بدلون اوونيزه دريمه ګڼه
(د افغان ملت په وړاندي نوې تبلیغاتي چلنجونه)
جګړه لویه بلا ده، ورانۍ جوړوي، د ټولني هر څه اخلي او ټولنه بدیو ته ور ټېل وهي. جګړه ذهنونه او شخصیتونه دواړه ژبلوې. مادیات او معنویات دواړه زیانمنوي، انساني ټولنه د ډول ـ ډول بدمرغیو لور ته بېایي.
په افغانستان کي جګړه نوې نه ده، ۴۰ کلونو ته نږدې کېدونکې ده چي د وینو په ډنډ کي يې یواځي افغان ولس راګېر دی. له کومه چي افغان ولس ددې ډاروونکې او ژوبلوونکې بلا په غېږه ورغلی، هر څه یې له یاده ترې ایستلې، معنویات یې ورسپک کړي، ذهنونه یې ور مخرش کړي او بشر یې ورته سپک او ناچېزه معرفي کړی، ځکه چې جګړه هم وینه تویوونکې او تلفاتې ده. په هلمند کي له ۲۰ زیاتې کورنۍ اهل هنود ژوند کوي، دا په داسي حال کي ده چي د دوی شمېر په افغانستان کي له کورنیو جګړو مخکي ۲۰ زره تنو ته رسېده، خو د کورنیو جنګونو په لړ کي د دوی زرګونه وګړي د افغانستان پرېښوولو ته اړ سول.
د دوی په وینا چي د روسانو د یرغل مخکي هغوی آرام ژوند لاره او هېڅ ډول ستونزي یې نه لرلې، خو د سره پوځ په راتلو سره د دوی بدبختیو او ربړونو زور واخیست او د ډېرو ټولنیزو ستونزو له وجهي یې ډېر پاکستان او هندوستان ته کډه سول.
اهل هنود د هلمند په شمول د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو لکه مرکز کابل، کندهار، غزني، جلال اباد ا، خوست او … کي اوسېږي او خپلو بچیو او کورنیو ته په تجارت ــ تېکه پلورلو، دکاندارۍ او د یوناني درملو په پلورلو نفقه پیدا کوي او شپه و ورځ ورباندي سبا کوي.
وایي چي د سلطان محمود غزنوي د سلطنت په دوره کي هغه امر وکړ چې په غزني کي ټول اوسېدونکي اهل هنود او سیکان له غزني ووځي اوله هغه ځایه کډه وکړي، دا داسي وخت و چي نه موټر او نه هم د حمل و نقل بله وسیله موجوده وه، اهل هنود ددې پرېکړې په اورېدو ډېر خواشینې سول. ناڅاپې په همدې ورځ بهلول صاحب له لارې تېرېده او له اهل هنودو سره مخامخ سو او د هغوی خفګان یې وپوښت.
هغوی د سلطان د امر خبره ورته وکړه، ددې خبرې په اورېدو بهلول صاحب سخت خفه سو او د سلطان دربار ته ورغی او په لټه یې سو، له درباریانو یې د سلطان پوښتنه وکړه، هغوی په ځواب کې ورته وویل چې سلطان صاحب د دربار مسجد کي جماعت ورکوي (امامت کوي)، بهلول صاحب چي مخکي ېې په سلطان پسې لمونځ نه و کړی، مسجد ته ورغی او د لمانځه نېت یې پسي وکړ، د لمانځه په منځ کي به چي کله سلطان (الحمدُ اللهِ ربِ العلمین) تلاوت کاوه، نو بهلول صاحب به له شاه د (الحمدُ اللهِ ربِ المسلمین) ږغ ورپسي کاوه، کله چي جمع خلاصه سوه نو سلطان د بهلول صاحب نه وپوښتل:
(ایا ما په تلاوت کي کومه تېروتنه کوله چي تاسو به له شا ږغ راپسې کاوه؟)
بهلول صاحب په ځواب کي ورته وویل:
( تاسو په تلاوت کي اشتباه کوئ، ځکه الله پاک په خپل کلام کي فرمایلي دي چي ټول ثنا او صفت هغه ذات لره دی چي دی رب د ټولو مخلوقاتو دی او تاسو په دې یخ ژمې کي امر کړی چې ګنې غزني یواځي د مسلمانانو مېشت ځای دی او ټول اهل هنود او سیکان دې له غزني ووځي، ستاسو د فرمان پر اساس پروردګار (ج) خو یواځې د مسلمانانو دی، نه د ټولو مخلوقاتو.)
سلطان محمود غزنوي ددې خبرو په اورېدو سره سخت متاثره سو او بیرته یې اهل هنودو ته په غزني کي د ژوند کولو حق ورکړ.
د پورته کیسې څخه دا جوتېږي چي اهل هنود هم د هیواد د نورو اتباعو په څېر یو ډول حقوق لري، له ټولو حقوقو باید برخمن سي، مادیات او معنویات یې باید تاءمین سي، ځکه هغوی له پېړیو- پېړیو همدلته ژوند کوي، له دې خاورې سره مینه لري، د دې خاورې په هر ډول پرمخیون خوښېږي او په هر ډول غمېزه یې غمجن کېږي.
په هلمند ولایت کي د اهل هنود د قوم وکیل ( بهاګ سینګ ) وایي چي دوی له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د خلګو له لوري مزاحمت، ددوی د مړو لپاره شمشان (هندوسوز)، په وړاندې یې تبعیض او تفرقه، په مورنۍ ژبه د ښوونځیو نه شتون، د ځوانانو لپاره یې په بشپړه توګه لوړو زده کړو ته نه لاسرسی، پر لاره تېرېدونکو ماشومانو او ځوانانو ته یې سر خوږونه او ځورونه، امنیتي ګواښونه او نور… هغه غټي ستونزي دي چي دوی يې بالاخره د افغانستان پرېښولو ته اړ کړي دي.
(په هلمند کي د اهل هنودو د قوم مرستیال ویساګ سینګ) د ظاهر شاه د نظام او داودخان د حکومت دوره له هغو دورو وګڼلې چي د ده په وینا ددوی لپاره د ژوندانه هر ډول شرایط مساعد وه، حتی چي د ډاکتر نجیب الله د حکومت په دننه کي د دوی ډېری خلګو کار کاوه.
دی زیاتوي چي که حکومت د دوی ستونزو ته حللاره پیدا نه کړې، ژر ده چي دوی به خپلې کمبلې او شړۍ ټولوي چي زما په فکر دا به بیا د افغان دولت لپاره یوه بله د شرم مسئله وي.
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۳) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۹\ ۱۳۹۳