تاند- یوټیوب غواړي چې د خپلو مینه والو د زیاتولو لپاره سږ کال یو نوی پروګرام پیل کړي.

د دغه پروګرام پر اساس به یوټیوب د ملیونونو ډالرو په لګولو خپلې ویدیوګانې جوړې او د یویټیوب له لارې به یې وړیا خپرې کړي.

دا ویدیوګانې به سبسکرایب کېدو (ګډونوال) ته اړتیا نه لري بلکې هرڅوک به یې کتلی شي خو اعلانونه به مني.

یوټیوب هیله لري چې له دې لارې به زیات اعلانونه ترلاسه کړي.

یوټیوب دا کار د دې لپاره هم کوي چې ځیني اعلان خپروونکي د دې ویبپاڼې پر یو شمېر ویدیوګانو اعتراضونه لري او دا مسله سبب کېږي چې د یوټیوب اعلانونه اغېزمن شي. خو د یوټیوب خپلې ویدیوګانې به دې چاینل ته زیات اعلانونه جذب کړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، یو ټیوب به تر راتلونکي کال پوري د څه باندې ۴۰ نویو شوګانو او فلمونو د جوړولو لپاره په سلګونو ملیون ډالره پانګونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *