خبریال: ظفرباوري پکتیکا

د پکتیکا د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، او د مدني ټولنو فعالانو د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د دې ولایت لپاره بېرته پخوانی والي راولېږي، او دوی له متین پرته بل والي نه مني.

دوی دا غوښتنه په داسي حال کې کوي چې د پنجشنبې په ورځ د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر په امر د پکتیکا په ګډون د اتو ولایتونو لپاره والیان معرفي کړل.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري د دې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، والي کریم متین په تېرو څلورو میاشتوکې په دې ولایت کې د پام وړ او اغېزمن کارونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د پکتیکا د والي خبري په ځینو رسنیو کې غلطي تعبیرشوي او د نوموړي اصلي مطلب نه دی خپور شوی.

1بابری وایې، له څېړنې او پلټنې پرته د والي لري کول د پکتیکا د ولسونو سپکاوی او توهین دی.

قومي مشر وکیل پاچاخان وویل،((عبدالکریم متین پکتیکا ته له ښه پلان اوښه نیت سره راغلی وو.))

نوموړي زیاته کړه، متین د خپل کار په لومړیو ورځوکې د ټولو قومونو استازي راوبلل، له هغوی یې د پکتیکا د پرمختګ او ښېرازي لپاره مشوره وغوښته.

پاچاخان وایي:((والي صیب زموږ په خلکوکې ډېرښه نفوذ پیداکړی ؤ، د خلکو فاصلې یې له دولت سره له منځه یوړې، خو چې نن یې حکومت لري، د پکتیکا خلک په خپلو قربانیو پښېمانه کوي، او د دوی د ارادو پروړاندې دا یو لوی تېری دی.))

پاچاخان زیاتوي، ولسمشر دي له دوی سره  د خپلې  کړې ژمنې سره  سم چې ویلي یې و، هر والي به د شپږو میاشتو ازموینې لپاره لېږي، ترسره کړي، ځکه چې کریم متین د څلورو میاشتو له تېرېدو وروسته په داسي حال کې ګوښه شو چې د دې ولایت خلکو ته یې ازموینه مثبته او اغېزمنه وه.

پاچاخان همداراز وویل، د پکتیکا ټولو قومونه د عبدالکریم متین پوره ملاتړ کوي، تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي، څو نوموړی بېرته دې ولایت ته راونه لېږل شي.

د مدني ټولنې فعال  محمدالله همتیار هم وویل، چې د پکتیکا نوي والي د خلکو په زړونو کې ځای پیداکړی وو.

نوموړي زیاته کړه، والي د دې ولایت ټولې هغه ادارې په حرکت راوستې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې بې مسؤلیته او بې پوښتنې وې.

همتیار وایې، که د ملي یووالي حکومت د پکتیکا خلکو ته خپل والي بیرته راونه لېږي، دوی به له ټول حکومت سره پرېکون اعلان کړي.

دا په داسي حال کې ده چې نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د پکتیکا یو شمېر خلکو د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې له امنیت شورا غوښتنه کړې وه چې د پکتیکا والي د ګوښه کېدو پرېکړه دې بیرته واخلي.

One thought on “یو شمېر پکتیکاوال وايي له عبدالکریم متین پرته بل والي نه غواړو”
  1. پکتیکا والو ورونو ښاغلی عبدالکریم متین به ښه شخصیت و زه د هغه په باب ډیر معلومات نه لرم . خو نوی ټاکل شوی والی ښاغلی امین الله شارق یو پاک نفسه ، تجربه لرونکی ، مدبر او زړه سواندی شخص دی. هغه زما د پوهنتون د دوری ټولګیوال و ، په خپلو کارونو کی ډیر دقیق ، صادق او رښتینی دی ، فکر کوم دا به د پکتیکا والو خوشبختی وی چی ستاسو لپاره داسی یو فعال او په خپل ولس مین شخص ستاسو د ولایت د مشر په حیث غوره شوی دی.
    که د پکتیکا ولسونه دښاغلی شارق د پلانونو او کار ملاتړ وکړی ، ډیر ژر به ستاسو ولایت د پرمختګ او سولی نوی مرحلی ته ورسیږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *