تاند- د هند په حیدراباد کې د معلوماتي تکنالوژۍ یوه ځوان ماهر یا متخصص ادعا کړې چې د بې درکه شوې مالیزیايي الوتکې څرک لګولی شي.
انوپ مارتو، چې په دیجټل ګلوب نومي سټیلایټ کمپنۍ کې کار کوي، وايي چې د ده کمپنۍ څو ورځې مخکې خپل ډاټا بېس د عامو خلکو پر مخ پرانست او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د بې درکه شوې الوتکې په موندلو کې مرسته وکړي.
دغه ۲۹ کلن هندی ماهر وايي چې د سټیلایټ یا سپوږمکۍ په QB 02 ډاټا کې یې یو عکس ومونده چې په یقین د مالیزیا بې درکه شوې الوتکه ده.
د ده په وینا دا عکس مالیزیايي الوتکه د اندمان ټاپوګانو (شبپور) سیمې ته نژدې پر یوه ځنګل دپاسه ښيي. دا هغه سیمه ده چې یوازې یې دفاعي ځواکونه کاروي او ملکي الوتکو ته په دې سیمه کې د الوت اجازه نشته.
بله خبره دا ده چې په دې عکس کې الوتکه تر عادي حالت په ټیټه ارتفاع کې الوت کوي چې باد هم پر لګېږي. د انوپ مارتو په باور الوتکه د دې لپاره دومره ټیټه شوې چې له راداره ځان وژغوري. بله خبره دا ده چې د دې الوتکې اندازه د ورکې شوې هغې هومره ده.
دغه هندي ځوان د مالیزیايي الوتکو د موندونکو له ډلې غوښتي چې د ده په هڅه د موندل شوي عکس په اړه هم څېړنې وکړي.
په دط هیله چې مالیزیايی الوتکه ومندل شي د دې مالیزیايي نجلۍ افغاني سندره واورئ:
ډېره ښه یې ویلې ده. 🙂