تاند (چهارشنبه، د میزان۳) د حامد کرزي په مشرۍ د سیاستوالو یوه ډله نن د پير حامد ګیلاني په کور کې راټول شوي او د ټاکنو پر ځای یې د سولې د پروسې د دوام غوښتنه وکړه.
په دې ډله کې، چې له حامد کرزي سره یونس قانوني، عطا محمد نور، اسماعیل خان، سید منصور نادري او نور ګڼ سیاستوال یو ځای شوي دي، ټینګار کوي چې تر سولې وروسته د ټاکنو د بهیر تطبیق نتیجه ورکولی شي، ګني په اوسنیو حالاتو کې ټاکنې د بحران رامنځته کېدو سبب ګرځي.
د کرزي له غوښتنې سره یو ځای شوی اسماعیل خان، عطا محمد نور او یونس قانوني هغه کسان دي چې څو ورځې وړاندې یې په هرات کې هم ورته غوښتنه وکړه او ټآکنې یې له بحران سره مخ وبللې.
حامد کرزی غواړي چې ټاکنې وځنډېږي، اشرف غني او عبدالله تر یو وخته واک کې پاتې شي او چې کله سوله وشي، په قانون کې تغییرات راغلل بیا دې په دې مسایلو خبرې وشي.
په کابل کې دپاکستا ن هډه همداځای دی- کله ، کله دآی ، اس ،آی اجنټان هم همدې کور ته راځی دبشپړ معلواتو لپاره دامنیت ملی ۹۰ وم ریاست اسنادو ته دې مراجعه وشی
د حامد کرزي منډې او وارخطایی مونږ ته دا را ښیي چې د جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني دولت جوړونکی ټیم په انتخاباتو کې مخکې دی . د جمعیتیانو د کاندید داکتر عبدالله عبدالله ماته لا له وړاندې مالومه ده ، نوځکه غواړي حد اقل دا پنځوس سلنه واک وساتي .
پاته شوه د سولې خبرې او پروسه ، که طالبان او پنجابیان وغواړي هر وخت لکه ماهي چې له اوبو راوباسې ، تازه وي.
شاهین افغان
karzai is wrong//because by election can choice exactly representative of afghans,
after that can speak with talibs;
KARZAI NEED ONE STRONG PUNCH INTHE MOUTH.