شپږم څپرکی

د طالبانو تر واکمنۍ لاندي سیمې څخه، پر موټرسیکل تېرېدل

د عبدالغني په کلا کې کسان ناست وو. ماشومانو لوبې کولې. د خلکو ترمخ د چای چټلې پیالې پرتې وې. هره ورځ به دلته خلک سره غونډل تر څو له نوو خبرو خبر شي، او یا هم په خپلو کې د کومي ستونزي لپاره حل لاره و مومي. دا ځل خبره بل ډول و، دا ځل ورځ نه، بلکي شپه وه، عبدالغني د کلا ور بسته کړی و، تر څو یې ږغونه څوک وانه وري. پردیو ته اجازه نه و چې کلا ته ننوزي. د کوټې ور هم بسته و. ښایې خلکو به خبرې کولې چې ولي یې د کلا ور بسته کړي وي.

محمد شاه د عبدالغني په کور کې په یوه نیمه روښانه خونه کې استوګن و. هغه له کویټې تازه راغلی و، او له خپل پخواني ملګري یې ملاتړ غوښت. ژر څرګنده شوه چې د هغوی پر وړاندي ستونزې وې. عبدالغني چې خبر شو محمد شاه یې دروازې ته راغلی و، زړه یې و چې هغه بیرته له دروازې رخصت کړي، خو مشر ورور یې هغه پرې نه ښودی چې دا کار وکړي. غني یې هم خبره ومنله او محمد شاه یې کورته ور تېر کړ، او د چای پیاله یې ورته ډکه کړه. اوس د کرزي خاص کس چې ورته یې د ښې لاس په توګه حیثیت لاره کلي ته رارسېدلی و، دا څرګنده وه چې کرزی په خپلو چارو کې جدي و. غني لا په خپلو پلانونو کې شک لاره، خو په دې پوهېدی چې له پېښې تېښته نشته. محمدشاه چې له کویټې څخه یې له ځان سره خبرې راوړې وې، غوښتل یې پر راتلونکو پلانونو ورسره وږغېږي. غني نه غوښتل له پلانونو یوه ته هم غوږ شي. خو محمد شاه ورته په ډډ کندهاري ږغ په وار وار وویل: “ کرزی غواړي په وسلوال مقاومت لاس پورې کړي، او تاسو باید دهغه ملاتړ وکړئ. ´´

محمد شاه په کلا کې ټولو خلکو ته پالیسي تشریح کړه. هغه ورته پیسې ونیولې او ویې ویل: “ تاسو په خپله دا کار مه کوئ، بلکي همدا پیسې د ځوانانو د استخدام په موخه درکول کېږي. ستاسو کسان باید وطني او صحرایې سیمو ته ولېږئ چې نور دوستان، ملګري او کسان خبر کړي چې کرزي سره نوي پلانونه دي.´´

محمد شاه وویل چې له وړاندي کرزي ویلي و چې پیغام یې باید په ټول ولایت کې کلیو او بانډو ته ولېږل شي او خلک باید ترې خبر شي، خو له بده مرغه چې هغه پیغامونه لا نه دي لېږل شوي. هغه لا خپل تلیفون نه و چالان کړی، تلیفون یې په پوښ کې په بله وړه خونه کې پروت و. دلته په کوټوال کلي کې خلکو په پخواني ډيپومات ډېر باور نه لاره چې وسلوال مقاومت دي وکړي. په کويټې کې ډېر خلک د سپټمبر د ۱۱مې په پایلو پوهېدلي وو، خو په اروزګان کې لا خلکو ددې پېښو پایلې نه وې درک کړي. هغوی سخت وختونه تېر وکړی و خو د افغانستان لپاره د امریکا کوم پلان ورته جوت نه شو. هغه د خلکو په منځ کې پیسې وویشلې او هغوی په خپلو کې لوټونه سره تقسیم کړل. ددې لپاره چې د خلکو سم تعهد واخلي، محمد شاه خان ورته قرآنکریم مخي ته کړ، دا سپېڅلی کتاب د موافقو لپاره معنوي تضمین کولای شي. قرآنکریم یې د کوټې په منځ کې کېښود او محمد شاه پر خلکو ږغ وکړ چې لاسونه پرې کښېږدي. هیچا هم له دې تعهد څخه انکار ونه کړ. د ټولو مخي ته د چای پیالې پرتې وې، او خلک دنګ ناست وو. هغوی ټولو پر دې سپېڅلي کتاب لاسونه کېښودل، او د کرزي سره یې د وفادارۍ او دهغه د راتلونکو پلانونو سره د ملاتړ ټینګ تعهد وکړ.

څو ورځې وروسته خلکو د عبدالغني په کلا کې پر قرآنکریم لاسونه کېښودل. له اسمانه د امریکایې عملیاتو څرک څرګند شو. د ۲۰۰۱ز کال د اکټوبر په اوومه نیټه ۸:۱۰ بجې عملیات پیل شول. ځینې داسي اندېښنې موجودې وې چې کله به برید وشي. په شمال کې د سي ای اې میشت ټیم له واشنګټن څخه تمه لرله چې ژر عمل وکړي. د طالبانو او القاعدې مشران پاکستان ته یو په بل پسې تښتېدل. په دې وخت کې لږ ځنډ رامنځ ته شو، پر همدې مهال پاکستان هڅه وکړه چې ملا محمد عمر وهڅوي چې بن لادن امریکا ته په لاس ورکړي. په عین وخت کې د سي ای اې پر لاس باندي ملا محمد عمر له واشنګټن سره خبرې پیل کړې او په محرمه توګه یې هغوی ته وویل چې اسامه بن لادن به دریم هیواد ته تسلیم کړي، خو واشنګټن ورسره په دې موضوع کې نور ملاحظات ونه منل. دوه ورځې پاکستان او طالب مشران په خبرو کې وو. امریکایانو په دې اړه امید لاره. د مشرف د لوړو کسانو له لورې ملا محمد عمر راضي نه کړای شو، هغوی ورسره مخالفت وښود، او هغه ته یې وویل چې باید د امریکا یرغل ته تیار اوسي. په ای ایس ای کې هم دننه پر همدې موضوع اختلافات وو. ځینو له امریکایانو سره همکاري کوله، ځینو نورو یې لوی موټرونه له وسلو او تجهیزاتو ډک کندهار ته لېږدول تر څو طالبان پرې تقویه کړي.

په پایله کې د اکټوبر په ۷مه نیټه پر ۳۱ ځایونو هوایې بریدونه وشول. امریکایې پوځ غوښتل د طالبانو او القاعدوو ستراتېژیک موقیعتونه لومړی په نښه کړي. دا ستراتېژيک موقیعتونه تر ډېره په کابل او کندهار کې وو. عملیاتو له دوو ځایونو سرچینه اخیسته یو د امریکا یو ایالت میسوري او بله د هند سمندر له برتانوۍ جزیرې څخه. سمندري ځواکونو افغانستان په مزایل راکیټونو په نښه کاوه. انګریزانو کندهار په نښه کړی و، هغوی د طالبانو اړین ځایونه لکه هوایې ډګر او د القاعدوو تریننګ مرکزونه په نښه کړي وو.

په راتلونکو لږو ورځو کې کرزي پریکړه وکړه چې اروزګان ته ولاړ شي. خلک یې په کویټه کې پاته شوو، هغوی نه پوهېدل چې په ټوله کې څه روان و. کرزي یوه ریپورټر ته وویل چې ګڼی هغه کراچۍ ته روان و. ځینو ته یې ویلي و چې روم ته ځي. خو ژورنالیستانو د سویل لور ته غوږ ایښی و. طالبانو پر همدې مهال ویزې هم نه ورکولې. په شمال د شمالي ټلوالي تر څنګ ژورنالستانو کار کولای شو، خو په سویل او ختیځ کې ورته کار کولو ستونزمن و. د امریکا ولسمشر بوش ویلي و چې د ترهګرۍ پر وړاندي جګړه به د څه وخت لپاره پټه روانه وي.

د کرزي د تګ لپاره چمتوالی نیول شوی و، څو اونۍ وړاندي کرزي د محمد شاه یوه ملګري ته چې حاجي منډ نومېده ویلي و چې ږېره لویه کړي. په دې خبره حاجي منډ حیران شوی و. په کویټې ښار کې هم طالبان ډېر و، خو هغوی په کويټه کې د افغانستان په څېر واک او زور نه لاره. یو موټ ږیرې ته اړتیا وه. کرزی چې تل به یې عصري ژوند کاوه اوس ږیره لویه کړې وه. هغه له تېرو دوو کلونو راهیسي وړه ږیره پرې ایښې وه.

په ماښام کې حاجي منډ له خپلو ملګرو سره خبرې کړې وې، هغوی ته یې ویلي و چې تېر ماپښېن څه پېښ شوي و. هغه ورته وویل چې لوی بدلونونه راروان دي. د کرزي له لورې پیغام وړونکي له وړاندي د افغانستان سویلي سیمو ته لېږل شوي وو چې وفادار ملګري خبر کړي. د هر ولایت لپاره ځانګړې وړه ډله ترتیب شوې وه. حاجي منډ نه و خبر چې کرزی غواړي خپله افغانستان ته ننوځي، هغه مهال یې لا هم زړه ته لوېده چې کرزي ورته لارښوونه کوله، او له هغه یې وغوښتل چې له ځان سره افغانستان ته درې سټلایټ تلیفونونه یوسي.

د سپټمبر په پای کې حاجي منډ د طالبانو یوه ملاتړي ملا ته چې ملا نقیب الله نومېدی یو تلیفون ورکړ. هغه د کندهار په شمالي سیمو کې د خورا ډېر نفوذ خاوند و، هغه له طالبانو سره هم ښې اړیکې لرلې. حاجي منډ له ملا نقیب الله سره ښه پېژندل، ځکه هغه په وار وار له کرزي سر دهغه په کوټه کې مجلسونه کړي وو. داسي ویل کېدل چې هغه کرزي ته د طالبانو او د هغوی د پلانونو په اړه مخفي معلومات ورکړي و. ملا نقیب الله یو فرصت غوښتونکی سړی و. هغه له افغان کمونستانو سرهم لویه لانجه کې نه و ښکېل، وروسته یې له شوریانو سره جګړه وکړه، د شمالي ټلوالي د واکمنۍ پر مهال هم ورته څوکۍ رسېدلی وه. د طالبانو له راتګ سره یې د هغوی ملګرتیا پیل کړه او په دې وروستیو کلونو کې کرزي پرې کار کړی و، او هغه یې د ځان کړی و، کرزي ورته د اروپا یوه ویزه هم چمتو کړې وه چې د افغانستان په اړه یو کنفرانس کې ګډون وکړي. د سپټمبر د ۱۱مې وروسته کرزي له هغه سره تعلقات ښه شوي و، نو ځکه یې هغه تلیفون واخیست. ملا نقیب الله د طالبانو و کرزي ته په تسلیمۍ کې اړین رول ولوباوه. د ملا نقیب الله زوی وایې چې کله یې پلار د کرزي له لوري ورته لېږل شوی تلیفون تر لاسه کړ، سمدستي کرزي ورسره خبرې پرې وکړې: “ هغه زما پلار ته وویل: طالبانو ته ووایه چې جګړه ونه کړي، هغوی نور ختم دي او جګړه یې په ګټه نه تمامېږي.´´

د اکټوبر تر لومړیو لا کرزي حاجي منډ ته سم حال نه و ویلی، هغه ته یې ویلي و چې ګڼي هغه کراچۍ ته ځي. حاجي منډ فکر کاوه چې دا یو ښه نظر او خبر دی. کویټې ښار کې هم ښه امنیت نه و. څو ورځې وړاندي کرزي ترې غوښتي وو چې نور سټلایټ ټلیفونونه او مخابرې واخلي، خو مارکیټ کې هر څه نه موندل کېدل، ښایې دا هم د طالبانو کوم کار و چې د پاکستاني څارګرو له لورې به ورته معلومات ورکول شوي و. یوه ورځ حاجي منډ بل بازار ته تللی و، هغه د حالت په درکولو سره پوه شو چې امنیت خرابېدونکی و. په دې خبره کرزی هم پوهېده، خو هغه له وخته د سفر چمتوالی نیولی و.

کله چې د اکټوبر په ۷مه عملیات پیل شوو، د کرزي کوټه نوره هم له میلمنو ډکه شوه. په نیمه شپه کې چې کوم کسان په کوټه کې بیدار وو هغوی واورېدل چې کرزي د اروزګان د سفر خبرې کولې. په ناستو خلکو کې یو د کرزي ورور احمدولي کرزی و. هغه ته د سي ای اې د مشر ګریګ له لورې په لار اچول شوو عملیاتو پیل دومره حیرانونکی نه و، لکه د کرزي و ارزوګان ته دسفر خبره چې واورېده.

احمدولي داسي فکر کاوه چې په اروزګان کې به کرزي ته یو څه ور پېښ شي. هغه ته دا ډول پوښتنې پیدا وې، ایا د اروزګان خلک به ورته د خپلو کلاګانو دروازې پرانیزي؟ ایا خلک به یې خپلو کورنو ته پرېږدي؟ خو هغه په دې هم پوهېدی چې دا د پښتنو دود چې د میلمه یې ډېره پالنه کوله، او په ځانګړې توګه هغه مهال چې کله به مېلمه په کومه ستونزه کې و. دا هم ورته څرګنده وه چې کرزی به له ګواښونو سره مخ شي. هغو خلکو چې له ده سره یې کتل غوښتل په دې پوهېدل هم غوښتل چې هغه څومره ځواکمن دی؟ هغه د څومره خلکو پر مټ خپل پروګرامونه پرمخ وړي؟ که چیري خلک پر هغه د کمزوري ګمان وکړي، نو بیا یې خپلو کورنو ته هم نه پرېږدي. که چیري ورسره لږ تر لږه یوه ډله امریکايي سرتېري ورسره وي، او یا هم هوایې ځواک ورسره وي، نو بیا شونې ده چې د اروزګان خلک یې کورونو ته پرېږدي. احمدولي په دې باور و چې ورور یې په لوی لاس ځان په خطر کې اچاوه، خو حامد کرزي یې یوې خبرې ته هم غوږ نه اېښودی.

کرزي ته خپل میرمنې ویلی و چې د ځان خیال باید وساتی، او خطرناک شیان له ځان سره وانه خلي. کرزي په یوه مرکه کې وروسته وویل چې هغه په څلوېښت کلنۍ کې له یوې میرمنې سره د کورنۍ په خوښه واده کړی. هغه د خپل سفر په اړه خپل میرمنې ته لا هم نه و ویلي، ځکه په دې ډول حساسو وختونو کې یې پر چا باور نه شو کولای. هغه خپل میرمنې ته ویلي و چې په وېش کې یوې جنازې ته تی، او هلته یې په هماغه جنازه کې ګډون کاوه. میرمن یې هغه وخت حیرانه شوه چې کله کرزي ورنه د غاښو د کریم او برس او پاکو جامو غوښتنه وکړه. میرمنې یې ورته وویل: “ دا چې د جنازې د دعا لپاره ځې، نو دومره څېزونو ته څه اړتیا ده؟´´ کرزي خپل میرمني ته ویلي چې نور ورسره د تشریحاتو وخت نه و. کله چې یې شیان ورته چمتو کړل، کرزي خپل میرمنې ته وویل: “ که په څو اونیو کې دې زما په اړه معلومات وانه خیستل، پوه شه چې زه نور ژوندی نه یم.´´ دروازه یې بنده کړه او له کوره ووت.

د کرزي جیپ موټر چې له کویټې ښاره د وتلو په حال کې و، پکې د هغه د اعتماد ملګري سپاره وو. کرزی د موټر په شا کې سپور و، د هغه دواړو اړخونو دوه ساتونکي وو، دا ساتونکي د محمد شاه ملګري وو. دې کسانو ته لا نه و ویل شوي چې موټر په کوم لور روان و، او اصلي منزل مقصد کوم ځای و. کرزي ورته ویلي و چې چمن ته د یوې جنازې دعا کولو ته ځي. کله چې موټر رهي کېدی، د احمدولي په سترګو کې اوښکې ولاړې وې. هغه فکر کاوه چې دا به یې وروستی ځل وي چې خپل ورور ګوري. ګاونډیانو له احمدولي څخه وپوښتل: “ هغه چیري روان دی؟´´ که څه هم یې په سترګو کې اوښکې رغړېدې، د خلکو په لیدو یې ځان ډاډه ښکاره کړه او هغوی ته یې وویل چې کرزی اسلام اباد ته ولاړی.

موټر په چمن کې د افغان پولي لور ته ولاړ، اوس څرګنده شوه چې هغوی جنازې ته نه و روان. کرزي فکر کاوه چې هغوی به په لار کې شپه له یوه دوست سره چې هغه هم په خټه پوپلزی و تېره کړي. هغه نه غوښتل په نېغه لاره ولاړشي. افغانان یو عادت لري، هغه دا چې اوږده لاره چې ملګري پرې وي، تر لنډې لارې یې ځکه خوښه وي چې ورته محفوظه ښکاري. کرزي یو بل پاکستانی قومي مشر هم پېژانده چې په یوه بله لار یې کور و، هغه لار څه خوشي ښکارېده، دې قومي مشر کرزي ته وویل چې دوه روځې باید تم شي، تر څو حالات درک کړي او بیا افغانستان ته ولاړ شي. دا ناشونې وه، ځکه کرزی نور په پاکستان کې پاته کېدلی نه شو. کرزی له ډېره وخته ددې فرصت په لټه و، هغه په عمومي لار افغانستان ته ننوتی. د کرزي په وینا چې سفر لا ځنډیدلی و، ځکه هغه له پاکستاني ادارو سره هم خبرې کړې وې. هغوی غوښتل له کرزي سره په اسلام اباد کې د افغانستان پر راتلونکي وږغېږي. کرزي په پاکستان باور نه لاره، ځکه هغوی د طالبانو ملګري وو. کرزی وایې: “ما ورته وویل چې زه وخت ته اړتیا لرم چې پر همدې موضوع سوچ وکړم، په پای کې مې دهغوی غوښتنه ونه منله. ´´ په کویټه کې د پاکستان د پوځې استخباراتو یو جګپوړی مشر وایې چې کرزی یې دفتر ته ورغلی و، او له هغه یې د یوې غوره لارې پوښتنه کړې وه. دا لوړ پوړی چارواکی وایې چې هغه د اڅګزو د قوم یوه قومي مشر ته ویلي و چې له کرزي سره مرسته وکړي.

راتلونکې ورځ د چمن په ګڼ بازار کې د کرزي راتلونکی پلان له پولي پر موټر سیکل اوښتل و. هغه حاجي منډ ته وویل چې دوه موټرسایکلونه واخلي او پر مټ یې له پولي واوړي. خو د هغوی کوربه ورسره خبره ونه منله او هغه نه غوښتل هغوی له پولي پر موټرسایکلونو واوړي. پر همدې مهال مهاجرین هم له افغانستانه چمن ته راروان وو. د کوربه لپاره داسي څرګنده شوه چې په افغانستان کې حالات خراب و. هر چیرې بمباري او د میزایل راکيټونو بریدونه کېدل، نو ځکه یې خوښه نه وه چې کرزی افغانستان ته واوړي. کوربه د کرزي ملګري حاجي منډ ته ویلي و چې په چمن کې موټر سایکلونه نه موندل کېږي، باید له کویټې ښار څخه یې راولي، هغه هم د کویټې پر لور روان شو، کله چې کرزی په دې کار خبره شو، هغه په غوسه شو، او یې ویل: “ زه دلته نور نه شم پاته کېدلای. خلک به ما وویني. زه باید له پولي واوړم. ´´

کرزي خپل وراره احمد څخه پوښتنه وکړه چې ګڼي په چمن کې موټر سایکلونه موندل کېږي؟ هغه وخندل او ورته ویې ویل چې ته خو موټر سایکلونه یادوې، دلته کباړې الوتکې هم موندل کېږي. کله چې یې موټر سایلکونه راویستل، کرزي ترې پوښتنه وکړل چې لار به څنګه وی، هغه مخکي ولاړی او لار یې ورته وکتل.

پر هماغه ماسپښېن له معلوماتو وروسته د کرزي وړله ډله پر دوو موټر سایکلونو له پولي واوښتل، حاجي منډ لا کویټې ته پر لاره و. د کوربه زوی د کرزي د ډلې له لومړي موټرسایکل سره له پولې واوښت، وروسته کرزی او دهغه وراوره پسې ولاړل. دې ډلې ډالرو او کالداري په وړو بستو وویشلې، دوه سټلایټ تلیفونونه یې د کڅوړې پای ته واچول. له هغوی سره نور څه نه وو. د احمد په غوښتنه کرزي یوه لنګۍ پر سر تاو کړه. هغه له وړاندي لنګۍ نه تړله. اوس هغوی د نورو افغانانو په څېر ښکارېدل چې پر موټر سایکل به یې سفورنه کول. او په افغانستان کې د موټر سایکل سفر عامه خبره ده. دا لا څرګنده نه وه چې کرزی به په خیر تر اروزګانه ورسي که نه؟

له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته پر پوله اوښتل کوم ستونزمن کار نه دی. د ډیورنډ کرښه چې په نولسمه پېړۍ کې د انګریزانو له لورې کش کړای شوه، د پولې یوې خوا ته هم پښتنو په رسمیت نه ده پېژندلې. د کرزي ډله د لمانځه پر مهال له پولي واوښته، هغه مهال چې د پولي مامورین په مسجدونو کې په لمونځونو بوخت وو. هغوی له پاسپورتونو پرته تېر شول.

کرزی له خپل وراره سره د کندرهار په لور پر تګ راتګه ډک سړک رهي شول، که طالبان یې ونیسي، وینه به یې هم ځمکې ته پرېنږدي. دلته یوه خبره دا یادولو ده چې د پاکستان استخبارات وایې کرزي له ځان سره پاسپورټ لاره. د کرزي یو ملاتړ په لار کې و، هغه له پلان څخه خبر و، هغه دوی سره مرسته کوله، دهغه د ناز نوم (ګران فدا) و. کندهار ته نارسیده د کرزي ډله په لار کې و درېدله، له دې کبله نه چې هغوی طالبانو ایسار کړل، بلکي احمد موټر سایکل په یوه تېره ډبره ور ویست او له دې سره موټر سایکل فنچر شو. کرزي له خپل وراره وپوښتل چې اوس څه کوو؟ هغه ورته وویل چې اضافي شیان له مخکني موټر سایکل ډلې سره ورسره دي. کرزي فکر کاوه چې ښایې هغوی و ځنډېږي. له نیکه مرغه د مخکني موټر سایکل کسانو ور فکر شو، هغوی بیرته شا ته ورغلل. هغوی خپل موټرسیک ورکړ، او کرزي له خپل وراره سره یو ځل بیا حرکت وکړ، هغوی د طالبانو له پوستو تېر شوو، د افغانستان د سویل په لور وران وو، دهغوی راتلونکی ځای ښوراندام و، هلته هم د کرزي یو ملګر و، غوښتل یې له هغه سره تم شي.

کله چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر کرزي سره کېښناستم، دهغه د واک اته کاله پوره شوي وو. له هغه مې د هغه د موټر سایکل د سفر په اړه پوښتنه وکړه. دا مهال د مازدیګر پنځه بجې وې چې له ولسمشر کرزي سره ددوهم ځل لپاره د مرکې په موخه مخ شوم. کله چې مې له ولسمشر سره لومړۍ مرکه کوله هغه راته د سهار چای راکړې. دا ځل موږ په یوه وړه خونه کې کښېناستو، وړې څوکۍ وې، زموږ ترمخ چاکلیټ هم وو، ولسمشر ته یوه پیاله چای او زما ترمخ قهوه پرته وه. کله چې موږ د مرکې پر مهال هغه ځای ته ورسېدو چې د ښوراندام کې د یوه واړه کور په اړه پوښتنې ته ولسمشر ځواب وایه، هغه د څوکۍ پر بازوګانو لاسونه تکیه کړل، د څو شېبو لپاره خاموش پاته شو. کله چې یې په خبرو پیل وکړ دهغې کلا دهغې باغچې په اړه یې راته وویل چیري چې یې شپه تېره کړې وه: “ لومړي بمونه په کندهار ولوېدل، خلک له خپلو کورونو تښتېدل. زما دوست په همدې شپه په خپل کور کې یواځې و. هغه خاموش و، څه یې تر خوله نه وتل. په ماښام کې مې دوه ماشومان هم ولیدل چې د کلا د دوو وړو خونو پر دېوالونو یې منډه وهله، دهغوی تر خولو هم څه نه وتل، ماشومانو راته چای راوړې او بیا وځغاستل. ما پوښتنه وکړه چې څه حال یې و؟ کلیوال چیري دي؟ ولي کلی خالې دی؟ – کوربه راته وویل: موږ ویرېږو، امریکایان بمونه غورځوي، طالبان هم ډېر دي او هر ځای وي. موږ خو هسي مړه کېږو، د ماشومانو مو خیال ساتو. ´´

ولسمشر کرزی یو ځل بیا خاموش پاته شو، ولسمشر داسي ښکارېدی لکه د وخت حالاتو چې سخت زورولی وي، داسي لکه په اوږو چې یې سخت بار پروت وي، پر همدې شېبه یې له سترګو اوښکې توی شوې. سترګې یې په ما کې ښخې کړې، هغه د څو شېبو لپاره نور هم خاموش و. تر خولې یې څه نه وتل، له جېبه یې وړوکی دستمال راویست او خپلې سترګې یې له اوښکو پاکې کړې. ولسمشر په خبرو پیل وکړ: “ هغه ماشومان نه ویرېدل، له کوربه مې وپوښتل چې ولي ماشومان نه ویرېږي؟ ´´ ما له ولسمشره پوښتنه وکړه چې څه اغیزمن کړ؟ هغه په ځواب کې راته وویل: “ پر هماغو شېبو مې سخت ځان راته ګرم ښکاره شو، د هغو ماشومانو له کبله، زه وویرېدم چې ښايې هغوی زما د شتون له کبله ووژل شي. ځکه طالبان زما په وژلو پیسې وو.´´

له ښوراندام وروسته هغوی کندهار کې یو محفوظ ځای ته ولاړل. دا کور هم خوشي شوی و، د کور په وره کې لوی قلف و، د کورنۍ غړي له بمباریو تښتېدلي وو. د طالبانو اصلي مرکز له هغوی څخه د شل دقیقو د لارې په اندازه لیري نه و. ملا محمد عمر خبرې کړې وې، د هغه د ادارې مهم مرکزونه په بمونو ویشتل شوي وو. هغه پر بې بې سې د امریکا بریدونه سخت وغندل او د امریکا ملاتړې یې د اسلام د ښمنان یاد کړل. امریکایان په دې خبر وو چې افغانانو د ملامحمد عمر خبرې اوریدلې، ځکه يې په وار وار ویل چې د هغوی جګړه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندي نه، بلکي د هغوی جګړه د ترهګرۍ پر وړاندي وه. د امریکایانو هغه اټکل چې ګڼې طالبان به له لومړیو هوایې بریدونو وروسته تسلیم شي ناسم وختی. ډېر طالبانو انتظار ایستی چې وګوري امریکایان په غوسه وو، که نه.

د کرزي کسان په بېړه کې وو. هغوی د کور دروازه ماتول غوښتل، دا یې د دوستانو کور و، هغوی وروسته غوښتل کېسه ورته وکړي. کرزي خپل کسان پرې نه ښودل چې دروازه ماته کړي، هغه ورته وویل: “موږ دلته د ماتولو لپاره نه یو راغلي. ´´ وروسته د کرزي وراره ولاړی پر ردېواله کور ته ور واوښت او د کور ور یې له دننه خلاص کړ. کله چې کور ته ننوتل، کرزي په تلیفونونو پیل وکړ، لومړۍ خبرې یې په انګریزي ژبه وې، د هغه کسان نه پرې پوهیدل. ځکه هغوی نه پوهېدل چې له چاسره د څه په اړه خبرې کوي؟ دا موضوع ورته ګونګه پاته شوه. دا څرګنده ده چې کرزي بهرنیانو ته د خپل پلانونو او کړنو په اړه معلومات ورکول. کرزي یواځې له بهرنیانو سره خبرې نه کولې، بلکي له پخواني باچا علیحضرت محمد اظاهر شاه سره چې په روم کې و هم خبرې کولې. هغه پر هماغه مهال نه و توانېدلی چې له علیحضرت سره خبرې وکړي، نو ځکه یې د هغه د کابینې له رئیس سره خبرې وکړې: “زه په افغانستان کې یم. ´´ اړیکه یې پرې کړه او تلیفون یې خاموش کړ، ځکه هغه غوښتل د تلیفون بترۍ یې ختمه نه شي. د کابینې رئیس ته دا چې کرزی په افغانستان کې و حیرانونکې نه وه. هغه د کرزي په پلان خبره و چې افغانستان ته د ننوتو پلان یې لاره. د کرزي د اړیکې په اړه یې علیحضرت ته هم خبر ورکړ.

پر همدې مهال حاجي منډ له کويټې راورسېدی او له خپلو ملګرو سره دوباره یو ځای شو. کرزي ژر تر ژر له هغه و غوښتل چې تر اروزګانه ولاړ شي، تر څو ۷۵ کلیومتره غزېدلې لاره وګوري چې پرې د طالبانو پوستې ډېرې او که کمې دي، او د کرزي د امنیت ساتونکی محمد شاه هم له ځان سره د لارې سر ته راولي. د کرزي او ملګرو یې د ارزوګان پر لور سفر پیلېدونکی و. حاجي منډ په لار کې له وړو ستونزه مخ شوی و، هغه د ترینکوټ شمال کې کوټوال کلې کې د عبدالغني کور ته په صحیح توګه رسېدلی و. محمد شاه له تېرې یوې ونۍ راهیسې هماغلته پاته و.

کله چې حاجي منډ ورته کېسه وکړل، محمد شاه سر وښوروی. هغه وویل: “ هغسې یې خپل پلان تطبیق کړ! افغانستان ته راغی.´´ محمد شاه ژر خپل سټلایټ تلیفون چالان کړ، د تلیفون وړوکی انټن په کلکین کې کېښود، تر څو تلیفون کار وکړي. وروسته له کرزي سره په اړیکه کې شو: “ زه دلته په ترینګوټ کې یم، له هغو خلکو سره چې لا یې زموږ لپاره ډېر کار کړی، او په راتلونکي کې به هم زموږ ټینګ ملاتړي وي. خو ځیني قومي مشران له موږ سره مرسته کول نه غواړي.´´ محمد شاه یو ځل بیا پر کرزي ټینګار وکړ چې له اروزګانه لیرې پاته شي. کرزي یې خبرې نه منلې، ځکه نو محمد شاه له حاجي منډ سره په بېړه کندهار ته ولاړی او هلته یې یو ځل بیا کرزي ته وویل چې باید اروزګان ولایت ته ولاړ نه شي. هغه د کرزي ځانګړی ساتونکی و، ځان یې مسئول احساساوه چې باید خپل مشر په حالاتو پوه کړي. هغه باور لاره چې تر کرزي ډېر په حالاتو خبر و. کله چې کندهار ته ورسېد، هغه له کرزي سره په ټینګه خبرې وکړې: “ تاسو دلته څه کوئ؟ تاسو ولي راته په دې اړه څه نه ویل؟ خلک په اروزګان کي همکارۍ ته چمتو دي، خو تاسو باید هلته ولاړ نه شئ. دا ډېره خطرناکه ده.´´ کله چې پوه شو کرزي یې خبرو ته غوږ نه اېښودی، محمدشاه خپلې خبرې نرمې کړې او خپل سیاست یې بدل کړ: “ که تاسو خدای مکړه ووژل شئ، ټول هیواد به خوار شي. که چیري زه ووژل شم، یواځې به مې راباندي کورنۍ خواره شي. زه اروزګان ته ځم، که زه ووژل شوم، زما د ماشوم زوی خیال ساته. ´´ بیا هم د کرزي ساتونکی محمد شاه ونه توانېدی چې هغه راضي کړي، هغه یې ولېږی چې له بازاره ورته کرایې موټر راولي.

د موټرو له تم ځای څخه یې یو ټکیسي موټر راویست. مازدیګر مهال یې د اروزګان پر لور سفر پیل کړ، سړک هم کند و کپر و، هغوی په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې تېریدل، هغه ولسوالي چې پکې د کرزي د قوم خلک او دوستان ډېر و، دا ځای د کرزي لپاره یو خوندي ځای ګڼل کېدای شو. خو بیا هم ګواښونه هر ځای ورته موجود وو. په لار یې یوې پوستې ته و درېدل، یو طالب په لویو جامو کې د سړک پرمنځ ولاړ و، کلاشنکوف په اوږه یې موټر چلونکي ته اشاره وکړه چې زوړ کرولا موټر تم کړي. له موټر ټول کښته شوو، خو کرزی لا په موټر کې ناست و. طالب په زړه بوږنوونکي ږغ وپوښتل: “ چیري ځئ؟ ډېر ناوخته دی.´´ محمد شاه ځان ور مخته کړ، په پڅه ژبه یې یو ډول ځواب ورکړ. د کرزي په لاس کې د تلیفونونو کڅوړه وه، او هغه د خپلو پښو په منځ کې نیولې وه. طالب خپل لاسي څراغ ورته ونیوی او ورته ویې ویل: “ دا څه دي، کڅوره پرانیزه. ´´ کرزي د کڅوړې له پرانیستو ډډه وکړه، کسان یې واخطا شوو، کرزي له وړاندي له سټلایټ تلیفونونو سره سفر نه کاوه، له احتیاطه یې کار اخیست. اوس ورسره دوه سټلایټ تلیفونونه وو، کسان یې هېښ وو.

طالب پر کرزي امر وکړ چې له موټر کښته شي او کڅوړه وروړي، محمد شاه یې مخي ته ورولوېدی، هغه ورته وویل: “ دا وسلې نه دي. دا بمونه نه دي. دا پرېږد ه، د ښځو د سنګار څېزونه دي. ´´ په افغانستان کې پرته د میرمنو له خپلو خاوندانو، نارینوو ته اجازه نه وه چې د ښځو په څېزونو کې لاس ووهي. خو دا ځل خبره بل ډول وه، هیچا ته اجازه نه وه چې د شپې په لویو لارو سفرونه وکړي، دوی د شپې په دې لار راغلي وو. په لومړیو کې طالب ساتونکي په خوږه ژبه خبرې کولې: “ څو کیلومتره لیرې لاره وهونکي موټرونه وهي. ترینکوټ ته نږدې دا هر څه ترسره کېږي. دا زما دنده ده چې تلاشي وکړم او تاسو تم کړم.´´ طالب لا په قهر و، هغه محمد شاه ته وویل چې کڅوړه پرانیزي. طالب کڅوړې د خپل کلاشنکوف چوښکه ونیول ویې ویل: “ کڅوړه خلاصه کړه.´´

کرزی په سوچونو کې و، هغه فکر کاوه چې هغه یې د ژوند ورستۍ شېبې وې. طالب پر محمدشاه ټینګار کاوه، هغه وویل: “ په تا اړه لري، تر څو کڅوړه خلاصه نه کړې، نه مو پرېږدم ولاړ شئ. ´´ محمد شاه ورسره ژبه چلوله، هغه ورته وویل چې باید ورسره د طالبانو مشر ته ولاړشي، هغه د غره لور ته لاس ونیوی، په غره ته څېرمه بله پوسته هم وه، هلته د طالبانو قومندان و. کرزی ورسره ولا نه ړی، ځکه هغه فکر کاوه چې و به یې پېژني.

محمدشاه وسره رهي شو، ټولو هغه ته سترګې نیولې وې، هغه ویره نه ښووله. طالب ساتونکي خپل قومندان ته وویل: “ دا سړی خپله کڅوړه نه پرانیزي.´´ د طالبانو قومندان په ملنډو وخندل، ویې ویل: “ ته له طالبانو سره لوبې کوې؟ ښه به دا وي چې ورسره لوبې ونه کړې. اه! ´´ محمد شاه ورته په خواستونو شو، داسي لکه ټول ژوند چې یې په خطر کې و، هغه په زهیر ږغ ورته وویل: “ زه یو مشکل لرم، زه خپل کور ته ځم ، کور مې په ترینکوټ کې دی. د کورنۍ یو غړی مې ژوبل او بل وژل شوی. موږ پاکستان ته تللي وو، تر څو د ناروغ درملنه وکړو، اوس نه پوهېږي چې ماشومانو ته به مې ګوله ډوډۍ چا ورکړې وې، که څنګه؟ ´´ محمد شاه همداسي خپلو خواستونو ته دوام ورکړ. یو په بل پسې خواستونه یې کول. محمد شاه ورته د کندهار د حالاتو په اړه خبرې وکړې، کله چې یې د بمباریو خبرې ورته وکړې، هغوی پرې باور وکړ. په پایله کې کرزي او دهغه ملګرو ته اجازه ورکړل شوه چې پر خپله لار ولاړ شي. د غره له سره د څراغ رڼا ښکارېده.

د شپې ناوخته کرزی او ملګري یې په خاموشۍ د یوه زړه سواندي او خواخوږي ملا امام کور ته ورسېدل. دا ملا امام یو له هغو کسانو و چې کویټې ته ور غوښتل شوی و. لا هم خطر احساسېده، هغوی د ترینکوټ مرکز ته نه نږدې کېدل، د شپې پر ۱۱ بجو ناوخته یې یو ځل بیا سفر پیل کړ، هغوی د (ګوګارک) کلي په لور رهي شوو. کله چې کلا ته په رسېدو وه، د کرزي د کسانو څو شېبې هغه له سترګو نیام شو، چې ویې کتل، په لار کې د تیارې له کبله هغه په یوه لښتي کې لویدلی و، کله چې یې کسان ورغله، هغه ورته وویل: “ هر څه سم دي. ´´ جامې یې لندې شوي وې.

تېره برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *