکړه. کرزي په لوړ ږغ ورته وویل: “ دا د القاعدوو برید دی، دا پر امریکا برید دی!´´ د څو شېبو لپاره دواړو له یو بل سره خبرې وکړې: “ زړه ته مې نه لوېږي، حیرانوونکې ده.´´ احمد ولي ترې وپوښتل: “ دا څنګه ممکنه ده چې امریکا باندي په دومره استخباراتي قوت سربیره دا ډول بریدونه کېږي؟´´ دواړه وروڼه ډاډه و چې له دې سره نور د طالبانو د نسکورېدو وخت راغلی و. کرزي په تلیفون واورېدل چې ورور یې پر خپل امنیتي ساتونکي ږغ وکړ: “ د طالبانو کار نور خلاص دی.´´ کرزی او احمدولي پوهېدل چې په افغانستان کي لوی تغیرات راتلونکي وو، ویې ویل: “ اوس موږ د طالبانو پر وړاندي درېدلی شو، ځکه اوس موږ تر شاه یو قوت لرو. ´´
کرزي پېښور ته د تلو پلان ایسته کړ، پر ځای یې راتلونکې ورځ کویټې ښار ته ولاړی، پېښور بل لوی ښار دی چې د پولي تر څنګ پروت او پکې افغانان ډېر اوسي. کور ته له رسېدو سره یې وکتل چې ډېر پلویان یې راغلی وو او هغوی تمه لرل چې له کرزي هم څه واوري. هغوی پوهېدل چې کرزی نه یواځې د افغانستان په سیاست پوهېږي، بلکي د لویدیځ د پرمختګونو او نورو چارو په اړه هم معلومات لري.
راتلونکو ورځو کې د کرزي په کوټه کې مجلسونه او ناستې زیاتې شوې، اوس د هغه کوټې ته نه یواځې افغانان راتلل، بلکي بهرني ډيپلوماتان، د (سې ای اې) مامورین، بریتانویان او لویدیځوال ژورنالستان ورتلل. هغوی ټولو غوښتل پوه سې چې پر امریکایې خاوره د بریدونو پایلې به د افغانستان لپاره څه وي. کرزي هم د خپلو میلمنو پالنه کوله او هم یې په سړه سینه مرکې کولې. هغه له ژورنالستانو نه یوه ته په مرکه کې وویل: “ ما امریکایانو ته ددې ډول خطرونو په اړه له وړاندي ویلي وو، که یې پر وخت اقدام کړی وای، نن ورځ به امریکايي میندو او ماشومانو د خپلو کورنیو نږدې او خواږه غړي له لاسه نه وای ورکړي.´´ په عین وخت کې هغه د خپلو خلکو پر برخلیک خبرې وکړې، چې د طالبانو تر منګلو لاندي وو، هغه وویل: “ افغانان غریب خلک دي، هیچا ورته تر دې دمه پام نه دی کړي.´´
ژورنالیستان د کرزي او نورو افغان مشرانو په کورونو کرځېدل، هغوی غوښتل معلومات واخلي چې څه پېښدونکي و، په همدې ��هال ځینې هغه طالبان هم راتلل چې کرزي ورسره اړیکې وې چې حالات له نږدې و څاري. سید لا نه و توانېدلی چې ټول هغه کسان کویټې ته ور وغواړي چې کرزي یې غوښتنه کړې وه، له ځینو سره خو یې مخامخ کتلي هم نه و، د کرزي پیغام یې ورته د نورو کسانو پر مټ رسولی و. کرزي ته له ورغوښتل شوو کسانو څخه اووه تنه یې کویټې ښار ته ورغلل، په داسي حال کې چې په ځانونو یې خطرات منلي و. په دې کسانو کې یو هم ملا امام و، چې خپلو مقتدیانو ته یې په مسجد کې ویلي و چې ګڼي هغه د پښې له درده د کویټې ښار مشهور ډاکټر (وردک) ته ورځي.
کرزي په څرګندو ټکو د اروزګان څخه ورغلو اوو کسانو ته وویل چې په امریکا کې څه پېښ سوي و، او پر افغانستان به یې اغیز څه وي. د اروزګان خلکو پر امریکا د بریدونو انځورونه نه و کتلي. کرزي ورته وویل: “ په اروزګان کې طالبان ځواکمن دي، خو زه پوهېږي، دا هر څه به بدلون وکړي. موږ نور یواځې نه یو، لویدیځ به ملاتړ راسره وکړي. ما تاسو ته ویلي و چې یو څه بېښدونکي دي، دا هغه وخت راغلی او موږ باید پکې ونډه واخلو.´´ د اروزګان څخه راغلو خلکو ورته غوږ ایښی و، د کرزي خبرې ورته مناسبې او په زړه پورې وې، هغی ټولو په خپلو ږېرو کې ګوتې کشولې. د یوه رهبر یوه ښه ځانګړنه باید د ښو خبرو کولو توان وي، تر څو د خلکو پام ځان ته ور واړوي، په کرزي کې همدا توان و چې ښه وږغېږي او د خلکو پام ور خپل کړي. کرزي ورته د هغو کسانو، ملګرو، طالبانو او د طالبانو د پخوانیو ملګرو لیستونه ورکړل چې باید ورسره وګوري او هغوی خبر کړي چې کرزي په کوم ډول خوځښت لاس پور کړی و.
هغوی له وړاندي هم له کرزي څخه اوریدلي و چې په سویل کې به یو څه پېښ شي. هغه ورته ویلي و چې هغه به له کویټې څخه اروزګان ته ولاړ شي، او هلته به د طالبانو پر وړاندي ملیشه جوړه او جګړه وکړي، سم دم د یوه جنګسالار په څېر به مقاومت وکړي. کرزي له هغو خلکو سره هم اړیکې ساتلې چې فکر یې کاوه له ده سره د طالبانو پر وړاندي درېږي. پر هماغه مهال یې د امریکا د ملاتړ د تنظیم په اړه هم فکر کاوه. د کرزي له ډلې د یوه تر اوسه یاد دي چې کرزي به د لویديځوالو څخه د الوتکې غوښتنه کوله چې طالبانو رژیم پرې په څو بمونو ختم کړي. دا خبرې هغه مهال شوي وې چې په ۱۹۹۸ز کال کې القاعدوو په افریقا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونه وکړل.
د طالبانو د رژیم د بدلون نظریه د اروزګان خلکو ته د کرزي په خپله کوټه کې ورکول کېده. د طالبانو د واکمنۍ- ۱۹۹۴ز کال څخه مخکې د کرزي ملګرو په سیاست کې لاس لاره، ځینې یې قومي مشران، ځینې یې پولیس او ځیني ملیشه قومندانان وو. هغو له خپلو کوټو څخه کولای شول، په سیاستونو کې رول ولري.
پښتنو پر افغانستان واکمني لرله، خو د شوروي له ماتې- ۱۹۸۹ز کال وروسته یې په واکمنۍ کې ستونزې ولاړې شوې، برهان الدین رباني چې په خټه تاجک و، واک ته ورسېدي، پښتون رهبر ګلبدالدین حکمتیار چې د حزب اسلامي مشر او بنسټګر و، له شمالي ټلوالي سره سخت مخالفت وښود چې پکې تاجک، ازبک او هزاره دخیل و، رباني هم د خپلې څوکۍ ننګه کوله. د پاکستان په مرسته حکمتیار په کابل کې ارګ په سلګونو راکیتونو تر اور لاندي ونیوه، له دې سره افغانستان د کورنۍ جګړې خولې ته ولوېد. پر هماغه مهال یو له بل سره په جګړه بوخت و، د یو مرکزي حکومت د جوړېدو فکر له چا سره نه و. ډېرو افغانانو یو ځل بیا هغه حالتونه ولیدل چې دکابل په کوڅو کې له سپیو پرته عوام خلک نه ښکارېدل.
ددې هرج و مرج په ترڅ جان محمد خان په اروزګان کې واک ته ورسېدی، هغه د شورویانو پر وړاندي سخته جګړه (جهاد-ژباړن) کړې وه. ځکه نو په اروزګان کې د والي په توګه په ځای ټینګ و. جان محمد خان له هغو کورنیو څخه نه و چې د شوري د یرغل وړاندي یې څوکۍ په خپلو کې سره ویشلې وې. د اروزګان ځیني خلک وایې چې هغه په پخوا کې یو عادي لیکونکی و، خو په اصل کې جان محمد خان یو بډای سړی و، هغه په خپل کور کې وسلې هم لرلې چې هم یې له امریکایانو اخیستې وې او هم له روسانو ورپاتې وې. هغه له ترینکوټه روسان ایستلي وو، او د هغوی پاته شونې ټول دهغه په واک کې و، نو ځکه یې خپلو ملګرو ته په ورینه ټنډه هر څه ورکول. هغه مهال چې جان محمد خان د ارزوګان والي شو، د نورو قومي مشرانو پرې دا څوکۍ نه لورېده. هغو جان محمد خان ته په درنه سترګه نه کتل، او نه یې هم هغه ته د خان په نامه ویل. که څه هم هغه په خپل زور او وسلو واک ته ورسېدی، خو ګنګوسې داسي وې چې هغه د امریکایانو او د کرزي د کورنۍ پر مټ د اروزګان والي شو.
د نویمې لسیزې تر لومړیو د جان محمد خان قدرت ډېر محدود و، هغه یواځې د قدرت او پيسو په لټه و، نو ځکه یې د نورو قومونو ترمنځ انډول نه شو ساتلی. قومونو په خپلو کې واک لاره او پر خپل واک یې تکیه کوله، ولایتې حکومت ته یې پام نه کاوه. په دې ولایت کې ګرځېدل ځکه ستونزمن و چې پر هره لاره به ستونزې او ګواښونه موجود و. د قومونو ترمنځ د کیڼ او ښې خبرې زیاتې شوې وې، او د جان محمد خان د غچ لوری خپل کړی و. ډېرې وژنې ددې لامل شوې چې د جان محمد او د بارکزو د قوم له خلکو سره مخالفتونه پیدا شول. بارکزي د اروزګان په مرکز ترین کوټ کې زیات دي. د قومي اختلافاتو پر مهال ډېر کسان ووژل شوو، چې پکې یو هم د جان محمد خان ورور و، چې د نا معلومو کسانو له لورې ووژل شو. په دهراوت کې هم د دوو قومونو پر قدرت جګړه وه. د بابوزیو د قوم د دوو کسانو ترمنځ هم جکړه شوې وه. د یوه راکیټ وسلې پر سر د حاجي ودود او حاجي هاشم خان ترمنځ د ترینکوټ په شمال دیهرشان سیمه کې جګړه شوې وه. او د اروزګان په شمال کې د هزارګانو او پښتنو ترمنځ شخړې روانې وې.
له اروزګانه لږلیرې په کندهار کې د طالبانو یوه ډله سره یو ځای شوه، او په ۱۹۹۴ز کال کې مقاومت پیل کړ. طالبان په دې کارونو ډېر مخ کښ شول، یو دا چې په سپین بولدک کې یې د وسلو زیرمتون و موندی، دوهم دا چې د ددوهم لپاره یې له پاکستان سره د سوداګرۍ لار پرانیستل. د شاوخوا ولایتونو قومي مشرانو به کندهار ته سفرونه کول چې پوه شي طالبان څوک او څه یې کول؟ څه غواړي او څومره ځواک لري؟ د ارزوګان ولایت د پولیسو مشر عزیز صاحب زاده دوه ځله کندهار ته د حالاتو د معلومولو په موخه تللی و. هغه پوه شو چې طالبان په رښتیا سره په کندهار او شاوخوا سیمو کې یو ځواکمن قدرت کېدونکي وو. د بیلګي په توګه د الکوزو د قوم مشر ملا نقیب چې په اصل کې د کندهار د شمال څخه و، له طالبانو سره ملګری شو. ملا نقیب الله یو پخوانی نظامي قومندان و، هغه خپلې ټولې وسلې او تجهیزات طالبانو ته وسپارل. جان محمد خان کویټې ته پر لار و، چې عزیز ولیدل نور کسان هم له طالبانو سره یو ځای کېدل.
عزیز ډېر مشران پيژندل، او هغه پوهېدی چې له هغو څخه ډېریې داسي وو چې تر شا یې قومونه نه وو ولاړ، په طالبانو کې هم ډېر کسان داسي وو چې د قومي قوت پر اساس نه و رامنځته شوي، عزیز په خپله ملا محمد عمر هم یو تهدید نه باله. د عزیز په وینا چې ملا محمد عمر په قوم هوتک و او تر واک ته رسېدو وړاندي خلکو نه پيژانده. هغه په کندهار کې زېږېدلی و، خو په اروزګان کي یې هم ژوند کړی و. کله چې د ملا محمد عمر پلار و مړ، هغوی د ارزوګان لویدځو سیمو دهراوت ته کډه شول. عزیز ملا محمد عمر ته په درنه سترګه نه کتل او نه یې هم ویره ترې احساسوله، ځکه هغه فکر کاوه چې ملا محمد عمر له ځواکمن قوم څخه نه دی. د عزیز په وینا چې په دهراوت کې تر ټولو لږ مځکه چې لري هغه د همدا د هوتکو قوم دی. په دهراوت کې د خلکو زړه ته نه لوېدل چې ملامحمد عمر دي له خپل نوم سره د ملا کلمه ور اضافه کړې وي او واک ته دې رسېدلی وي. ملا محمد عمر په خپلو قوم کې درنښت لاره، ځکه هغه د روسانو سره د جګړې پر مهال یوه سترګه هم له لاسه ورکړې وه. عزیز او د هغه ملګرو بیا شک کاوه چې ښایې دهغه سترګه د جهاد پر مهال نه وي ژوبله شوې.
میاشتې لا نه وې تېرې چې طالبانو پر اروزګان هم کنټرول ولګاوه. د شورې له ماتې وروسته په نورو ولایتونو کې خلکو ته دا پوره جوته هم نه وه چې د اروزګان ولایت اصلي واکمنان څوک وو. پخواني خلک تښېدلي وو، او ځوانانو له جګړې پرته بل څه نه پېژندل. په همداسې وخت ټيټو خلکو هم کولای شول وزیران او یا هم رئیسان شوي وای. هغه چا کولای شوای واک ته ورسي چې یا به له امریکایانو سره جوړ و، او یا به یې له پاکستان سره اړیکې سمې وې.
ملا محمد عمر یواځنی کس نه و چې له اروزګانه د طالبانو په کرښو کې یو ځای شوی و، بلکي نور کسان هم وو چې له همدې ولایته یې په طالبانو کې ونډه اخیستې وه. د طالبانو د وخت د روغیتا او عدلې وزیران، د کندهار والي او نور ډېر قومندانان په اصل کې د اروزګان ولایت وو. ملا داد الله هم د اروزګان و، هغه د روسانو د جهاد پر مهال پښه بایللې وه، او کله نا کله به پر آس سپرېده. هغه په اصل کې د اروزګان ولایت د چهار چینو اوسېدونکی و. هغه د طالبانو د واکمنۍ د لسو پیاوړو مشرانو څخه یو و. د جان محمد وراره مطیع الله به دهغه تر لارښوونې لاندي کار کاوه. د ملا داد الله ورور هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یو پیاوړی قومندان و. ملا شفیق اخند هم د ملامحمد عمر له قوم څخه و او اروزګان ولایت د خیتځ اوسېدونکی و، هغه د ترینکوټ له پنځو پیاوړو مشرانو څخه یو و. په ترینکوټ کې خلکو داسي ویل چې له هغه سره د امریکایانو له لورې ورته ډالۍ شوي څلور سټنګر خوندي کړي وو. دا سټنګر وسلې امریکایانو د روسانو سره د جګړې لپاره ورکړې وې. د ملا شفیق او جان محمد خان ترمنځ لوی اختلاف و، ځکه نو شفیق د طالبانو ملګرتیا خپله کړه.
دا د طالبانو لپاره ستونزمنه نه وه چې ارزوګان ونیسي. جان محمد خان ته هم بله لار نه وه پاته او نه هم چا ورسره ملاتړ کاوه. د کرزي کورنۍ د پيغام له لارې پر هغه فشار راوړی و چې باید تسلیم شي، ځکه بله لار ورته پاته نه وه. هغه خپلو څاروي او هټۍ د طالبانو په واک کې ورکړې او خپله کور ته ولاړی. د جان محمد د پولیسو مشر هم د طالبانو پر وړاندي څه نه شول کولای، تر دې چې طالبان یې دفتر ور غلي و. هغوی ترې وسلې او د پولیسو موټر بیولي وو. د پولیسو د مشر زوی غوښتل له دفتره یو پسه بهر وباسي، خو طالبانو پرې نه ښود چې دا کار وکړي.
په لومړیو طالبانو احتیاط کاوه، هغوی له خلکو سره دوستانه چلن کاوه، او د مزاکرې او خبرو له لارې یې پرمختګ کاوه. په اروزګان کې د خبرو له لارې واک په کنټرول کې واخیست. په ترینکوټ کې یې د خپل قدرت اعلان د مسجد له لوډسپیکرونو وکړ. په مسجدونو کې یې جلسې هم ونیولې چې په ترڅ کې یې خلکو ته د سولي ډاډ ورکړ. هغوی وویل چې باید د اسلام لار تعقیب شي، روشوت، فساد، وژنې او نورې ورته ناوړه کړنې باید پای ته ورسي. موږ له جنګسالارانو او قومي مشرانو سره کوم څه کول په پام کې نه لرو، ولي تاسو باید خپل هیواد ته خدمت وکړئ. طالبانو هم د کرزي په څېر خپل استازي د قومي مشرانو او ولسي خلکو منځ ته ولېږل او خپل پیغام یې تر هغه ځایه ورساوه. د هغوی خبرې دوستانه او لنډې وې. د طالبانو پیغام وړونکو خلکو ته د هر څه په اړه ډاډ او ژمنې ورکړې. د خلکو په وینا چې د طالبانو له ورتګ سره د کوم چا پوزه هم نه ده وینې شوې. دوو کسانو له طالبانو سره مخالفت وکړ او له ترینکوټه ووتل، خو په پایله کې طالبانو ورته بخښنه وکړل.