ارشیف

تاند- یو شمېر شیعه هزاره ګان دا شېبه په کابل کې د غزني پر جاغوري او مالستان ولسوالیو د طالبانو د حملو په خاطر مظاهره کوي.

مظاهره چیانو، چې په بریکوټ یا دهمزنګ کې راغونډ شوي ول، هڅه کوله چې ځان ارګ ته ورسوي خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

د دوی مظاهره د هزاره ګانو فیسبوکي پاڼې په ژوندۍ بڼه خپروي.

دا مظاهره شاوخوا ۴ زرو تنو په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه کتله او اکثرو په خپلو تبصرو کې پښتون قوم او ولسمشر غني ته سپکې سپورې لیکلې.

مظاهره چیانو بیا د مالستان او جاغوري د امنیت غوښتنه کوله.

که څه هم دوی ادعا لرله چې د مظاهره چیانو شمېر شاوخوا ۲ زره تنه دی خو د شپې د تیارې له کبله د خلکو شمېر نه لیدل کېده.

د کابل د ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد مظاهره چیانو ته ورغلی او هغوی ته یې وویل چې په درد یې دردمن دی، سیمې ته ډېر امنیتي ځواکونه استول شوي، نور هم استول کېږي خو د هوا د خرابوالي له کبله نور امنیتي ځواکونه مالستان ته نه شي تللی مګر که سبا هوا ښه وه، د هوا له لارې به ځواک واستول شي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې مظاهره لا روانه ده.

5 thoughts on “یو شمېر هزاره ګان په کابل کې د جاغوري او مالستان د ناامنۍ په خاطر په مظاهره راوتلي”
  1. مظاهره خپل قوانین لري او مخکې له امنیتي ارګانونو اجازه اخیستل ، د خلکو او دولتي وسایلو ، موټرو او دارایی ساتلو لپاره باید مشخص او مسوول کسان تضمین ورکړي.
    که دا مظاهره چیان د جګړې ډېر شوق لري باید دوي جاغورویو او مالستان ته واستول شي .

  2. داسی وطن کي اوسیږو چه هره ورځ مرو، وژل کیږو، توهینیږ
    لکه دسپی وضعت راسره کیږی
    ددوه روپوخلک راباندی حکومت کوی
    کرزی غنی او نور لکه غلامان ناست دی
    خو اصل حکومت همدغو هزارګانو اونورو سره دی

    پوښتونه شرم درته پکاردی
    ددی نه مړشه، لاهم وایی زه دعزت ژوند تیرووم
    بی غیرته پښتانه، بی همته پښتانه

  3. غول خوري چه پښتنو او ولسمشر ته سپکی سپوری وايي دا چه د اڅلویښت کاله پښتانه د اور په لمبو کی سوځي دوی چاته سپکی سپوری ووایي.

  4. د غزنی ۱۱ نوورو ولسوالیو لباره مزی ، غاصبانه تلاش او انحصار!!! خو دا چی هرڅه لری لږ صبر او مقاومت، مردانه عزت غواړی بیا به زموږ زړوری امنیتی قواوی درورسیږی خو په افغانیت مه شرمیږی او نه د شجاعی تر پلیدو وزرو لاندی خیر غواړی، وحدت قوت دی

  5. Any attack on un-armed villagers should be condemned in the strongest term. But the universal laws of Isaac Newton that each action produce a reaction is still valid.

    How come the affair of multi ethnic province of Ghazni – the remain of one of the largest empire – exclusively represented by only one of its part?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *