تجوید یوه پوهنه ده چي په هغې کي د قرآن عظیم الشان د سم تلاوت کولو لاري چاري او د هر توري د ادا کولو مخرجونه او صفتونه پکښې بیان سوي وي. دغه راز پوهني ته نني ژبپوهان ږغپوهنه یافونولوژي (Phonology) وایي. په عربي ژبه کي لومړی معلوم سړی چي د تجوید په باب ئې لیکني کړي دي، خلیل بن احمد فراهیدي (۷۱۸ ـ ۷۹۱ ) دئ. په پښتو ژبه کي تجوید لیکنه څه د پاسه څلور سوه کلنه سابقه لري او لومړنی معلوم سړی چي په پښتو ژبه ئې پر تجوید باندي لیکنه کړې ده، اخوند دروېزه ننگرهاری (۱۰۲۸هـ ق مړ) دئ. د اخوند دروېزه پښتو تجوید( مخارج الحروف) نومېږي او دده د مشهور او مقبول اثر مخزن الاسلام دریم فصل د تجوید همدا منظومه رساله ده.  تر اخوند دروېزه وروسته دملا شیرمحمد هوتک تجویدالافغاني موږ ته معلوم دئ چي دا هم په نظم لیکل سوی او له اسرارالعارفین سره یوځای چاپ سوی دئ. د تجوید لیکني دود نورو پښتنو عالمانو هم پاللی دئ او ماته تر شلو زیات پښتو تجویدونه معلوم دي چي په نظم و نثر لیکل سوي او زیاتره ئې چاپ سوي هم دي.

د سږ کال (۲۰۱۸ع) په اپریل کي ویرجینیا ته د یوه سفر په ترڅ کي زما محترم دوست او اشنا ښاغلي عبدالباري جهاني له خپل کتابتون څخه د پښتو یوه زړه نسخه د کتلو له پاره زما استوگنځي ته راوړه. دا نسخه ما کاناډا ته راسره راوړه اوتر کتلو وروسته راته څرگنده سوه چي دا د پښتو تجوید یوه نومورکې رساله ده چي په نظم او نثر دواړو لیکل سوې ده. لومړی یو مطلب په نظم بیانوي، بیا ئې په نثر تشریح کوي. د پښتوتجویدونوپه لړ کي دا لومړی اثر دئ چي په لیکلو کي ئې له نظم او نثر دواړو څخه کار اخیستل سوی دئ.

دا رساله به زه ددې لیکني له درنو لوستونکو ته وروپېژنم.

دا نسخه لویه نیم تخته یي قطع لري او پر ژیړ کاغذ په توره سیاهي لیکل سوې ده خو د متن ځیني توري، کلمات او نومونه ئې په سره رنگ کښلي دي. خط ئې نسخ دئ. لیکدود او املا ئې دواړه گډوډ دي او دې گډوډۍ ئې لوستل یو څه سخت کړي دي. که څوک د تجوید په مصطلحاتو ونه پوهېږي، مطلب ځني اخیستلای نه سي. (ځ) او (څ) دواړي د (څ) په شکل کاږي. د (ښ) پر ځای کله کله (خ) لیکي. د اضافت دال ته (هـ) ورکوي. دغه راز د زوَر( فتحه) پر ځای (هـ) او د پېښ (ضمه) پر ځای (و) کاږي.  د متن هر مخ ئې په دوو غبرگو چوکاټو کي نیولی دئ. د متن سرلیکونه او د هر مبحث په پیل کي دوه بیتونه ئې هم چوکاټونه لري .نسخه ته ئې منظم رکابونه ورکړي دي او د سر او پای دسپینومخونو په گډون ئې د پاڼو شمېر اته دېرش دئ چي شپږ اویا مخه کېږي. د نسخې له گنډلو او نورو نښو نښانو څخه داسي ښکاري چي نسخه ترمیم سوې او په مصنوعي توگه زړه سوې ده. پاڼو څنډي ئې د زړتابه ښوولو په نیامت سوځول سوي دي.وقایې ته ئې د زاړه ټوکرپوښ ورکول سوی دئ. له دې نسخې سره په سر کي یوه بله منظومه رساله هم گنډل سوې ده او تر دغي منظومي رسالې دمخه په پښتو ژبه د نظم او نثر څو مخه سته چي بېلابېلي موضوعگاني پکښې بیان سوي دي. ددې دواړو برخو پېژندنه به بل وخت ته پرېږدم.

د تجوید د همدې رسالې د لیکوال (محرر) نوم ښوول سوی نه دئ خو دونده (دومره) قدر وایي چي د” کوهستان” د ” شهور” اوسېدونکی دئ . دده خپله وینا چي د رسالې په پای کي ئې راوړې ده،داسي ده :

محـــــــرر د کــــــوهستان دئ      په شـــهور کي ئې مکان دئ

له آخــــــــــــــره ده لـــــــــــړزانه     ته ئې وســاتې رحمانه

مور و پلار چي دده ځان دي      نور چي څه کل مـــؤمنان دي

وي دي تل هم په  رحمت کي     ستا له دره پـــــــه قیامت کي

بیا ملا چي د شـــــــــهور دئ      چي دې فن له په ظـــهور دئ

غواړي اې طالبه ځـــــــــوانه       تل دُعا ســـــــــــــــــتا له زبانه

” شهور” په جنوبي وزیرستان کي د سرواکی (Sarwakai) تحصیل د یو کلي (ځای) نوم دئ. د محسودو قبیلې د (شمن خېلو) ښاخ ته عام خلک ( شهور شمن خېل) وایي. د پښتون ژغورني غورځنگ بنسټ ایښوونکی مشر منظور پښتین په همدغه شهور کي په کال ۱۹۹۴ع زېږېدلی دئ. خو په پورتنیو بیتو کي د راغلي” شهور ملا” پېژندنه نوره څېړنه غواړي

د نسخې کاتب” محمد ملک ملېزی” نومېږي او دغه نسخه ئې د  بزرگي (محرم) د میاشتي په اوولسمه د دوشنبې په ورځ سنه ۱۲۱۲ هـ ق کي په ” موضع اخگرام” کي بشپړه کړې ده. دده خپل عبارت داسي دئ :

” تمت دسخط محمد ملک ملیزی موضع اخگرام په میاشته ده به زرګه کِه په ول سمه ورڅه ده دوشنبه کښ تمام شه :: کتابه ۱۲۱۲

څما په خط کښ نظر مه کړه

زړه مِ غمژن دی خطائی به پکښ وینه”.

دغه کال (۱۲۱۲هـ ق = ۱۷۹۷ع) پر لوی افغانستان باندي د سدوزي شاه زمان د پاچهۍ پنځم کال دئ.

اخگرام د خیبر پښتونخوا په دیر (dir) ولسوالي کي د یوه ځای نوم دئ. دا ولسوالي په شمال کي له چترال او په ختیځ کي له سوات سره گډه پوله لري. دا ټولي سیمي د افغانستان د پامیر په جنوب کي پرتې سیمي دي او له همدې اسیته ئې ( کوهستان) هم بولي.

لکه یادوَنه چي مي دمخه هم کړې ده، د رسالې موضوع تجوید دئ. د رسالې په سر کي ئې یو وار بې له حرکاتو څخه د الفبې توري راوړي دي، بیائې له حرکاتو( فتحه، ضمه، کسره) سره یوځای راوړي دي، ورپسې ئې له تنوین، ساکن نون،مدّ اواشکال سره مل لیکلي دي. تر هغه وروسته ئې د پښتو توري په مفرداتو او مرکباتو کي په نظم ښوولي دي. مثلاً د (ټ) توری ئې داسي ښوولی دئ :

پــــــــټه کوټه ده         پکښې ټوټه ده

لکــــــــــه وټه ده       ښه پې غوټه ده

دغي تشریح ئې شپاړس مخه نیولي دي. ورپسې اصلي رساله تر ثنا و دوعا وروسته داسي پیل کېږي :

پس له یــــــــاده د ســــــــبحانه      چي رحـــــــمان رحیم باله شي

او له درود د مصــــــــــطفی نه          چي مقتدا ســـــــلیم وایه شي

او له نـــــــــعت د آل مجتبی نه          چي پېشوا حلیم ستایه شي

او له بخششه د هـــــــــــــرچانه          چي له خدایه نه ، ښــــایه شي

…………….

………………

ا ء  هـ  گوره اې ځــــــوانه          ع او ح واوره له مـــــــانه

غ او خ واړه په شــــــــمار          شپږ حروف دي د اظهار

مسمی دي دا حروف په اظهار سره ځکه چه دوی دي سبب له پاره د اظهار د نونین یعني ظاهرونکي دي نون ساکن او تنوین لره. نون ساکن هغه نون دی چه نه وي وله حرکت چه زور، زېر، پېخ (پېښ) دی. لکه اَن  شه. او تنوین یو ساکن نون دی چه وایه شي په ادا د دوو حرکاتو د یو حرف کښ لکه اً اٍ اٌ.”

د رسالې پای داسي دئ :

“ضابطه خلاصه کوتاه شوه      په قانــــــون د رمز ادا شوه

په حــــساب کي ئې بیتونه       د لزت شـــــوه درې حرفونه

یعنی قلیل اللفظ او کثیرالمعنی شو په طور د رمز سره او ابیات په حساب د (ز)، د (ل)، د(ت) سره دي چه (ز) اووه، (ل) دېرش، (ت) څلور سوه نو شو اووه دېرش له پاسه څلور سوه او تاخیر د (ز) په لام باندي په بیت کي له پاره د خاصیت د معنی دی پکښ او تقدیم په حساب کښ له وجهِ د مرتبې دی ځکه چه (ز) احاد او لام عشرات او (ت) مآت او اُحاد مقدم په عشراتو او عشرات په مِآتو باندي ــ الخ”

(یادوَنه) : په اصل نسخه کي ز، ل، ت په سره رنگ لیکل سوي دي خو ما په قوسینو کي ونیول. (م.هـ)

ددې نسخې تر دې لنډي پېژندني وروسته باید وویل سي چي زما د معلوماتو له مخي د پښتو تجویدونو په لړ کي دا نوې رساله ده. که ئې نوري نسخې وموندل سي، ښایي د لیکوال او ناظم په باب ئې زیات څه تر لاسه سي. سمدلاسه په همدې لیکنه د پښتو تجویدونو تاریخچې ته یوه بله اضافه هم ورولوېږي.

آشاوا ــ کاناډا

۱۲ دسمبر ۲۰۱۸ع

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *