دریم څپرکی

د جنګسالارانومنځ کې ډیپلوماټ

کله چې طالبان په ۱۹۹۴ز کال را پورته شول، کرزی په کویټې ښار کې پر خپل کور و. یو کال وړاندي یې له ولسمشر برهان الدین رباني او د ملي امنیت له رئیس محمد فهیم سره تر شخړې وروسته د بهرنیو چارو وزارت څخه استعفی ورکړې وه. پر کرزي تور لګول شوی و، چې ګڼي له حزب اسلامي سره یې اړیکې نیولي وې، او تر تحقیق لاندي و. ویل کېږي چې هغه په کابل کې د تحقیقاتو په یوه کوټه کې و، چې پر هماغه ودانۍ راکیټونه وتوغول شوو، په همدې ترڅ کې کرزي هڅه وکړه او له هماغه ځایه وتښتېدی، څه ژوبل شوی هم و، او پاکستان ته د ګلبدالدین حکمتیار پر مرسته اوښتی و. له دې پيښې وروسته هغه کویټې ښار ته ولاړ، او هلته یې له خپل پلار سره ژوند پیل کړ. هغه دېرش کلن و، که څه هم په پښتنو کې ځوانان په کم عمر ودونه کوي، خو کرزي لا واده نه و کړی. په بهرنیو چارو وزارت کې د کرزي د دندې پر مهال هغه ډيپلوماتیک پاسپورت اخیستی و، نو په راتلونکو وختونو کې یې هم له هماغه پاسپورته ګټه پورته کولای شول، او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې سفرونه کول.

حامد کرزي ته ځینو نږدې خلکو حامد جان هم ویل، هغه ډېرو خلکو نه پیژانده، خو په اسلام اباد کې د امریکا سفیر پېژندی. کرزي په خپله شبکه کې ځینې طالبان هم ساتلي و. ملا غوث چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر شو، د کرزي ملګری و. همدا ډول کرزي له ملا خیر الله خیرخوا سره اړیکې لرلې. هغه د هرات والي و، – وروسته بیا په ګونتنامو کې زنداني شو او دیارلس کاله ورسته له زندانه خوشي شو. کرزي د طالبانو له لومړي وزیر ملا محمد رباني سره هم پيژندل. ولسمشر نجیب الله هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ووژل شو. د کرزي په وینا چې ملا رباني په طالبانو کې یو لوستی او عصري مشر و، خو بیا یې هم په موجودیت کې ولسمشر نجیب الله ووژل شو.

په ۱۹۹۴ز کال په پاکستان کې کرزي لویدیځوال ډيپلوماتان هېښ کړي و، هغه به ډېر وخت سفارتونو ته تلی او هلته به یې د خپل هیواد د لانجې په اړه خبرې کولې، تر ډېره به هغوی ورته زیات وخت هم نه لاره. جرمنی ډیپلوماټ (نوربرټ هول) چې د سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د استازو مشر و، د کرزي خبرې اورېدې. حامد کرزي به د خپل هیواد د سولي په برخه کې خبرې کولې، هول به په ټوکو کې ویل چې د خبرو میز به تاریخي بڼه غوره کړي چې د افغانستان د سولي خبرې پرې وکړو، ځکه د تاریخ په اوږدو کې همدا کار نه دی شوی. ډیر ډیپلوماټان وایې چې کرزي په دې برخه کې ډېرې هڅې کولې، خو نورو افغانانو هم د لویدیځ د ملاتړ غوښتنه کوله. نوربرټ هال د کرزي په اړه وایې: “ هغه کس چې محدود توان یې لاره، بیا یې هم هره ورځ د نوو ابتکاراتو لپاره هڅه کوله.´´

په ۱۹۹۴ز کال کې د کرزي دریځ د طالبانو په اړه بل ډول و، هغه پر هماغه مهال له ډيپلوماټانو غوښتل چې له هغوی سره همکار وکړي. امریکایې ډيپلومات ریچارډ سمیت چې په پېښور کې د امریکا عمومي کونسل و، یاد لري چې کرزی یې دفتر ته ورتی، په وینا یې چې کرزي به ویل: “ هغوی منظم دي، هغوی څرګند لید لوری لري، د هغوی تکیه پر ډلو ټپلو نه ده، لکه اوس چې څه روان دي. زه فکر کوم چې کرزي فکر کاوه چې همدا سیستم به کار ورته وکړي. تاسو چې هر ډول رهبر اوسئ، خو ستاسو هیواد درته اړتیا لري. کرزی د هیواد د ښې راتلونکې په هیله و.´´ زه فکر کوم چې سمیت پر کرزي بد ګمان و، نو ځکه یې له هغه غوښتنه کړې وه چې له طالبانو سره ورته یو مجلس برابر کړي. په دې اړه سمیت وایې: “څه وخت وروسته کرزي له طالبانو سره مجلس برابر کړای شو. ´´ د سمیت په وینا چې طالبانو ورنه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو هغه ورته ویلي وو چې موږ په طرف کې نه واقع کېږو. کرزی په دې اړه بل ګام هم مخته تللی و، له خپل ملګري نوربرټ هال سره یې کتلي و، له هغه یې هم له طالبانو سره د مرستې غوښتنه کړې وه. هو د کرزي د رول په اړه وایې: “ هغه ډېر ځله روم ته سفرونه وکړ، تر څو له اعلیحضرت محمد ظاهر شاه سره وګوري، خو هغه به د خلیج په هیوادونو کې له طالبانو سرهم کتل. دې کار د هغه دوه ډوله کردار او پرستيژ ته زیان لاره.´´ کرزي دې ډول مشورو ته تر ۱۹۹۶ز کاله پام نه کاوه.

حامد کرزی په ۱۹۵۷ز کال په یوې شتمنې کورنۍ کې زېږېدلی. هغه درې مشران وروڼه (عبدالاحمد، قیوم، او محمود) او یوه مشره خور یې د فوزیې په نوم لري. د کرزي پلار عبدالاحد کرزی دپوپلزو د قوم یو دروند مشر و، هغه پر کندهار سربیره په اروزګان کې هم نفوذ لاره. د لنډې مودې لپاره د کندهار او اروزګان ترمنځ د یوې ولسوالۍ ولسوال هم تېر شوی و. خو په شپېتمو کلونو کې هغه کندهار خوشي کړ او کابل کې مېشت شو او هلته یې د سناتور په توګه کار پیل کړ. د حامد کرزي مور د کابل د پروان اوسېدونکې وه، هغه خدای بخښلې هم په خټه پوپلزۍ او له شتمنۍ کورنۍ څخه وه. د ولسمشر کرزي پلار په شپېتمو کلونو کې له یوې بلې میرمنې سره واده وکړ، هغه میرمن یې په اصل کې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکې وه. د حامد کرزي د خدای بخښلې مور او خدای بخښلې پلار ترمنځ د دوهم واده پر سر څه زړه بدي شتون لاره. د حامد کرزي پلار د هغه له زېږون لږ وخت وروسته بل واده وکړ. کرزی خپل پلار ته ګران و.

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له ۱۹۳۰لسیزې په افغانستان کې واک ته رسېدلی و. د هغه زوق له هنر سره و، که پاچاهي یې نه وای، نو ښایې د هنر ډګر لار یې تعقیب کړې وای. خو کله چې د اعلیحضرت پلار په ۱۹۳۳ز کال د هغه پر وړاندي ووژل شو، هغه د اړتیا له مخي پاچاهي ته ملا وتړله. هغه لا کشر و، خو حکومت هغه وخت هغه د اړیتا له مخي اتلس کلن او د خپل پلار ځای ناستی اعلان کړ. په افغانستان کې نوي پاچا ته هغه مهال پام ور واښت چې هغه یو عصري سړی و، په ښه موټر کې ګرځېدل او د میرمنو پر سر ورته وړوکي پړوني هم نادوده نه ښکارېده. محافظه کارو افغانانو ته له همدې کبله هغه بې دینه ښکارېده.

اعلیحضرت پریکنده کس نه و، ځینو افغانانو یې ددې کار ستاینه کوله. په داسي یوه هیواد کې چې مختلف اقوام او د مختلفو ژبو ویونکي اوسي، انډول پکې ساتل اړین کار دی. ډیپلوماټانو به هم د اعلیحضرت د نه پریکنده دریځ څخه سرونه ټکول. هغه اصلاحات چې پاچا غوښتل پر ځای یې کړي سست روان و. پر دې سربیره چې اعلیحضرت د فیصلو په کولو کې پریکنده دریځ نه لاره، خو د هغه دوره یوه سولیزه او له امنه ډکه دوره وه. دا هغه دوره وه چې ځوان لویدیځوال به د کابل په کوڅو کې په خپلو جامو او ړو پوړنیو کې ګرځېدل. خو پر هماغه مهال یو کمونیست تحریک په وده کې و، چې رېښو ته یې هر چیري د روسیې له لورې اوبه ور کول کېدې. په پایله کې اعلیحضرت په ۱۹۷۳ز کال د واک له ګډۍ څخه خپل د کاکا زوی هغه مهال لیرې کړ چې هغه روم ته په یو سفر تللی و. ـ(د یوې سولیزې کودتا پر مټ- ژباړن). اعلیحضرت پرېکړه وکړه چې په ایټالیا کې مېشت شي، په دې کار سره یې پلویان په غوسه وو. د اعلیحضرت د کاکا د زوی (سردار محمد داود خان-ژباړن) تر واک لاندي افغانستان یو جمهوري نظام اعلان شو، او له همدې سره پخوانۍ نسبتې سوله پای ته ورسېده.

د حکومت خلکو هغه مستریح ژوند چې لاره پای ته ورسېد، او د کرزي کورنۍ هم له دې کار سره لاس او ګریوان وه، ویل کېږي چې د حامد کرزي پلار زنداني شوی و. کله چې سره پوځ په ۱۹۷۹ز کال پر هیواد یرغل وکړ، ډېرو مخکښو کورنیو هیواد پرېښود، او د کرزي پلار کویټې ښار ولاړی، له کرزي پرته ټوله کورنۍ یې امریکا ته ولاړه، کرزي هیڅلکه په امریکا کې ژوند کولو ته زړه نه و ښه کړی، خو په دې خبره هغه کسان چې کرزي ته د امریکا ګوډاګی وایې، باور نه کوي. د مهاجرت د هغو اسنانو له مخي چې د کتاب لیکوال ته ښول شوي وو، کرزي دوه ځله په ۱۹۸۰ز او ۱۹۸۲ز کلونو کې د مهاجر په توګه د اوسېدو غوښته کړې وه، نه د دایمې تبعه په توګه. هغه د هندوستان په پلازمینه ډهلي کې دوه ځله د امریکا سفارت ته ور غوښتل شوی و چې پر همدې موضوع ورسره وږغېږي. خو داسي کوم شواهد نشته چې هغه دي د امریکا کوم پاسپورت ترلاسه کړی و. د هغه کورنۍ په ځانګړې توګه محمود کرزی حیران و چې ولي هغه له سفارت سره اړوند ملاقاتونه ونه کړل. محمود له کرزي غوښتنه کړې وه چې په امریکا کې و اوسي، خو هغه ورسره نه وه منلې.

په ۱۹۷۷ز کال کرزی هندوستان ته ولاړ،- د کرزي په پېژندنه کې ۱۹۷۸ز کال لیکل شوی چې غلط تاریخ ښيې. هغه پر هماغه کال طب پوهنځی پیل کړ، خو په دې برخه کې کار ونه شو کړای. هغه د ۱۹۹۸ز کال د دوبي په ازموینو کې ګدون ونه کړ او پاکستان ته یې سفر وکړ، ځکه یې لومړی کال تحصیل له ستونزو سره مخ شو.

د کرزي ټوله کورنۍ له هغه سره خوښه نه وه چې هغه دې واپس په ۱۹۹۸ز کال کې هند ته د سیاست د پوهنځی د لوستو لپاره ولاړ شي. حامد کرزي په اړه له خپلې کورنۍ سره مشورې نه کولې، پریکړه یې په خپله کوله. هغه هند ته د سفر په اړه له محمود سره هم خبرې نه وې کړې، که څه هم هغه ورته د د ژوند کولو لګښت هم لېږلی و. محمود ورته ویلي و چې د طب له لارې به وکړای شي چې د افغانانو لپاره خدمت وکړي. او په امریکا کې پرې ښه تخوا اخیستلای شي.

حامد کرزی امریکا ته د تګ پر ځای په هند کې په (هماشیل پرادیش) پوهنتون کې د سیاست پوهنځی پیل کړ، هماغلته یې انګریزي ژبه هم زده کړل. د همدې پوهنځی په لومړیو ورځو کې یې پاکستان ته سفرونه کول، نو ځکه به ډېره غیر حاضري ترې کېده. د کرزي کورنۍ ویل چې هغه د افغانستان روانو سیاسي حالاتو ته پام کاوه، چیري چې کمونستان پر واک و او د کرزي پلای یې هم یو ځل زنداني کړی و. ډېرو ځوانانو د کمونیستانو پر وړاندي مبارزه پیل کړې وه، د کرزي کورنۍ هم فکر کاوه چې هغه به هم ددې ځوانانو ترڅنګ ودرېږي. وروڼو به یې ورته ویل چې د لګښتونو په برخه کې باید له تدبیر څخه کار واخلي، ځکه هغوی ورته ډېرې پیسې نه شوې چمتو کولای. د کرزي ورور محمود چې د ولسمشر کرزي د ادارې پر مهال ډېر بډای شو، وویل: “ ما به کرزي ته ویل چې زه ډېر لګښت نه سم چمتو کولای. ´´

د محمود له طب پوهنځی سره جوړه وه، خو کافي پیسې یې نه لرلې چې لګښتونه یې پرې کړي. پر هماغه مهال هغه هڅه کوله چې د خپلو نورو وروڼو سره په ګډه په امریکا سم ژوند جوړ کړي. په ۱۹۸۰ز کال ولسمشر کرزي غوښتل له یوې نجلې سره په خپله خوښه واده وکړي، خو په دې اړه لا کره شواهد او معلومات نشته. د کتاب لیکوالې ته د کرزي د لیسانس درجې سند او د ماسټرۍ د څلورم سمستر اسناد ښول شوي وو.

کرزی د خپل پلار لپاره د ښې لاس و، هغه په ۱۹۸۳ز کال کې په ناببره توګه کویټې ته ولاړی. پر هماغه مهال د کرزي ورور قیوم پاکستان ته ورغلی و او غوښتل یې له جهاد سره مل شي. په ۱۹۸۲ز کال کې قیوم د کرزي لپاره هند ته یو لیک ور لېږلی و، پکې لیکلي یې و چې فکر یې نه کاوه چې امریکا دي افغانستان پرېږدي، ځکه امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې لرلې. د قیوم په وینا چې په جهاد کې ډېر کسان ولاړ و چې په خپله خوښه یې جهاد کاوه. خو په دې برخه د کرزي د کورنۍ رول پیکه و. له روسیې سره د مقاومت پر مهال نوي مشران را پیدا شوي وو، چې له پاکستان او امریکا څخه یې پیسې، وسلې او امکانات اخیستل. ګلبدالدین حکمتیار چې د پاکستان له لورې تمویلیدی، د افغانستان ډېره برخه تر خپل واک لاندي اخیستې وه. مولوي محمد نبي محمدي چې د اعلیحضرت د واکمنۍ پر مهال د ولسي جرګې غړی و، هم د جهاد پر مهال وسله واخیست او ډېرو پښتنو يې ملاتړ وکړ. یونس خالص بل مشر و چې د اعلیحضرت له واکمنۍ تښتېدلی و، او اوس یې د جهاد په کرښو کې فعالیت لاره، هغه په ۱۹۹۶ز کال د بن لادن و افغانستان ته په راتګ کې هم لاس لاره.

کله چې کرزی له هند څخه واپس راغی، هغه له خپل پلار سره د جهاد په برخه کې مرسته پیل کړه. دا چې خپل لګښتونه یې هم پرې کړي وای، هغه په پېښور کې په ای ار سي انګریزي ژبې ښوونیز مرکز کې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. د ځینو سرچینو په حواله چې هغه په کویټه کې هم په امریکایې ښوونیز مرکز (امریکن سنټر) کې د ښوونکي په توګه دنده لرله. پر هماغه مهال هغه یو عام ځوان ښکارېده، چې په کویټې ښار کې به پر بائسکل ګرځېدی. د ژبنې مهارتونو او د پلار د سیاسي پیاوړتیا له کبله هغه د جهاد په لیکو کې اړین ځای پیدا کړ. هغه به د افغانستان اړوند په پاکستان کې په لویدیځو سفارتونو کې د ژباړن په توګه کار کاوه، له ژورنالستانو سره به یې مرکې، او ورته کارونه هم سمبالول. دا طبعې وه چې هغه باید له د سیاسي ډلو سره په پاکستان کې فعالیتونه پیل کړي وای. هغه د دوو هغو وړو سیاسي ډلو ترمنځ راغلی و، چې امریکا ته یې ډېر تمایل لاره.

پاکستان او امریکا جهادي ډلو ته پيسې او وسلې ورکولې، او هغوی د شوروي پر ضد جهاد کاوه. په حقیقت کې کرزي د شوري پر ضد د جهاد لپاره د بهرنیو مرستو په برخه کې ډېر اړین کردار ادا کاوه. هغه په کويټه کې خپل دفتر پرانستی و. دا چې د هیواد په ختیځ کې جګړې زور اخیستی و، او کرزي ته د کندهار او ارزوګان په برخه کې مرستې ورکول کېدې تر څو جهاد پر تقویه کړي. هغه د جهاد پر مهال جګړیزو کرښو ته هم سفرونه کول، د جان محمد خان په څېر خلکو سره به یې کتل، تر هغه چې دومره ملګري یې وموندل چې په ۲۰۰۱ز کال کې په ښه ورغلل. هغه به په موټرو کې کندهار او ترینکوټ ته غذايې توکي ور لېږل. دا چې د کرزي له غرب سره اړیکې جوړې وې، نو ځکه یې د جهادي مشرانو ملاتړ هم خپل کړی و، ان حزب اسلامي هم هڅه کوله چې له کرزي سره یې اړیکې ښې وي. هغه همدارنګه د ژوبلو مجاهدینو د هوا له لارې په لېږد کې مرسته کول چې به بهر کې به یې درملنه کېدله.

بیا هم د کرزي کورنۍ د شوروي ضد جهاد پر مهال ډېره نه وه مشهوره. کله چې په ۱۹۸۹ز کال کې سره پوځ افغانستان خوشي کړ، د پوپلزو په قوم کې د څوکۍ طلبۍ هڅې پیل شوې، دا چې کرزی حاضر نه و، نو ځکه امیر لالي په کندهار کې لوړه دنده واخیسته. امیر لالي د کرزي نږدې کس د پیسو او وسلو پر سره په څپېړه وواهه. په افغاني کلتور کې دا دول کړنه یو ډول سپکاوی دی. د کرزي کورنۍ و واک ته د رسېدو د هڅو په لړ کې ډېره تکیه پر ارزوګان ولایت او پر خپل قوم کوله، چیري چې د د کرزي ملګری جان محمد خان په واک کې و. د کرزي او جان محمد خان له هماغه مهاله ملګرتیا پیل شوې وه. هغه مهال یې ملګرتیا نوره هم ټينګه شوه، که چې په اتیایمو کلونو کې جان محمد خان کرزی له مرګه وژغوری. ددې دوو کسانو ترمنځ ملګرتیا په اصله کې د امیر لالي له څاپېړې سره نوره هم ټینګه شوه. کله چې جان محمد خان په ۲۰۰۰ز کال د طالبانو له زندانه خوشي شو، کرزي ورسره یو ځل بیا له نږدې کار پیل کړ.

که څه هم له کندهاره ډېرو خلکو هڅه کوله چې په واک کې راشي، خو بیا هم کرزي په پلازمینه کابل کې په کابینه کې ځان ته دنده پیدا کړه. دا مهال د هغه د نده د شمالي ټلوالې تر رهبرۍ لاندي وه، هغوی خپله رهبري له افغانستان څخه د شوریانو له وتو وروسته اعلان کړه. که څه هم د حامد کرزي د پلار له موجوده رهبرانو سره نه وه جوړه او د کرزي له دندي سره یې مخالفت ښوولی و، خو بیا هم حامد کرزي په افغان کابینه کې دنده واخیسته. هغه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین و. که څه هم په کابینه کې یوه کلیدي څوکۍ نه شو ورته ویلای، خو کرزي یې پرمټ یو ډيپلوماټیک پاسپورټ اخیستلای شو. د هغه د ندې ډېر دوام ونه کړای شو، ځکه د هغه برهان الدین رباني سره ورانه شوه. کله چې په افغانستان کې کورنۍ جکړه پیل شوه، هغه د خپلې واکمنۍ چاړه په اوبو کې کتله.

کله چې طالبان په ۱۹۹۴ز کال د افغانستان د سیاست پر دریځ راڅرګند شول، د کرزي ورته نوی هیلې ژوندۍ شوې. له بله اړخه د کرزي کورنۍ د طالبانو نوي تحریک ته ځکه لبیک وایه چې ګڼي پر مټ به یې امیر لالی ووهي، ځکه هغه د طالبانو پر وړاندي ولاړ و. کله چې امیر لالي کندهار ښار ته نږدې جګړه بایلل، او طالبانو یې ورته یو ملګری هم ځوړوند کړی و، هغه نور ایران ته په تېښته بریالی شو. د امیر لالي ځیني ملګري او پلویان د کرزي له ملګرو او کورنۍ سره یو ځای شول، هغوی فکر کاوه چې د کرزي کورنۍ به د طالبانو په واکمنۍ چې ښه رول ولري. کرزي خپلې وسلې، تجهیزات او پنځوس زره امریکایې ډالر نوو رهبرانو ته ورکړې.

دا چې کرزي له طالبانو سره ملاتړ کړی، د هغه په بدل کې کرزی د طالبانو په استازیتوب د ملګرو ملتونو سازمان ته د هغوی د استازي په توګه معرف شو. دا نو د هغه د نیکۍ په بدل کې د طالبانو ورسره نیکي وه. د حامد کرزي پلار عبدالاحد کرزي هم په کویټه او هم کندهار کې د مجلسونو اوغونډو له لارې د خپل قوم اړوند طالبانو ملاتړ کاوه. د طالبانو په لیکو کې د پوپلزو د قوم مشرانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې کرزي ته د طالبانو د استازي دنده ورکړي، خو کرزي لا د ملا محمد عمر او نورو طالب مشرانو اعتبار لاسته نه و راوړی. کرزي خپل ورور احمد ولي کندهار ته ولېږی او هغه هلته له ملا یار محمد ( پوپلزی) او ملا غوث ( پوپلرزی) سره وکتل. له هغوی یې غوښتنه وکړل چې کرزي ته اجازه ورکړي چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازیتوب وکړي. دواړو ورته وویل چې د ملا محمد عمر دا کار خوښ نه و. بل په همد اړه ملا غوث ورته وویل چې د ملا محمد عمر تر کرزي د طالبانو له کرښو کوم بل څوک خوښ دی. خو بیا هم په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د کرزي په اړه یو لیک تیار کړای شو، تر څو یې پر مټ حامد کرزی ملګرو ملتونو ته معرفي کړای شي. په دې اړه د بهرنیو چارو د هغه مهال ، هغه مامور راته وویل چې لیک یې لیکلی و: “ هغه لیک تر پایه نیویارک ته ونه لېږل شو، ملا محمد عمر پر کرزي اعتماد نه لاره، ځکه کرزي له بهرنیانو سره ډېرې اړیکې لرلې.´´ له بل لوري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم پر کرزي باور نه لاره. هغوی فکر کاوه چې کرزی له د سې ای اې لپاره کار کاوه.

د ۱۹۹۶ز کال په پای کې ولسمشر کرزی پوه شو چې نور د طالبانو په استازیتوب ملګرو ملتونو سازمان ته د استازي په توګه نه شي تلای. کرزی واشنګټن ته ولاړی او هلته یې د بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې امریکا د لوستو افغانانو لاس ونیسي او له هغوی سره همکاري وکړي. هغه وویل: “ د طالبانو د کمزوري کولو لپاره د امریکا ملاتړ یواځنۍ لار ده. ´´ دا څرګنده وه چې د پوپلزیو مشرانو په طالبانو کې واک له لاسه ورکړی و، نو ځکه کرزي هڅه کول چې څه لاسته کړي. د کرزي لپاره نور طالبان د یوې نالوستې ډلې په توګه پېژندوی و، هغه ویل چې هغوی د نړیوالې ټولنې سره د نږدې کېدو لپاره کومۍ پالیسۍ نه لري، ځکه هغوی د محافظه کارۍ جامې په ��ن وې. که څه هم یوه امریکا یې سفیر کرزي ته ویلي و چې له طالبانو سره به خبرې وکړې، خو هغه ورته ویلي و چې امریکا به یوه افغانۍ ډله هم د جګړې په موخه تقویه نه کړي.

د کرزي پلار خپل زوی (کرزي) ته په دې په غوسه و چې ولي یې ورته چاري په مخ وړلې. د کرزي د کورنۍ نږدې خپلوان وایې چې مشر کرزی د حامد کرزي په دې ډول کارونو ډېر تنګېده. هغه غوښتل کرزی له هر چا سره ملګرتیا وکړي، له امریکا، پاکستان، طالبانو، پخوانیو جنګسالارانو، او له شاهي کورنۍ سره چې لا په روم کې وه. امریکایې سفیر ریچارډ سمیت وویل چې امریکایانو سره اړیکې حامد کرزي سمې کړې وې، نه د کرزي پلار (مشر کرزي). سفیر وویل: “مشر کرزي سره مي ځکه خبرې نه کولې، چې هغه راته نه راتی. ´´ کرزي به په کويته ښار کې هم له ځواکمنو سیاسي مشرانو سره د خپل پلار په نه شتون کې لیدنې کولې. ویل کېږي چې د کرزي او خپل پلار ترمنځ به ورځ تر بلې پر ورته کړنو مناسبات خرابېدل، هغه نه غوښتل کرزی ورته کړنې ترسره کړي.

د کرزي سازمان (د افغانستان د چاپیریال پوهاوي فدراسیون) په نوم قیوم کرزي په نویمو کلونو په پیل کې پرانیستی او په کندهار کې یې دفتر لاره. یو ځل بیا په طالبانو کې پوپلزو مشرانو ملا یارمحمد او عبدالجلیل له دوی سره همکاري کوله، هغوی ورته ویلي و: “ تاسو ته دلته اوسېدلی شئ، مه وارخطا کېږئ.´´ دې سازمان د ډېرو پروژو په برخه کې له طالبانو څخه ستاینلیکونه تر لاسه کړي وو. د کتاب لیکوالې ته ددې سازمان اړوند ځینې اسنادونه ښول شوي وو چې پر مټ یې لیکواله پوه شوه چې احمد ولي به هم خپل ډېر وخت په کندهار کې تیراوه، او هغه به په کندهار او اروزګان کې د پوپلزو په سیمو کې پروژې تطبیقولې. دا لا څرګنده نه ده چې کرزي ولي د خپل قوم لپاره کار کاوه، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یو طالب قومندان ملا غوث ته هم یوه پروژه ورکول شوې وه چې هغه په خپله سیمه چهار چینو کې تطبیق کړله. د کرزي سازمان ته نړیوال روغتیایې سازمان او د ملګرو ملتونو نورو پرورګامونو پیسې ورکولې. دا ټول هغه څه و چې د کرزي پر مټ ترسره کېدل، هغه به په اسلام اباد کې لویدیځو سازمانونو ته ورتی.

دا چې کرزي له خپل قوم سره په پرمختیایې پروګرامونو کې هم مرستې کولې، هغه په سیاسي لحاظ ډېر فعال شو. تر هغه وروسته چې هغه د ملګرو ملتونو سازمان لپاره د طالبانو د سفیر په توګه ونه منل شو، د طالبانو له رهبرۍ په ځانګړې توګه له ملا محمد عمر سره د کرزي اختلاف زیات شو. تر هغه وروسته چې په ۱۹۹۸ز کال په نیروبي او داری اسلام؟ کې د امریکا پر سفارتو��و د القاعدوو له لورې بریدونه وشول، له هغو امریکایانو سره د کرزي اړیکې نورې هم ټینګې شوې چې غوښتل یې د اسامه بن لادن په روړاندي ملګري پیدا کړي. هغه له اروزګانه خپل ملګري قومي مشران کویټې ته ور وغوښتل او له هغوی سره یې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې وکړې. کرزي پخوانیو مجاهدینو ته چې د طالبانو له لورې د هیواده شړل شوی وو، ویزې واخیستې چې په فرانکفورټ، اسټانبول او امریکا محتده ایالاتو کې کتنو ته ولاړ شي. په ۱۹۹۸ز کال کې ۲۰۰ افغانانو په جرمنې کې په یوه کنفرانس کې ونډه واخیسته. دې کنفرانس ته د طالبانو استازي هم ور غوښتل شوي وو. کرزي او نورو افغانانو به د طالبانو او القاعدوو په اړه خبرې کولې، ډېرو افغانانو د طالبانو رژیم ته د پردیو د لاس رژیم ویل. طالبان په دې ډول کنفرانسونو کې د ګدون لپاره تیار نه وو. د پخواني باچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه استازی په وار وار کندهار ته ولاړل او له طالبانو سره یې خبرې وکړې، خو کومه پایله یې لاسته نه کړل. په ۱۹۹۹ز کال تر هغه دوه میاشتې وروسته چې د حامد کرزي مور د سرطان ناروغۍ له کبله ومري، دهغه پلار هم ووژل شو. د کرزي پلار تازه له امریکا راستون شوی و، هغه په کويټه کې مسجد ته په لار و چې د دوو موټر سیکل سپرو کسانو له لورې په ډزو ووژل شو. که څه هم د کرزي کورنۍ او رسنیو د هغه وژنه پر طالبانو تاوانوله، خو دا تر پایه پوره څرګنده نه شوه، چې هغه چا وواژه. د هغه خدای بخښلې جنازه کندهار ته ولېږل شوه، کرزي ته هم د مرګ ګواښونه شوي و، هغوی جنازه په پټه اړوند پلرنۍ هدیرې ته یوړه او د جنازې امنیت یې هم هغو طالبانو ساتلی و چې له کرزي یې اړیکې لرلې. خو بیا هم طالبانو د کرزي د سازمان دفتر محاصره کړی و، اوغوښتل یې چې هغه ونیسي، هغه ددې خبرې په اورېدو، ژر جنازه پرېښوده او کویټې ته یې ځان ورساوه. د احمدولي اړیکې په کندهار کې ښې وې، نو ځکه بیرته هماغلته پاته شو.

د کرزیانو په کورنۍ کې ددې ډول مخالفتونو راپیدا کېدو سره، د کرزي د پلار د ناسکه ورور وژل کېدل و، د کورنۍ د یو بل غړي یار محمد له لورې. دې ناوړه پېښو کورنۍ په منځ کې درځ(بېلتون) پید کړ، دا درځ لا تر ننه احساسېږي.

کرزی به په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په ډېر وختونه ورتی، کله به ورسره جان محمد خان او د اروزګان او کندهار ملګري او دوستان هم ورسره وو. هغو د امریکا سفارت ته ویل چې، غوښتل یې له اروزګان څخه د طالبانو پر وړاندي وسلوال مقاومت پیل کړي، هسي چې د شوریانو پر وړاندي یې کړی و، او پکې بریالي شوي هم وو. روسانو د طالبانو پر ضد شمالي ټلوالې سره همکاري کوله، ایران هزاره قوم سره د طالبانو پر وړاندي همکاري کوله. د کرزي او ملګرو په وینا چې امریکایانو باید د افغانستان په سویل کې ورته څه کړي وای. د جان محمد خان پلان لا څرګند نه و چې هغه طالبانو ونیوی او زندایې کړ، د کرزي په ملاتړ په سویل کې پرهمدې برخې کار روان و.

په ۲۰۰۰ز کال کرزي له شمالي ټلوالي سره اړیکه ټینګه کړه. دا یو غیري عادي حرکت و، ځکه دهغه تاریخ له ټلوالې سره معلوم و، په پښتنو کې دا څرګنده وه چې له پښتنو پرته هزاره، تاجک، او ازبک نشي کولای په افغانستان کې واکمن شي. خو د کرزي دريځ دا مهال توپیر لاره، هغه خپل دريځ د نورو پر وړاندي پرانیستی و، د ټلوالي له مشر احمدشاه مسعود سره یې هم د دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې وې. کرزي ډېر لومړیتوب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ملاتړ ته ورکاوه چې په نیویارک کې یې همدا هڅې کولې، که څه هم مسعود له دې کار سره په خلاف و. که په رښتیا سره یو نظامي قومندان و، خو ملګري یې په قاچاق کې په لاس لرلو تورن وو. د بشر حقوقو پر ضد کړنې یې ثبت شوې وې. کرزي له شکمنومشرانو سره اړیکې لرلې، هغه به له ځینو خلکو سره په یواځې توګه هم اړیکې ساتلې، دا هغه کسان و چې د ۲۰۰۱ز کال ورسته د کرزي په حکومت کې ځای پر ځای کړای شول. د بیلګي په توګه یې ازبک مشر رشید دوستم یادولی شو. هغه په کابل کې په کورنۍ جګړه کې ونډه لرله، او دطالبانو څخه په تېښته بریلی شو. بل کس اسماعیل خان و چې د طالبانو د واکمنۍ وړاندي د هرات والي و، هغه د طالبانو له ډېر وخت زندانه په تېښته بریالی شو او ایران ته ولاړی. بل هزاره مشر کریم خلیلې و، که څه هم یې په بامیان کې رسوخ لږ و خو بیا هم یو مخالف ګڼل کېده. بل کس حاجي قدیر و، هغه په اصل کې له ننګرهار څخه و، هغه یو سیاستوال او قوي مشر و، هغه له ځانه ملیشه کسان لرل.

د کرزي له ډيپلوماتانو سره هم اړیکې وې، هغه لوستی او په انګریزې ژبه یې هم روانې خبرې کولې، د هر نوي کال په رارسېدو سره به یې له سفیرانو څخه د مبارکي کارتونه ترلاسه کول. په افغانستان کې د کرزي دريځ بل ډول و، هغه له مجرمینو او نورو قوي مشرانو سره اړیکې ساتلې. هغه پوهېدی چې دې کسانو ته یې اړتیا وه، هغه له مسعود سره خپله مطالعه شریکه کړې وه چې څنګه کولای سي د طالبانو پر وړاندي وسلوال مقاومت وکړي. مسعود د القاعدوو په اړه ټول معلومات سي ای اې ته لېږلي وو، خو د مسعود لومړیتوب طالبان و چې باید نابود شي. هغه پلان لاره چې په شمال او سویلي کې د طالبانو پر وړاندي وسلوال مقاومتونه پرانیزي. څنګه چې طالبانو ددې خبرو په اورېدو مخالفتونه څرګند کړل، مسعود به یې پروړاندي سخت ملیشوي وسلوال مقاومت کاوه. دا هم په پلان کې وه چې اروزګان هم په وسلوال مقاومت کې دخیل کړي. مسعود له وړاندي پوهېدی چې په کندهار کې مستقیم مقاومت پیلول یې انتخاب نه و. دوی پر دې هم خبرې کړې وې چې څنګه کولای شي جان محمد خان له زندانه خوشي کړي. دا اړینه وه چې هغه د مسعود له مقاومت سره یو ځای شي. دوی پر دې موافقه وکړل چې د کرزي د اروزګان ملګري به له پنجشیر درې څخه کار پیل کړي، دا سمیه لا د طالبانو لاس ته نه وه لوېدلې،- د پنجشیر دره ښکلې او شنه ده. له هغه وروسته به د مسعود په ملاتړ دا کسان په سویل کې چې ښایې د اروزګان سیمه به ورته ټاکل شوې وه جګړه پیلوي او بیا به د کندهار پر لور حرکت وکړي.

د امریکایانو ډېره پاملرنه د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته وه چې د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې یې خپلې کړنې له ۱۹۹۶ز کاله ترسره کولې. بن لادن هغه کس و چې د نیوروبي، دار السلام او د امریکا پر سمندري ځواک باندي یې بریدونه کړي وو. امریکایانو کرزي ته په دوامداره توګه ویل: “موږ اسامه بن لادن غواړو. تاسو باید له طالبانو سره د هغه د سپارلو په اړه خبرې وکړئ. ´´ د کرزي ځواب ورته دا و چې له طالبانو سره خبرې نه بریالۍ کېدونکي دي. د بن لادن کورني هیواد سعودي عربستان له طالبانو وغوښتل چې بن لادن په لاس ورکړي او ۴۰۰ میلیونه ډالر یې هم ورته په بدل کې وړاندیز کړل. که څه هم له دې خبرو وروسته طالبانو په خپلو کې پر دې کار خبرې وکړې، خو پایله دا راووته چې هغوی د اسلامي دود او میلمه پالنې له مخي خپل مسلمان ورور نشي تسلیمولای.

که څه هم پر دې خبره د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې اختلاف و، خو امریکایانو له طالبانو سره د خبرو لار خوښه کړې وه. د طالبانو د رژیم د بدلون لپاره کوم پلانونه نه وو. لا هم کرزی له امریکایانو سره لاس او ګریوان و، هغه په دې اند و چې له امریکا پرته بل څوک په افغانستان کې د بدلون فرصت نشي برابرولای. خو دا کار یې له غبرګونونو سره مخ و. افغانستان د امریکا په اجنډا کې نه و، څه چې پاکستان له افغانستان سره کول، امریکا ورته څه نه ویل. امریکایانو به کرزي ته ویل: “تاسو لوستی کس یاست، خو تاسو ولاړ شئ او له طالبانو سره معامله وکړئ ´´ کله چې په ۲۰۰۱ز کال کې د کرزي ویزه پای ته ورسېده او پاکستان ورته نه تمدیدوله، په دې وخت کې له کرزي سره یو ځل بیا امریکا همکاري وکړه. کرزي وویل: “زه فکر کوم په هماغه لانجه کې امریکا مداخله وکړه او پاکستان ته یې وویل چې ما له خپلې خاوري ونه باسي. زه نه پوهېږم چې څومره اغیز به یې لرلی وي. ما امریکایانو ته وویل چې زما ویزه نوره ختمه ده، که همکاري کولای شي. زه ډاډه یم چې هغوی به په دې اړه څه کړي و. ´´

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *