باقر

«زما د ډېر ځپلي قام بادشاه خبره واوره!»

څو شېبې له شاه نواز باقر سره

ګوتـې مې د لسو نـه يـوولس شوې

دومره مې وعدې د چا شمارلي دي

غسل مې د اوښکـو ورتــه ورکـړلو

تــا چې کـوم خــطـونه رالېـږلي دي

تــږی بـه په ټـول عـمر کې نه شمه

ستا  د بـېـلـتانه زهـر مې څکلي دي

شاه نواز باقر د پښتو ژبې ځوان شاعر دی، د خپل عمر په دریمه لسیزه کې ژوند کوي، د تاند د رپوټ له مخې: «شاه نواز باقر په ۱۹۹۴ کال کې زېږېدلی او اصلاً د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې دا وخت د پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې ژوند کوي.» 

باقر په دې لږ عمر کې داسې شاعري کوي چې د کلماتو په پـیلو کې د جادو تر بریده رسیدلی دی، کلمات داسې څنگ په څنگ سره ږدي او  سره پـیـي یې چې لوستونکي ورته هک حیران شي. باقر د گل و بلبل او ظاهري مینې شاعر نه دی، دی په ریښتیا د خلکو په درد خوږ او د ټولنې له نیمگړتیاوو نه با خبره دي او دا هر څه په خپل شعر کې په هنرمندانه ډول انځوروي او حللارې ورته ښيي.

د شاه نواز باقر د ژوند او شاعرۍ په باب تر اوسه د نظر خاوندانو او مـنـتـقـدیـنو دومره څه نه دي لیکلي، یوازې څو خواره واره توصیفي نظریات، یوه نیمه مقاله او د شاه نواز باقر د ژوند او شاعرۍ په باب د دوو مونو گرافونو سرلیکونه زما له نظره تېر شوي دي:

ــ په ۱۳۹۵ کال کې د سید جمالالدین افغان پوهنتون فارغ  ښاغلي رحیم الله هجران له خوا د «شاه نواز باقر ژوند او شاعري» تر سرلیک لاندې یو مونو گراف لیکل شوی،

ــ په ۱۳۹۶ کال کې د کندهار پوهنتون فارغ اسدالله خادم له لوري د «د شاه نواز باقر په اشعارو کې مردفه قافیه» تر سر لیک لاندې مونوگراف تحریر شوی دی.

مگر اشعار یې په ډېره پیمانه په ټولنیزو شبکو او ویبسایټونو کې خپاره شوي دي.

تر هغې اندازې چې د باقر شعرونه زما له نظره تېر شوي دي ما په خورا مینه لوستي دي، او د هغو له لوستنې نه په لنډه توگه ویلای شم چې:

د باقر شاعري د ده له عمر نه وړاندې پل ایښی دی او ډېر ښه یې هم ایښی دی، ښه مظبوظ او استواره پل اوچتوي. باقر خپل فکر د داسې تورو او کلماتو په لوښو کې له نویو تشبیهاتو، استعارو، کنایو، تخیل او تخییل سره وړاندې کوي چې د تکرار څرک یا په کې نه شته او که چېرې وي هم، ډېر به لږ او په نشت حساب وي. که په همدې ډول پرمخ ولاړ شي، زه ډاډه یم چې په اوسنۍ پښتو شاعرۍ کې به له تورو نه نوې او ښکلې ماڼۍ اوچتې کړي او نوی ریکارد ټینگ کړي.

ما په ۲۰۱۶ کال کې د باقر د یو بیت:

«كــورجــوړوم پــه كې كرم د قلـمونـو ونې

كور جوړوم ورته راوړم د كتابـونـو خښتې«

له یو بیت نه په الهام سره د «کور جوړوم نــښلوم د نــوي نــسل کـړۍ» تر سر لیک لاندې یو شعر ولیکه او هماغه وخت مې خپور کړ.

د شاه نواز باقر ملگرو، همځولو او همفکره انډېوالانو، د ده په توصیف کې په ټولنیزو شبکو کې ډېر څه لیکلي دي چې دی له هغه نه هم په ډېرو ارزي. د ښاغلي انجنير ستانه مير زهير په قلم مې یوه لیکنه چېرې تر سترگو شوه چې د باقر د شاعرۍ په باب یې خپل نظر څرگند کړی و. د هغې لیکنې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«زما په نظر باقر په كم عمر كى د سترى مشاهدى څښتن دى، طبعيت ته په خورا ځيركۍ گوري، ناخوالى او خوښى دواړه ترى را اخلي او بيا ترى د خپل شعر اميل په داسى هنري انداز كى جوړوي چى په لوستلو يى ورته ، ډيرى  نوم  وتلي شاعران گوته په غاښ پاتى دي . 

د شهنواز باقر د شعر يو كمال دا هم دى چى هغه په خپل شعر كى، د پخوانيو شاعرانو كليشه او سوليدلى كلمى، پاس  په تاخچه ايښي دي، هغه چى هرڅه ليكي په نوى بڼه يى ليكي، اوس خو درويشت كلن ځوان دى، نه پوهيږم چى  په پاخه عمر كى به، د حمزه بابا په پل به پل كيږدي او كه يو گام به ترى مخكى لاړ شي، دا قضاوت به د بافر راتلونكى ته پريږدو.»

بیا مې د ښاغلي خالد حافظ د باقر د شاعرۍ په باب څه له نظره تېر شول. هلته داسې ویل شوي و:

«د باقر شعر خپل یو خاص جذبه ا ځانګړي احساس لري چې اوریدلي یې دهر چا په زړونو باندې منګولې خښوي، باقر مې د شعر په نړۍ کې خاص ملګري دې، با وجود د دې چې د ده ښه شاعری او شعر یې زما په زړه کې بلکې د ټولو د ادب د مینوالو په زړه کې خاص ځای خپل کړې…

د دې شعر او دده عمر چې څوک ترینه خبره نه وې یا چا خپله نه وې لیدلي، نوهیڅ باور نکوي چې پدې کم عمر کې دې یو څوک داسې پنځونې او دملغلرو په شان بیتونه دې ویلي وې د ده خاص استعداد او لایقات د ده یوه مهمه ځانګړنه ده.

شهنواز باقر که څه هم ځانته د غزل سر لاري نه وایي، خو مونږ ورته د خداي ج نه ددې کاروان د سرلاري کیدلو هېله کوو، باقر ځوان ګل تازه غوړبدلې غوټۍ ده …»

زما د مالوماتو له مخې شاه نواز باقر تر اوسه دوې شعري ټولگې خپرې کړې دي:

ــ د هوا سترگو کې شگې،

ــ پنځم موسم.

«د هوا سترگو کې شگې» نومې ټولگې یې د ۱۳۹۶ کال کې غوره مطبوعاتي جایزه هم گټلې ده. په هغه وخت کې تاند داسې لیکلي وو:

«تاند – ځوان شاعر شاه نواز باقر د خپلې لومړۍ شعري ټولګې «د هوا سترګو کې شګې» په پنځولو سره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۱۳۹۶ کال غوره جایزه وګټله.»

ما د دې لنډې څېړنې په پای کې د شاه نواز باقر د کلام داسې بېلگه درنو لوستونکو ته غوره کړې ده چې دی د هېواد له واکمن بادشاه (ریٔس جمهور) سره غږېـږي، د ولس او ټولنې ستونزې ورته بیانوي او د دردونو د مداوا هیله ورنه کوي.

ما دا شعر د ده په خپل غږ کې د دکلمې شوې ویدیو له مخې لیکلی دی، که چېرې کومه وړه تېروتنه رانه شوې وي، لومړی له ښاغلي شاه نواز باقر نه بښنه غواړم او بیا له درنو لوستونکو نه. دا هم شعر:

زما د ډېر ځپلي قان بادشاه خبره واوره!

د خـــپـل بـې وسـه وطــن، بـيـا تــاتــه اخـتـيــار درکوو

واک د خــپــل کــلي د رکــوو، هــم یـې د ښـار درکـوو

حــقــدار دې بــولـو، بـیـا پــه لاس کـې اقـتــدار درکـوو

د یـــو بـــدلـــون پــــه صــداقـت لــوی افـتـخـار درکـوو

درپـــسې ځـــــــو روان یـــــو، لـقــب د ســالار درکـوو

رســۍ د عــــدل و د انــصـــاف تــا تــــه د دار درکـوو

د حـــوصــلې دوا اوس هـــم لـــکـــه بــیــمـــار درکـوو

د مـــیــنـې حـــق دی، درجـــه درتــــه د پـــلار درکـوو

باچا خبره واوره!

زما د ډېر ځپلي قام بادشاه خبره واوره!

پــر دې سپــیــڅـلې مــقـدسـه خــاوره جـنـگ ولــې دی؟

د دې حـــالاتـــو پــه قــفـس کـې ولـس تــنـگ ولــې دی؟

د دې ښـایـسـته وطـن تـصویـر داسې بـدرنگ ولـې دی؟

د هــر سړي لاس پـه دې خـپـلو ویـنــو رنگ ولــې دی؟

هــــر یــو وگـړی د دې وران وطــن مـلـنـگ ولــې دی؟

د مـحــبـت نــه د نـفـرت قـــد دومــره دنـــگ ولـې دی؟

د هــر سـړي سـره د خوف سیوری تر څنگ ولــې دی؟

د قــلــمـونـــو څــوکــو کــړی دومــره زنـگ ولــې دی؟

پــر دې سـپــیـڅـلې مــقــدسـه خـاوره جـنـگ ولــې دی؟

زما د ډېر ځپلي قام بادشاه خبره واوره!

ستــا پــــه ځـــولــۍ کــې اچــــوو د امــــیـــدونـــو تخم

درنـــه ضــایــع نــه شــي زمـــوږ د ارمــانــونـو تخم

په هــر یــــو ذهــن دی راخــور ستـا د فــکـرونـــو تخم

کـــروو بـــه ځـــمـکــه د احــسـاس د اُلــفــتـونـو تخم

ستــا پــــــه ځـــولـۍ کــې اچــــوو د امـــیـــدونــــو تخم

لــرې کــول غـــــواړو لــــه دې ځـــای د اورونـــو تخم

هــر څـــوک راوړي دلــتــه د خــپــلو مــذهــبــونـو تخم

لاسـو کــې شــیــنــدو لا د امـن  د ســـوالــــونـــو تخم

پــه هـــر یـــو فـکــر دی راخـور ستا د فکـرونو تخم

زما د ډېر ځپلي قام بادشاه خبره واوره!

پـــه تــــورو وریــځــو کــې د جـنگ پټ اسمان د امن

پـــر ځـمـکــه جـوړې کــړي کـوتـرې ماشومان د امن

وربــانــدې پــښـې کــېــږدي د پــاسـه دښــمـنان د امن

قسم پــه خــدای لـه تـنـدې مــرو نــه شـتـه بـاران د امن

یـــوړه لــه ځــانــسره هـــر چــا گــور تـه ارمـان د امن

پـــه تـــورو وریــځـو کـې د جـنـگ پــټ اسـمان د امن

چـې ږدي نـومـونـــه پــه بــچــو اوس افـغـانان د امن

تـــه ورتـــه وکــړه پــــه غــــوږونــو کــې آذان د امن

زما د ډېر ځپلي قام بادشاه خبره واوره!

دا پــه مـــرمــیــو سـوري شـوي دېـــوالــونــه گورې؟

دا پـه بـــاروتو سـوزيــــدلــي، مـکــتــبـونـه ګورې؟

د بـېـگناه خـلـکو پـــه پــښـو کـې ځــنــځـيـرونه گورې؟

د چــا لــه وېــرې نــه بـنـد شـوي، مــکـانــونــه ګورې؟

پــه هـديـرو کـې د ژونــدو خـلـکـو، قـــرونـــه ګورې؟

زخـمـي سـجـدې او شـهـیــد شوي جومـاتـونـــه گورې؟

د خــپــل ولس پــه ډکـو ستـرگـو کـې سـوالونـه گورې؟

پـــه دې ســوالــونـــو کـې دنــنــه ځــوابـــونــه گورې؟

زما د ډېر ځپلي قام بادشاه خبره واوره!

د دې نـظـام تـکـمـیـل پـه کار دی، بل نظام په کار دی

د دې تــیـارې خــلاف بــاچـا جـدي اقـدام پــه کار دی

د دې سـپــېــڅـلې خــاورې قــدر احـتـرام پـــه کار دی

د نــفــرتــونـــو، د جــنــګــونـو قـتــلِ عــام پـکار دى

د جـهـالـت او انــتــشـار نــــه انــتــقــام پـــکـار دى

داسې رهـبـر چـې وي صـادق، زمـونږ د قام پکار دى

د ولـس خــوب نــه شـته بـاچا د دوی ارام پــه کار دی

مـبـارزې تــــه خــو دې اوس ایــلــه دوام پـــه کار دی

زما د ډېر ځپلي قام بادشاه خبره واوره!

د دې وران شوي وطن درد خپل کړه احسان به دې وي

که چـېـرتـه لاړې د نـجـیـب غـونـدې ارمـان بـه دې وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *