تاند، سهې شنبه، د میزان ۳۰مه: د مشرانو جرګې ځینو غړو د ولسي جرګې په رئیس میررحمان رحماني تور لګولی چې د ملي شورا ټول ساتونکي یې شړلي او پر ځای یې خپلې ملېشې راوستې دي.

 د مشرانو جرګې غړي امان الله عظیمي په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، چې ښاغلي رحماني تېره شپه راغلی او د ولسي جرګې لس کسان امنیتي مامورین یې د پهره خانې له کنټینرونو په زور ایستلي او پر ځای یې خپلې ملېشې ځای پر ځای کړې دي.

د ښاغلي عظیمي په خبره، ښاغلي رحماني له خپل صلاحیت څخه په ناسمه استفاده خپل خورد ضابط د ډګروال پر ځای او ډګروالان د خورد ضابطانو پر ځای د کورنیو چارو وزارت او د پارلمان له امنیتي رهبرۍ سره له همغږۍ پرته کېنولي دي: (( میر رحمان رحماني ملي شورا په خپل شخصي کور بدله کړې ده او هر کار یې چې زړه وغواړي ټول قوانین او اصول ورته تر پښو لاندې کوي.))

 د مشرانو جرګې بل غړی رحمت الله اڅکزی هم وايي، د ملي شورا اوسني نظامي او ملکي کارمندان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ټولو غړو د اعتماد وړ خلک دي، خو هغه کسان چې نوي د ولسي جرګې د رئیس لخوا په ملکي او نظامي بستونو کېنول شوي دي، د  اعتماد وړ نه دي.

 همدا راز د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم وویل ملي شورا خپل ځانګړي تشکیلات لري او د ولسي جرګې رئیس حق نه لري چې په خپل سر تغییرات پکې راولي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه شاید دا یو ناسم پوهاوی شوي وي، ځکه اداري پلاوي ته دنده سپاري چې دا موضوع وڅېړي.

 دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې څو غړو هم میر رحمان رحماني ته په اشاره ویلي وو چې د پارلمان ځینې غړي د تېلو د مافیا مشران دي او د بهرنیو ځواکونو په نوم میلیونونه لیټره تېل له ګمرک پرته افغانستان ته راواردوي او په ازاد بازار کې یې پلوري.

په میر رحمان رحماني همدا راز تور دی چې د جرګې مشري یې هم د میلیونونه ډالرو په لګولو سره ترلاسه کړې ده، خو هغه لا تر اوسه د یو تور په اړه  هم ځواب نه دی ویلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *