سیف الله څرګند

که له تاریخي افتخاراتو، ویاړنو تاریخي قدامت څخه راتېر شو. ننني حالت ته په کتو سره یو غریب، د ځان په ویر اخته او د ژوند په هره برخه کي له ستونزو سره لاس او ګرېوان ولس یو.

له اقتصادي پلوه په یو کمزوري حالت کي یوو. ټولنه مو له اقتصادي اړخه نامتوازنه ده، په ښارونو کي د اوسېدونکو اقتصاد په کوچني یا د منځنۍ سطحه تجارت باندي ولاړ ده، خو د وخت جبر او نا برابرو شرایطو ورته هیڅکله هم د ښه کار فرصت نه دی ورکړی.

د لري پرتو سیمو د اوسېدونکو اقتصادي منابع کرکېله او کرهڼه ده، چي د وسایلو د نه شتون، د تولیداتو لپاره د مارکیټ نه شتون، د کرهڼې په برخه کي نا مسلکي توب … هغه ستونزې دي چي د دوی ژوند ننګوي، ډېر وخت کروندګر مجبور سوي دي څو داسې څه کرلو ته لاس واچوي چي د قانون له مخه یې کرل جرم وي.

حرفوي او لاسي کارونه چي یو وخت له مهمو کارونو څخه شمېرل کېدل نن تقرېبآ په ټپه ولاړ دي. کارکوونکو ته د حکومت نه پام لرنه او د تولیداتو لپاره د بازار نشتون یې له اساسي ستونزو څخه شمېرل کېږي. په ۲۰۱۲ کال کي پاکستان د افغانستان غالۍ و نړیوال بازار ته د پاکستاني تولیداتو په توګه عرضه کول یې د یو مثال په توګه یادولای شو.

له فرهنګي اړخه له پوره خطر سره مخ ولس یو، تېر ۲۵ کاله یې خورا ترخه ول، هر چا په پوره بې شرمي او سپین سترګي سره د افغاني کلتور د له منځه وړلو او کمزوري کولو دپاره خپل پوره وس او توان و ازمایه، پردو ته له کوره وفادارو ونډه هم تر چا کمه نه وه.

د دې ولس د ژوند او ټولنیز حالت په هر اړخ که فکر وکړو، له بې شمېرو ستونزو او کړا ونو سره لاس او ګرېوان ده.

د پوهنې ضعیف او کمزوری حالت تر بلي هرې ستونزې ډېر د اندې شنې وړ ده، ځکه چي تېر څلوېښت کاله یو په بل پسي په خپلو کله د بل په امر، کله د خپولو شخصي ګټو په خاطر جنګېدل، په هیواد کي د ګڼ شمېر اقتصادي، فرهنګي، کلتوري مرکزونو له منځه وړل چي د هیواد په حالاتو او اوسېدونکو یې خپل بد او کرغېړن تاثیرات ساتلي دي، د هیواد اوسېدونکي په مختلفو کوچنیو ډلو وېشل چي په ملي یووالي یې خپل منفي تاثیرات لرلي دي، دا او داسې نور د وړ پوهي د نه شتون، د حالتو څخه د ځان او هیواد په ګټه اخیستلو وړتیا نه شتون، چي په ټوله کي ورته کمزوری تعلیمي حالت ویللای شو له امله دي.

کمزوری تعلیمي حالت تر بل هرڅه یو ټولنه یا ولس ډېر له خطر سره مخامخ کوي، چي موږ یې یو ښکاره مثال یو، زموږ لویه کمزوري زموږ  بېسوادي  ده، موږ که د بل د ګټو قرباني یو، موږ که د نورو د ګټو وسیله یو، دا ځکه چي د پوهي اوسواد له اړخه زموږ فقیر فکرونه د بېګانه ګانو د شومو اهدافو د درک توان نه لري.

د اسلامي او ملي ارزښتونو له نامه او حیثیت سره د ماشومانو رقم لوبې کول لکه د دین، مذهب، هیواد … په نامه له نازکو او تنکیو احساساتو څخه استفاده کوم تصادفي او عادي خبره نه د، او نه هم د پنځه ګونو حواسو په رڼا کي د فيصلې نتيجه ده.
نو:
هغه څه چي موږ تر بل هرڅه زر د بر بادي او لور ته کشکاږي بې سوادي ده، او هغه څه چي د دي ټول درمان کېدای سې سواد او پوهنه ده.
د پوهي او د پوهي د ملګرو ملګري شئ.
د مثال په ډول یې مطیع الله ویسا یادولی شو.

مطیع الله ویسا د هندوستان د پوني په ښار کي یو محصل ده، د خپلو درسونو او ډېر لرېوالي سره په دي وتوانید چي له خپلو کمو شخصي امکاناتو څخه ډېر کار وکړي.

د ملګرو او دوستانو په مرسته یې په لري پرتو سیمو که ښوونځیو د خلاصون لپاره ډېري هڅې وکړي چي تر ډېره مثبتې وې، د لري پرتو سیمو اوسېدونکي ته یې په ښارونو کي د زده کړي زمینه برابره کړه، د لري پرتو سیمو له ښونځیو سره یې د قرطاسي او نور وړ امکاناتو مرسته کړي ده، په ګڼ شمېر ولایتونو کي یي په د ټولو لپاره کتابتونونه جوړ کړي دي، په ټول افغانستان ته کي یې د کتاب راټولو کمپاین کړی چي په خپل ډول کي یو نوښت و…

د خپلو کړو خدمتونو له امله په دا ورستیو  کي د سواد نړیوال ادارې د نړۍ په غوره ۳۰ ځوان رهبرانو کي حساب کړ.

دا معمولا هغه کسان وي چي نړۍ کي یې د تعلیم په برخه کي ډېر کار کړي وي.

زموږ ټولنه سواد مطیع الله رقم یو څو نور رضا کاران غواړي.

د هیواد د رغښت، سمون او پرمختګ لپاره هیله ده، د هر مثبت او پوهنیز بهیر ملګري شئ، ټوله انرژي مو په کار واچوئ تر څو د وروولې په فضا کي د یو روښانه سبا لرونکي مخلوق و اوسو.

سیف الله څرګند
حیدراباد-هندوستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *