تاند- له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت د راپورونو له مخې نژدې یو ملیون افغانان په مخدرو موادو روږدي دي.
د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت په راپور کې، چې د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په مرسته یې چمتو کړی، ویل شوي:«نژدې یو ملیون افغانان په نشو روږدي دي. د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو ترمنځ د تریاکو او هیروینو د معتادانو شمېر ۵۳ او ۱۴۰ فیصده زیات شوی دی.»
د افغانستان د ۲۰۱۲ کال د مخدرو موادو په راپور کې دا هم ویل شوي چې په مخدرو موادو عادت کسان پر ټولنې او کورنیو له اقتصادي پلوه هم بوج دي او هغوی د کال د درې سوه ملیون ډالرو په ارزښت مخدرو مواد استعمالوي.
په راپور کې د مخدرو موادو استعمال، تولید او د هغو د تولید لپاره د کوکنارو کښت د افغانستان لپاره یوه لویه ازموینه بلل شوې چې په پایله کې یې خورا منفي ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي اغېزې پر افغانستان مرتبې شوي دي.
په راپور کې د مخدرو موادو او د هغو د استعمالوونکو په وړاندې د افغانستان د حکومت په ستراتیژۍ کې د پرمختګ یادونه شوې او ویل شوي:
«د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ ترمنځ ۵۸ فیصده زیات شوي خو په مجموع کې د دغو مرکزونو ظرفیتونه ټیټ دي ځکه چې یوازې په هیروینو او تریاکو یوازې ۵ اعشاریه ۹ روږدي کسان تداوي کوي.»
افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو زیات یعني په سلو کې ۹۰ تریاک تولیدوي. له تریاکو څخه، چې له کوکنارو ترلاسه کېږي، هیروین جوړېږي.
مخدره ټوکی او نیشه کول زموږ په پاک دین کی حرام دی زموږ دین اسلام ده ټول وایو چه موږ مسلما ن یو بیا ولی مخدره ټوکی بیا ولی نیشه کول؟ زما په اند هر څه عا ملونه لری هیڅو ک نه غواړی چه څا بی خیثیته کړی که انسان ښکلی روز ګار ولری دکا ر زمینه ورته برابره وی یو مشروع مصرو فیت پیدا شی هیڅکله روغ انسا ن څا نه لیوانی نه جوړوی دا ګنا ه دچا دی؟