که څه هم څو ځله په دغه جنګ ځپلې هیواد کې سوله تکرار شوه څو ځلې جنګ ته د پای ټکي کیښودل شوه، دغې لنډ مهالو سولې وروسته به بیا جنګ تود شو.

د هیواد شته پرمختګ او لاسته راوړنې به په سیند لاهو او بیا ځلې به د ابادۍ لپاره د وخت حاکمان لاس په کار شول. ډیر تېر تاریخ ته به نه ځو څلویښت کلن جنګ او سوله به نظر کې ونیسو.

د داؤد خان شته حکومت او پنځه کلن پلانونو باندی دیر تیز کارونه شروع او د ګاونډي هیوادونو انګیزه داسې وه، چې د افغانستان پرمختګ د ګاونډیانو په ضرر ثابتیږي، دغه انګیزه زمونږ قلمي او توند لفظونه د ژبې په سر کارولو سره چې تر اټک مو لوي هیواد دی، زمونږ پریمانه اوبه باید مهار او ګاونډي هیوادونو سره حساب وشي، دا چې مونږ د نورو هیوادونو پشان قوي او پر پښو ولاړ قایم نه وو، نو ګاوندیانو د داخلي خود غرضو اشخاصو ته زمینه برابره کړه او شته حکومت یې له منځه یوړ بیا د نوي حکومت نغارې ټمبیدې او د روسانو په همکارۍ نوی حکومت رامنځته شو، او د لنډ مهالې سولې زمزمې خورې شوې، دا چې دلته تنظیمي او فکري ډلې زیاتې وي څوک د خلقي، پرچمي او نورو حزبونو ډلې حضور درلود، نو د هیواد واک د یوې ډلې لاس کې پریوتې وو، نو پردیو هیوادونو چې دلته یې ګټې خوندي نه وي بیا داخلي خود غرضو اشخاصو په همکارۍ جنګ تود او د سولې او عدالت شمعې مړې شوې، د هیواد شته عاید لوټ او ویجاړ شول، جنګ لا تود شو تر هغې چې نجیب د غلامۍ او مرتد په نامه په دار وځړول شو.

تاریخي ځایونه ویجاړ او ملي شتمني په ګاونډیانو باندې وپلورل شوي.

د واک ګدۍ دا ځل د بلې اسلامي ډلې چې مجاهدینو ډله ورته ویل کیږي په لاس ورغله د جنګونو او نفرتونو د لاسه خلک مهاجر شول خپل کورونه یې پریښودل مهاجرت یې قبول کړ.

د سولې او پرمختګ لپاره مشرانو د الله پاک په کور کې سره راټول او قسمونه وخوړل خلکو خوښي ښکاره کړه چې نور به هیواد د ابادۍ لور ته ځي، خبر نه وه چې د ګاونډیانو لاسونه دومره اوږده وه چې زما خود غرض مشران په یوه ثانیه کې بی اتفاقۍ او خپلو منځونو کې سره قتل ته مجبورولی شي. لنډمهاله خوښي بیا په سیند لاهو او جنګ تود شو د حکومت واک بیا یوې اسلامي ډلې ته په واک کې د نورو هیوادونو په مرسته ولوید؛ یو ځل بیا د لنډې مودې لپاره سوله او ارامي شوه دا چې مخکې مې وویل دلته تنظیمونه زیات وه او ځینو ډلو په حکومت کې ځان لیدو او ځیني به نه لیدو او د نه لیدو په صورت کې به د یو بل سوپر طاقت غاړې ته ځان غورځوو، او شته حکومت به یې رانسکور او ټولې لاسته راوړنې په سیند لاهو او بیا ځلې به د ابادۍ لپاره د مرستندویو هیوادو په لاس کاغذي کارونه پیل شول.

نوې حکومت چې د حامد کرزي په لاس د امریکاه او همکارانو لخوا رامنځته شو او طالب نظام ړنګ شو؛ یو ځل بیا د جنګ میدان په سوله او ارمۍ تبدیله او د بیا رغونې کارونه شروع شول.

معارف، صحت، سیاست، بیارغونې او بنسټونو جوړولو لپاره کارونه په چټکۍ شروع شول، د پرمختګ ترڅنګ مو راتلونکو نواقصو ته هیڅ پاملرنه ونه کړه، علت یې د ډلو او تنظیمونو سره د امریکاه د عایداتو او سهمونو په سر تړونونه او غیر قانوني عاید ورکول وه؛چې زما مشرانو د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه مخکې $ دا لوټ نه وو لیدلې د امریکاه لخوا داسې بې پلانه وویشل شوې چې یو ځل بیا د پرمختګ ترڅنګ څو کورنۍ د عائد له مخې وپړسیدل.

څو کلونو تیردو سره د سولې او پرمختګ کارونه ټکنۍ او جنګ راتود شو؛ دا چې د اوسني حکومت مشرانو د خدمت او ولس ته د کارونو پرځاې شخصي ګټو باندې مصروف وه او ولس د فساد، بی عدالتۍ، انارشیزم او قومي تعصب لمنې وهلو څخه په تنګ راغلل نو ډیرې سیمې د یو ځل بیا د طالبانو ولکې ته ولیدلې.

هره ورځ دواړو خواو ته مرګ ژوبله زیاته شوه لرو پرتو سیمو باندې بمبار او ښار کې انفجارونو د مرګ زیاتوالي ترڅنګ د بیارغونې کورونه په ټپه او ملي شتمني لوټ شوي.

نږدې ګاونډي هیوادونو لاسونه دیر زیات را اوږده او نباتي جګړې میدان وګرځید چې اوسنۍ جګړې ته سړه جګړه ویلی شو.

له امریکاه او همکارانو یې هم لاره غلطه ده دومره مصارفو ترڅنګ نه باثباته هیواد پاتې شو او نه د امریکاه لاسته راوړنې. د سولې خبرې بیا شروع دي دا ځل سوله،اوربند او د عسکرو وتل د طالب چارواکو او د امریکایانو ترمنځ ده طالب چارواکي دا انګیزه لري؛ چې اوسنې حکومت د امریکاه په لاس جوړ او باید له دوي سره خبرې وکړو او یوې نتیجې ته ورسیږو.

د اوږد مهالې سولې لپاره څه باید وشي؟

امریکاه ته څه پکار ده چې سوله راشي؟

طالب چارواکو ته څه پکار دي؟

ولس په خپلواک حکومت درلودو کې کوم رول ادأ کړی؟

د دریواړو نظریات او مشورې مهمې دي او باید عمل جامه ور واغوندي.

دا چې امریکاه او همکارانو راتګ سره د وخت په تیردو جنګ بیا ګرم او د سولې او اوربند پخاطر د طالب لورې لوي شرطونه نظامي حضور، طالب بندیان سپارل، د قانون په زیاترو مادو کې تغیرات راوستل، د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بولي او دغه شرطونو څخه طالب چارواکي نه پر شاه کیږي؛ نو امریکاه ته پکار ده، چې د طالب دغه شرطونو ته غاړه کیږدي او د بهرنیانو وتلو مهال ویش اعلان کړي؛ داسې زمینه هم برابره کړي، چې اور بند وروسته به داخلي کړکیچ نه رامنځته کیږي، ټول خنډونه به له منځه وړي، هغه که د بهرنیانو یا داخلي مشرانو لخوا راپیښیږي.

بل پلو په طالب چارواکو هم باید نړیوال دا شرطونه عملي کړي، چې نور باید دلته ګاونډي هیوادونو لپاره سیاسي او نظامي حضور زمینه برابره نشي، هیڅ یو هیواد په نقصان دا خاوره استعمال نشي.

دا ځکه چې دغه ترخې تجربې مونږ څو ځلې تکرار او د اور لمن ته پریوتو. ولس ته پکاره چې دواړو خواو ته داسې مشورې ورکړي، ترڅو مونږ یو موټی او خپلواک هیواد ولرو ټول قومونه او تنظیمونه باید خپل فعالیتونه د هیواد ابادۍ او ورورولۍ لپاره ترسره کړي.

که د هند او چین مثالونه وړاندې کړو چې هلته د څو مذهبونو او قومونو خلک استوګنه کوي، خو د مملکت د بربادۍ لپاره یو بل سره نه وژني. کچیرې په قوانینو کې مو فرق وو، نو دواړو لورې مشران باید ولسونه راټول ولس په مشوره د هیواد د پرمختګ لپاره تغیرات رامنځته کړي.

ولس ته پکاره ده چې سولې څخه وروسته په دواړو خواو غږ وکړي چې نور یو بل د تنظیمونو او حزبونو په سره ونه وژني؛ مونږ باید انتخاباتو له لارې حکومتونه رامنځته کړو نه د پخوا پشان زور او جګړې له لارې!

ولس باید پر حکومت فشار راولي، ترڅو د شفافو انتخاباتو لپاره زمینه برابره هر تنظیم یا ډله چې غواړي ولسمشرۍ یا وکالت لپاره ودریږي، د شفافو انتخاباتو لارې واک ترلاسه کړي.

مونږ باید ټولو هیوادونو سره اقتصادي، سیاسي او ټولنیز روابط ولرو، هغه که ګاونډي اسیا هیوادونه دي او که اروپایي هیوادونه دي.

ځکه هیوادونه زنځیر په شکل یو بل سره تړلي دي؛ په اخېره کې به داسې ووایو چې مونږ سوله غواړو، تل پاتې سوله او خلپواک ګران افغانستان غواړو!.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *