تاند- په کابل ښار کې نن یو شمېر ځوانانو د کابل د پرونۍ تروریستي حملې پر ضد اعتراض وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دې بې رحمانه برید عاملانو ته سزا ورکړي.
اعتراض کوونکي د کابل د نوي ښار پارک ته څېرمه د عدالت غوښتنې په خیمه کې راټول شول. دوی د دې برید د غندلو ترڅنګ له حکومت څخه د جدي پلټنو او مجرمانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
دوی، چې شعارونه یې په لاسونو کې نیولي ول، دولت د دې ډول پېښو په مخنیوي کې په پاتې راتلو ملامت کړ.
د کابل د تېرې شپې په حمله کې، چې ګرین ویلیج ته نژدې وشوه، ۴ تنه شهیدان او ۱۱۳ تنه نور ژوبل شول. د ټپیانو په منځ کې په لسګونه ماشومان هم شامل دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې دا ډول نور بریدونه به هم وکړي.
اعتراض کوونکو ځوانانو وویل، حکومت مکلف دی چې د ولسي وګړو امنیت خوندي کړي او یوازې د تروریستي بریدونو په غندلو اکتفا ونه کړي.
دوی د دولت له وسله والو مخالفانو هم وغوښتل چې د عام ولس له وژلو لاس واخلي او د وینې توییدا پر ځای سولې ته حاضر شي.
خونړۍ حملی هغه څه دی چی بلاحدود،قتل عام یا ژوند او ژوی ختمول هم ورته ویلی شواو دا په ګران افغانستان کی د آی-اس-آی ،ایران او نور (چی په قاموس د انسانیت کی ورته د ارذل الناس ګاونډیو اصطلاح کارولی شو) زموږ ګلالی ځوانان استعمالوی چی یواځی همدی جګړی اوتباهی د خپل کورته ترجیح ورکوی او قتل او تباهی ته امتیاز وایی چی دا د جاهلو شر اچوونکو منطقوی کړیو تحمیلی شرط دی.
حال دا چی انسان اصلا نور انسانی امتیازات تر جنګ وړاندی لری چی ډیر لوړ ارزښت لری او انسانیت مزین کوی او جنګ یی وروستی او نهایی انتخاب دی ،خو دی ترینرانو جنګ او تباهی ته لمړیتوب ورکړی او منطق یی ترینران وایی او دی ګلالیو ته د منطق، اخلاق نیکو ،خدمت او نورو انسانی کړنو او همدردیو چانس نشته .
هیڅکله دغو حامیانو د جنګ،جنګیالیو ته ندی ویلی چی دا غذایی مواد،ادویه یا البسه درسره واخلی او خپلو سیمو کی مستحقینو ته یی ورکړی ، حال دا چی د اخلاقو او خدمتونو اثر تر جګړی زیات دی ، خو دا جاهل دوستان زموږ ګلالی دپاره جنګ او تباهی ته اولیت ورکړی ځکه دوی شر غواړی نه خیر د طرفینو، چی شرعی مسؤلیت دی.