تاند- یوه هانګ کانګي پانګوال ویلي، که هر چا د ده لور قانع کړه چې واده ورسره وکړي، ۱۸۰ ملیون ډالر ورکوي.

ګومان کېږي چې د دغه ملیاردر لور همجنس بازه ده.

د ټاپ نیور د راپور له مخې، تر دې وړاندې د چین د هانګ کانګ د چیوک نانګ هولډینګ لمیټډ کمپنۍ خاوند (سیسیل) اعلان کړی و چې که چا د ده له لور سره واده وکړ نو ۴۰ ملیون ډالره به ورکړي، خو وروسته له دې چې د ده لور ۲۰ زره کاندیدان رد کړل، پرېکړه یې وکړه چې د پیسو اندازه زیاته کړي.

د دغه پانګوال لور (جې جې) نومېږي او ویلي یې دي چې په هیڅ صورت خپل خوی نه بدلوي.

خو سیسیل باور لري چې بالاخره به د ده لور یوه ورځ خپل نظر بدل کړي او کورنی ژوند به پیل کړي.

3 thoughts on “یو ملیاردر: که هر چا زما له لور سره واده وکړ، ۱۸۰ ملیون ډالر ورکوم”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *