ښوونځی

پنجوايي ولسوالي چي مخکي به ورڅخه د تاوتریخوالي راپورنه خپرېدل خو د امنیت په ښه کېدو سره اوس ددغي ولسوالۍ څخه د پرمختګ ، سولي او امن راپورنه ورکول کیږي .

تېره ورځ هم دغه ولسوالي د یوه پرمختګ شاهده وه چي پکښي یو ښوونځی او یوه ديني مدرسه پرانستل سول .

دغه ښوونځی او مدرسه ددې ولسوالۍ په دستګيري کلي او مرکزي برخه کي جوړ سول چي د زده کونکو شمېر پکښي ۳۰۰ تنو ته رسيږي . د کندهار ولایت د پوهني ریاست مسؤلین وړاند وینه کوي چي د روان تدریسي کال تر پايه پوري به په دغه ولسوالۍ کي زیات شمېر ښوونځۍ او مدرسې پرانستل سوي وي د پوهني ریاست د تدریسي مرستیال محمدعوض نظري په وینا چي ددې ولسوالۍ خلګ او قومي مشران د زده کړو سره مينه لري او د پوهني د ریاست سره ډېره همکاري کوي (( دا دوه ویشتم ښونځی او يوه نوې ديني مدرسه ده ، چي په پنجوایي ولسوالۍ کي  دپوهني رياست مسؤلينو په هلو ځلو پرانيستل کيږي ، د روان ښوونيز کال ترپایه به په نوموړې ولسوالۍ کي ټول مکاتب د قومي مشرانو په همکارۍ دزده کونکو پرمخ خلاص سوي وي ))

د نوي حلکومت په ژمنو کي هم د پوهني د بهير پیاوړتیا په لمړنیو ګامونو کي راځي او د چارو څېړونکي هم پدې باور دي چي په یوه ټولنه کي هغه وخت بشپړ امنيت ، پرمختګ او سوله راتللای سي چي د هغې ټولني ځوان قشر د زده کړو په ګاڼه سمبال کړل سي تر څو ورته د خپل کور ، هیواد او سيمي ګټي معلومي سي او د پردیو د دسيسو ښکار نسي .

سرچينه : – د سولي کیسې پروګرام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *