خبریال: همت الله (ښرنه) د پکتيکا ولايت شاوخوا دوه زره اوسيدونکو په سوله ييز لاريون کې له ولسمشر ډاکټر اشرف غني څخه د پکتیا د والي د لېري کېدو غوښتنه وکړه.

د پکتیکا اوسيدونکو په داسې حال دا غوښتنه وکړه چې د سې شنبې په ورځ ولسمشر ډاکټر اشرف غني پکتيکا ته په سفر تللی و.

لاریونوالو د دې ولایت والي محب الله صمیم په فساد او بې کفياتۍ تورن کړ او له ولسمشر څخه يې غوښتنه وکړه چې نوموړی له دندې ګوښه او له ځان سره کابل بوځي.

تر دې پخوا هم د پکتیکا ځینو خلکو خپل والي په فساد او بې کفایتۍ تورن کړی خو والي د دوی تورونه رد کړي او هغه یې د شخصي عقدو او دښمنیو پر اساس بللي دي.

لاريون د قومونو او قبایلو چارو له ریاست څخه پیل او د ښرني د بازار د شهیدانو په چوک کې د ولسمشر د تګ تر وخته درې ساعته دوام وکړ.

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرني د بازار د اتحادیې مشر او د لاریون ګډونوال بنارس رسنیو ته وویل والي محب الله صمیم په تیرو پنځو کلونو کې د پکتیکا له ولایت سره خیانت کړی او خلک يې په ډېرو بهانو تير وستي دي

(( موږه تر هغو په قراره نه کښینو چې والي له دندي ګوښه شوی نه وي که ولسمشر زموږ ستونزې هواروي نو والي دې له ځانه سره بوځي چې موږ يې له غمه خلاص شو))

د دې لاریون یوه بل ګډونوال او قومي مشر ملک پاچا خان د لاريون پر مهال وویل، تر څو چې دا والي په دې ولایت کې وي ډېر کم امکان شته چې په دې ولایت کې دي امنیت راشي او پرمختګ وشي.

پاچا وايي، والي له ولسمشر سره د ملاقات لپاره ټول هغه خلک ورغوښتي وو چې له نوموړي سره په شوکو او غلاوو کې شریک دي چې د پکتيکا د خلکو استازيتوب نشي کولی

بل خوا ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل، د یوې اونۍ په اوږدو کې به د دې ولایت په رهبري کې ژور بدلون راولي.

ولسمشر وويل چې د دې ولایت له مرکز ښرني بڅخه د ډيورڼډ تر کرښې پوري به لويه لاره ترانزیټي کړي او په زیربنایي پروژو به کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *