په افغانستان، بیا په ځانګړي ډول هلمند غوندې یوه سیمه کې د ژورنالیزم په برخه کې کار کول اسانه خبره نه ده. ډېر کم کسان د خپل احساس او مینې له مخې دې ته زړه ښه کوي چې د ژورنالیستیکي دندو په مټ د خپلې سیمې ستونزې، پرمختګونه او د خلکو ږغ له خلکو او نړۍ سره شریک کړي.
په هلمند ولایت کې همداسې یو ځوان ښاغلی سردار محمد سروري نومیږي، چې له ماشومتوبه یې له ژورنالیزم سره مینه وه او بالاخره بریالی شو چې همدې ډګر ته راشي او له دې لارې د ولس چوپړ ووهي.
ښاغلی سروري د ۱۳۶۳ کال د غبرګولي پر ۱۸ مه په بلوچستان کې زېږېدلی، که څه هم د ماشومتوب شپې او ورځې یې له خپلې پلرنۍ مینې لیرې په کډوالۍ کې تېرولې، خو دا یې د ګران پلار ښاغلي معلم عبدالصمدخان، سالمه روزنه وه چې نوموړي ته یې په هماغه کوچنیوالي کې له خپل ګران هیواد او کلي سره د ژورې مینې احساسات ورکړل.
کله چې په هیواد کې یو ځل بیا د ښوونځیو دروازې د خلکو پر مخ خلاصې شوې، ښاغلی سروري له خپلې کورنۍ سره د هملند ګرمسېر ولسوالۍ ته راغی او دلته یې له څلورم ټولګي څخه زده کړې پیل کړې.
د ښوونځي تر پای ته رسولو سره سم یې د همدې ولایت په یوناما، اې ایل پي او یوسایډي موسسو کې دنده ترسره کړه.
ښاغلی سروري په خپلو دندو کې بریالی و، او له یوسایډي سیمه ییز دفتر څخه یې د ښه کارکوونکي ستاینلیک هم ترلاسه کړ.
دا چې ښاغلي سروري له ماشومتوبه د ژورنالیزم سره مینه درلوده، د همدې شوق او ذوق د خړوبولو لپاره یې د هلمند په راډیو ټلویزون کې د خبریال دنده پیل کړه. نوموړی په خپله اداره او د خبریالۍ پر ډګر ښه وځلېدی، او له همدې لارې یې د خپلو خلکو ږغ تر چارواکو او اړوندو مسئولنیو ورساوه.
د دې تر څنګ یې په هلمند او کابل کې د ژورنالیزم بېلابېل کورسونه او په دې برخه کې خپله شخصي مطالعه وکړه او لا لګیا دی د ښه پوهېدو لپاره هڅې کوي.
ښاغلی سروري دا مهال په هلمند کې د شمشاد ټلویزون او میډیوټیک افغانستان خبریال، او تر څنګ یې یو مدني فعال دی، چې تل د خپلو خلکو او سیمې د ستونزو په حل پسې ګرځي او په دې لار کې خولې تویوي.
د خپلو ژورنالیستیکي هڅو او زیار له امله یې له چین راډیو څخه د غوره خبریال ستاینلیک هم ترلاسه کړی دی.
ښاغلی سروري د خپل کار او زیار په مټ د خپلې کورنۍ ټولو مالي چارو ته اوږه ورکړې، او د ټولنې تر څنګ د خپلې کورنۍ د غړو خدمت هم کوي.
د نوموړي یوه بله ځانګړنه دا ده چې یو ښه شاعر دی، او په خپلو شعرونو کې د خپل هیواد د ښکلا، مینې او درنښت ستاینې کوي.
د ګرمسیر په نوم یو ویبلاګ هم لري چې د هلمند د ټولنیزو، سیاسي او کلتوري چارو په اړه په کې لیکل کوي.
له هیواد سره ژوره مینه لري، همېشه یې پر شونډو موسکا وي او د خپلو ملګرو او ځوانانو خدمت ته ولاړ وي.
موږ په دې دعا چې ګران سروري تل همداسې خوشحال او ګړندی وي، یوه سپارښتنه هم کوو چې نوموړی د خپل کار تر څنګ لوړو زده کړو ته هم جدي پام وکړي او په راتلونکې کې لا زیات بریالی، د خپلې کورنۍ او ټولنې خدمتګار شي.
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳