خبریال: میرویس جلالزی – د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت وایي یو شمیر افغان دیپلوماتان په بهر کې د ماموریت له سرته رسولو وروسته بیرته هیواد ته نه راستنیږي.
وزارت وایي په تیرو دریو کلونو کې نږدې ۴۰ تنه دیپلوماتان بیرته هیواد ته نه دي راغلي او دوی په دې کار ډير خواشیني دي.
ښایي دغه شمیره تر هغه څه چې حکومت وايي ډیره لوړه وي لیکن د بهرنیو چارو وزارت د دغه کار د مخنیوي لپاره په یومیکانیزم باندي کار پیل کړی دی.
د افغانستان پرحالاتو د دیپلوماتانو نه باور، امنیتي اندیښنې اواقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې وايي ډیری دیپلوماتان یې په بهر کې د ملک د سیاسي استازولۍ د ماموریت له پای ته رسیدو وروسته تم کړي دي.
د بهرنیو چارووزارت وایي یو شمیر افغان دیپلوماتان د بیلا بیلو دلایلو له امله بیرته هیواد ته نه ستنیږي یا په هغوملکونو کې چې وراستول شوي پاتې کیږي او یا د نړۍ نورو هوسا هیوادونو ته مخه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي وویل چې د افغاستان بهرنیو چارووزارت د دغو دیپلوماتانو په تري تم کیدو او په نوروملکونو کې د هغوی د میشتیدو په اړه اندیښمن دی خو د دیپلوماتونو د تیښتې کچه په هغه حد کې نه ده چې په اړه یې ځنیو غربي رسنیو راپورونه ورکړي.
موسی زي وویل، ښایي په تیرو دریو کلونو کې تر ۴۰ دیپلوماتان بیرته مهیواد ته نه وي ستانه شوي.
موسی زی وایی: هغه دیپلوماتان چې له ۲۰۱۰ کال راهیسي بیرته ملک ته نه دي ستانه شوي شمیره یي د څلویښتو تنو په شاوخوا کې ده، هغه راپورونه چې بهرنیو او کورنیو رسنیوخپاره کړي چې په خاصه توګه د آلمان شپیګل مجلې ویلي ول چې په غټ شیر کې افغان دیپلوماتان تښتیدلي بنسټ نه لري، خودا نه ردوو چي ګواکي یو شمیر دیپلوماتان زمونږپه بهرکې په قونسلګریواو سفارت خانو کي د کاري مودي له خطمیدو وروسته ملک ته نه دي راستانه شوي.
که څه هم تر اوسه په دقیقه توګه نه ده څرګنده چې په بهر کې د افغان سفارت خانوڅومره دیپلوماتان د خپل کار تر پای ته رسولو بیرته هیواد ته نه دي را ستانه شوي خو دخارجه وزارت یوه باوری سرچینه چی نه غواړي نوم یی واخیستلی شي وايي چي په تیره میاشت کې له آلمان او فرانسي څخه ۵ تنه افغان دیپلوماتان او سفارتي کارکونکي چې بهرنیو چارو وزارت ملک ته را غوښتلي ول دغه غوښتنه رد کړي او په کوربه ملکونو کي پاتي شوي دي.
سرچیني وايي چي اکثریت افغان دیپلوماتان بیره ملک ته نه را ستنیږي او د بیلګي په توګه برنا کریمي په نامه یوه افغان سفیر ته اشاره کوي چي په کاناډا کي میشت شوی دی.
هغه تیر کال په کاناډا کي سفیر ټاکل شوی وو.
د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکزغړي هم د دیپلوماتانو فرار او دندو ته نه حاضریدل د افغان د یپلوماسۍ د ماشین کمزورتیا ښيي.
هغوی وايي کله چي دیپلوماتانو له دندو وروسته بیرته هیواد ته نه را ستنیږي دا کار د نړۍ په کچه د افغانستان اعتبار ته سخت زیان رسوي.
ویل شوي چي افغان بهرنیو چارو وزارت دغي ستونزي ته د رسیدګي په خاطره پر یوه داسي لایحه کار پيل کړی چي له مخي یي د سفارت کارکونکو ته بهر ته د کورنیو د غړو پر بیولو بندیز لګوی،چي دا کار د بهرنیو چارو په وزارت کي د اکثریت کارکونکو له مخالفت سره مخ شوی دی.
ښآغلی موسی زی وايي دوي داسي کوټلي اسناد په لاس کې لري چي ښيي غوڅ اکثریت دیپلوماتان د خپل ماموریت له خطمیدو وروسته هیواد ته را ستنیږي.
موسی زی:
(( اکثریت افغان دیپلوماتان چي کله یي کاري دوره په بهر کې پای ته رسیږي بیرته هیوادته راځي دا کار یوازي هغه دیپلوماتان نه کوي چي د سیمي په ملکونو کي کار کوي بلکې په اروپايي او دد شمالي امریکا په هیوادونو کي هم دنده تر سر کوي، د هغوي مطلق اکثریت بیرته هیواد ته راځي او ورته د بهرنیو چارو وزارت په بیلا بیلو څانګوکي کار ورکول کیږي))
.
افغانستان د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته د نړي په یو شمیر ډيروملکونو کې خپلي سیاسي نمایندګۍ پرانیستي دي.
دغلته د راتلونکي په اړه امنیتي اندیښني او د اقتصاد کمزوی حالت هغه ستر لاملونه شمیرل کیږي چي نه یوازي له بهره د افغان دیپلوماتانو د راتګ خنډ بلل کیږي بلکې په کور دننه یي هم بهر ته د ګڼ شمیرځوانانو او کورنیو د تیښتې لامل شوي ده.
دوه میاشتي دمخه دد بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چي د ۹۶ افغان دیپلوماتانو دنده په بهر کې پاتی ته رسیدلي چي د ۳۲ تنو یي په موقتي توګه ځنډول شوي او پاتي نورهیواد ته د ستنیدو په حال کې دي.
به سراحت سره باید ووایم چه تول دیبلوماتان د جمعیت غړی او د دبل عبدالله به وخت کی چه د خارجه چارو وزیر وه نصب شوی دی۰ او وروسته هم کوشش شوی چه د وزیرانو او با نفوسه خلکو چه به دولت کی به لړوو چوکیو ناست دی د هغوی زامن مقرر شوی دی۰ وزارت خارجه هیسکله د لیاقت اووتنبرستی به معیار به سفارتخانو کی مقرری نه ده کړی۰ د لیوه بچی لیوه وی۰ که چیری تاسی اوسنی سروی وګوری به تولو سفارتخانو کی به یو کس بیدا نه کړی چه د غریب زوی وی یا بشتون وی ۰ دا تول د شورا نضار او د هغوی د دلو تبلو بچیان دی۰ دوی حتی به بشتو خبری کولی نشی او د بشتو د زبی لباره دیکشنری استعالوی۰