افغانستان شاوخوا له نیمې پیړې پسې ور هاخوا په وینو کې ورغړېد، نسلونه، بیخ او نبیره یې راپای کړه.

زه چې یو نری غوندې لیکوال یم د جګړې څلورم نسل یم، د سولې په څرک پسې مو سترغلي ووتل.

هدف ته درځم

هغه چې په کور دننه دي

هغوی چې یو شمېر یې ځانته د بهر د تلو پېښې (کیسونه) راثبت  کړي وي، یوازې شریرې او ساړه ساړه اسویلي کوي چې نه دا ملک د اوسېدو نه دی روح او روان یې ځپلی وي، ټوله ورځ په خوله (صق- صق، وش- کاشکې، اوفف) ځان هم ښکنځي، نظام هم ښکنځي او خپله به یې د انې تر حده څه کړي نه وي ان د کور تر مخې به خځلې په دلیو وي، له سخا بویه به کور ته تللی نشې، خو نیوکې به یې پر ولسمشر وي.

دوی تل ځان ته د کیسونو د برابرولو کوښښ کوي ټوله ورځ یې له معامله ګرو سره وي کله په طالبانو د ګواښ لیکونه جوړوي کله ځانته امنیتي تهدیدوه جوړوي او ځینې دي په فسبوک بیا مذهبي څیزونو ته لمن وهي چې منفي تبصرې پرې راټولې کړي، داسې دیني پوښتنې به مطرح کوي چې پر بني اسرائیلو به شکر وباسې، بیا نو زموږ دا خوشاټاري کمینټو ته زور ورکړي.

نو بیا دوی چېرې د سولې غږ زغملای شي چې هلته یې کېس په لاره وي او ځینې یې دي هغه ارواوي ځپل شوي وي.

یو شمېر بهر میشتي افغانان

په بالله باور وکړئ چې ښه یې پیژنم مستقیماً د ترهګرو مالي ملاتړ کوي د زکات او خیرات په نامه پیسې ور حواله کیږي څو دا ګډوډي دوام ولري او دی ډیپورټ نشي، ځکه که کمالپوري ارامه ژوند په کابل کې ولري نو فلانکی خانه نو بیا ته څه بد کوئ چې اروپا کې ګرځې. زه کله کله له درده یو-یوه ته تبصره کوم( رب مو په وطن کړه) وايي ته خو موږ ته ښېرې کوئ موږ څه په ستونزو راغلي یو.

ځینې نو بیا پر خواله رسنیو خپل خولې ته وار نه ورکوي ټوله ورځ داسې پوسټونه کوي چې پام دې بلې خوا در واړوي اوس دې سولې انګازې دي پر دوی بیا اور بل دی چې هله دوی ته ولې مشروعیت ورکوئ، بیرغ یې ولې له ملي بیرغ سره ضمیمه کوئ، له اردو سره د طالب درېدل یو نا انډول کار دی او داسې نور……… ګېر بدلوئ مړو

ته له ۲۵ سمندرونو لېرې پروت یې له هغې ځایه ډایلاکې وولي، په کلیو او حجرو مو درې واړه ډلې راځي چای راڅخه څکي، عشر مې ټولوي منځ کې یې زه یم او ته لا هغه ځایه د فسبوک له خورجینه راغږېږئ چې ډوډۍ مه ورکوه، هلکه اوس زموږ لومړیتوب ژوند او یوازې ژوند په ګیډه ډوډۍ موږ پرې ځان نشو وژلی.

اوس مو پریږدئ چې سم یې غېږ کې ونیسو.

د یوه خبریال په څېر مې په ژړغوني انداز یوه یوه چاودنه او انتحاري ور په ګوته کړه خو ډاډ مې ورکړ چې په هرڅه در تیر یو، د تیرې روژې خونړۍ چاودنه خو زغمل مو اوس لومړیتوب د ژوند په پار.

نو هدف دی چې د اوربند او سولې په ښکلي او زړه راښکونکي سندره کې خپل د شامپو اعلان مه تیروئ.

بچي مو لوی شه

کمالپوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *