یو لیکوال یو خدمتګار داستاد عبدالله بختاني خدمتګار د ادبي ژوند په اړه جوړ شوی مستند فلم دی چې څه موده وړاندې د ملي تلویزیون اوافغان هنر پروډکشن له خوا د ګویته انستيتوت او خیر بنسټ په مالي مرسته جوړ شوی دی. ددې فلم د لارښوونې چارې د محبوب الله خان له خوا ترسره شوي دي. دیادونې وړده چې څه موده وړاندې ددې مستند فلم د پرانیستنې غونډه دملي تلوېزیون په تالار جوړه شوې وه چې لسګونو فرهنګیانو، دولتي چارواکو اود استاد بختاني مینه والوپه کې ګډون کړی وو.