د امنیتي ځواکونو په ننګه مظاهره

تاند- لسګونو افغان ځوانانو نن د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په ننګه مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو په بدخشان ولایت کې د افغان ملي اردو د سرتېرو بې رحمانه وژنې په کلکه وغندلې.

مظاهره چیانو د کابل له پُلي سوخته څخه تر شهید فرخنده واټه پوري لاریون وکړ.

مظاهره چیانو د لاریون په لړ کې افغان امنیتي ځواکونو ته ګلان ورکړل.

د جمعې په شپه د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې وسله والو سختدریځو د افغانستان د ملي اردو پر پوستو په برید کې له ۳۳ عسکرو څخه له نیولو وروسته سرونه پرې کړل.

یو شمېر مظاهره چیانو په زابل کې د ۳۱ هزاره افغانانو د تښتولو په وړاندې د حکومت پر چوپتیا د اعتراض څرګندولو په خاطر په سمبولیک ډول خولې پلستر کړې او یو شمېر نورو په لاسونو کې شعارونه نیولي و چې پرې لیکلي و:«موږ بدخشان یو»، «۳۱ هزارګان راپیدا کړئ» او«ستراتیژیکه چوپتیا بس کړئ.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *