تاند- د ۱۹۶۲ م کال ۲۵۰ GTO فیراري موټر په کلیفورنیا کې په ۴۸ ملیونه او ۴ لکه ډالره وپلورل شو.

دا موټر تر ټولو قیمتي موټر دی چې عامو خلکو ته د لیلام لپاره وړاندې کشو.

دا موټر په ایټالیا کې جوړ شوی دی خو د امریکا په کلیفورنیا کې لیلام ته وړاندې شو.

دې فیراري موټر په ۱۹۶۲ م کال د ایټالیا د موټرځغاستې اتلولي ګټلې. وروسته هم د دغه موټر لومړي خاوند په ۹ سیالیو کې پرې لومړی مقام خپل کړی دی.

په ۲۰۰۰ م کال د موټرو امریکايي کلیکسیونر او د نیمریکس سافټوېر شرکت ريیس ډاکتر ګریج وایټین واخیست.

تر دې وړاندې تر ټولو په لوړه بیه یو فیراري په ۲۰۱۴ م کال په ۳۸ ملیون او یولک ډالره لیلام شوی و. یو فیراري موټر، چې هغه هم د۱۹۶۲ کال ۲۵۰ (جي ټي او) ماډل و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *