تاند- یو شمېر وسله والو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان له حکومت سره اوربند ته دوام ورکړی دی.
له پکتیکا څخه ازاد خبریال ساحل منګل راپور راکوي چې د دغه ولایت په ومني ولسوالي کې د سولې یا اوربند پلوي طالبانو او د اوربند د مخالفو طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي.
د منګل په وینا د پکتیکا چارواکي تاییدوي چې په دې نښته کې ۹ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
د پکتیکا امنیه قوماندان ملپاسوال محمد عظیم هاشمي وویل چې د طالبانو د دغو دوو ډلو ترمنځ جګړه د ومني ولسوالي په (اتوخونو) سیمه کې هغه مهال ونښته چې د طالبانو يوې ډلې غوښتل د افغانستان له حکومت سره د جګړې پر ځای سوله وکړي، خو بلې ډلې يې مخالفت وکړ.
د هاشمي په وینا په دې برید کې انتحاري حمله هم وشوه.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د لوګر په نارامه ازره ولسوالي کې د قومي مشرانو او سپینږیرو په منځګړتوب د سیمې طالبانو له حکومت سره د دایمي اوربند اعلان وکړ.
د افغانستان ولسمشر، چې د روژې له ۲۷ د کمکي اختر تر ۵ پورې اوربند اعلان کړی و، ویلي چې که طالبان اوربند اوږد کړي د افغانستان حکومت حاضر دی چې اوربند یو کال ته وغځوي.
حاضر ده د افغانستان د حکومت اوربند یوه اوونۍ نور هم دوام کوي.