تاند- د شاهین ۲۰۹ قول اردو د قوماندان په شمول د ملي اردو یو شمېر افسران او سرتېري پر دې قول اردو د دولت د وسله والو مخالفانو د اپریل د میاشتې د حملې په تړاو بندیان شول.
د دولت څو وسله وال مخالفان په داسې حال کې چې د ملي اردو د افسرانو او سرتېرو یونیفورم یې اغوستی و، قول اردو ته ننوتل او د هغې په جومات کې یې شاوخوا ۱۳۵ تنه پوځیان شهیدان کړل.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري پرون /دوشنبه/ وویل، د شاهین د ۲۰۹ قول اردو قوماندان جنرال مومند کټوازی د دې پېښې په خاطر په یو کال بند محکوم شو.
جنرال وزیري همداراز وویل، د شاهین قول اردو درستیزوال جنرال عبدالروف محتاج هم په یو کال بند محکوم شوی دی.
څلور نور جنرالان هر یو په درې – درې کاله او ۳ افسران هر یو په ۲ – ۲ کاله بند محکوم شوي دي.
پوځي محکمې د شاهین قول اردو د حملې په تړاو د ملي اردو ۱۹ نور غړي (صاحب منصبان او سرتېري) هم په بند محکوم کړي دي او د ۳ تنو د محاکمې بهیر لا دوام لري.
په شاهین قول اردو کې، چې په بلخ ولایت کې ده، د دولت د وسله والو مخالفانو په حمله کې د ۱۳۵ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۶۰ تنه ژوبل شول.
د دفاع وزارت له وروستیو معلوماتو سره سم په شهیدانو کې ۱۰ صاحب منصبان، ۲۶ ضابطان، ۹۴ سرتېري او ۵ د قول اردو خدمتګاران شامل دي.
په ټپیانو کې ۴۷ سرتېري دي.