سید شاه ویاړ –

ارزونه Evaluation

د ارزونې لغوي مانا؛ د یوه شي په اړه قضاوت کول او د یوه شي کیفیت په ګوته کول.

په اصطلاح کې ارزونه یوه کُلي رسمي او منظمه پروسه ده چې د اشخاصو او شیانو د مختلفو ځانګړتیاوو په اړه د اطلاعاتو د راټولولو او د هغې د تحلیل، تجزيې، قضاوت کولو او بالاخره د هغې نه وروسته د هغې په اړه په تصمیم نیولو پای ته رسیږي. یا ارزونه یوه منظمه پروسه ده چې موخو ته د رسیدو کچه مالوموي.

ارزونه موږ ته اطلاعات په کیفي ډول وړاندې کوي، که څه هم په ارزونه کې په کمي(عددي) ډول هم اطلاعات را تللی شي؛ خو هغه هم باید تعبیر، تفسیر او توصیف شي. لکه یو څوک د ارزونې په جریان کې ۱۰ نمرې اخلي چې همدا ۱۰ نمرې اعظمي نمرې دي، یانې له دې پورته نمرې موږ په همدې ارزونه کې نه لرو، وروسته له سنجولو نه د همدې کس په اړه چې ۱۰ نمرې يې اخیستي دي قضاوت کوو او نوموړی اول نمره اعلانوو، یا يې اعلی درجه اعلانوو. دلته مو د نوموړي کس ۱۰ نمرې چې کمیت وو په کیفیت بدلې کړې او د راټولو شوو اطلاعاتو له سنجولو وروسته مو د ده په اړه قضاوت وکړ، هغه مو په اعلی درجه کې راوسته.

ارزونه هم په دوه ډولونو ویشل کیږی :

۱ . ارزشیابي یا کُلي ارزونه

۲. ارزیابي یا شکلي ارزونه

کُلي ارزونه هغه ده چې عین وخت کې څو شیان سنجوي او بالاخره د هغوی په اړه قضاوت کوي. لکه د نظارت غړي یوه ټولګي ته ورځي، هلته د استاد د تدریس میتود، د زده کوونکو د زده کړې کچه او د ټولګي انظباط سنجوي او بیا يې په اړه قضاوت او ارزونه ترسره کوي.

خو په شکلي ارزونه کې یوازې د یوه شي په اړه قضاوت صورت نیسي. لکه د نظارت غړی راځي او په مضمون د شاګردانو د تسلط درجه مالوموي.

د ارونې نقش او اهمیت

د ارزونې اهمیت او رول په لاندې څلورو برخو کې په ډاګه کیږي:

۱ . موجوده حالت له مطلوب حالت سره پرتله کوي.

۲. د یوه ښوونیز پروګرام د کیفیت ښه والی د ارزونې پواسطه کیږي.

۳. د یوه ښوونیز او روزنیز پروګرام مؤثریت ټاکي پدې مانا چې دا تعینوي تر څو مالومه کړي چې نوموړی ښوونیز او روزنیز پروګرام ګټور دی او کنه.

۴. د ارزونې څخه وروسته موږ کولای شو مناسبه تصمیم نیونه وکړو یانې کولای شو وروسته د یوه پروګرام د ارزونې څخه هغې ته د دوام او یا نه دوام و، په اړه تصمیم ونیسو.

سنجش Assessment

د سنجش لغوي مانا؛ بررسي، تخمین، براورد دی.

او په اصطلاح کې سنجش یوه عمومي، منظمه او جاري پروسه ده چې د هغې پواسطه د پالیسیو، ښوونیزو پروګرامونو، شاګردانو د مختلفو ځانګړتیاوو په اړه اطلاعات راټولیږي. سنجش کیدای شي رسمي یا غیر رسمي وي او سنجش کیدای شي اطلاعات په کمي یا کیفي ډول وړاندې کړي. سنجش د فرد یا بل څه په اړه اندازه ګیري کولای شي خو قضاوت نشي کولای. سنجش د مشاهدې، مصاحبې، آزمایښت او نور په وسیله تر سره کیدلی شي.

اندازه کوونه یا اندازه ګیري Measurement

اندازه کوونه هغه پروسه ده چې د هغې پواسطه د شیانو د ځانګړتیاوو په باره کې په کمي ډول موږ ته اطلاعات را کوي. خو د اندازه کوونې وسایل باید معیاري او سټنډرډ وي تر څو پایلې يې په هر وخت او ځای کې ثابتې وي. اندازه کوونه مستقیمه او غیر مستقیمه توګه تر سره کیدای شي.

کله چې موږ د یوه شي فزیک ځانګړتیا اندازه کوو، دې وخت کې مستقیمه اندازه کوونه صورت نیسي. لکه د یوه دیوال د اوږدوالي مالومول یا د اوړو د یوې بوجۍ د وزن مالومول….

خو که چیرې موږ د انسانانو رواني ځانګړتیاوې مالومول غواړو، نو دلته غیر مستقیمه اندازه کوونه صورت نیسي. مثلاً کله چې د امتحان پواسطه موږ د شاګردانو د زده کړې کچه مالومول غواړو، نو هغوی ته سوالونه ورکوو تر څو هغوی ته ځواب ووايي، دلته پارچې د پوښتنو پواسطه موږ د هغوی د زده کړې کچه مالومه کړه چې دا یو ډول غیر مستقیمه اندازه کوونه ده.

د ارزونې او سنجش تر منځ توپیر:

تر هغې وخته پورې چې د راټولو شوو اطلاعاتو په رڼا کې مو قضاوت نه وي کړی موږ د سنجش په حالت کې قرار لرو، خو کله چې قضاوت ترسره شو، نو موږ د سنجش له دایرې څخه د ارزونې دایرې ته ننوځو. ارزونه د سنجش په خلاف، یوه جاري پروسه نه ده. لکه شاګردانو څه زده کړیدي؟ دلته پروسه قطع شویده. که ووایو چې شاګردان څه زده کوي؟ دا یوه جاري پروسه ده، چې سنجش ور ته ویلای شو.

د ارزونې دنده قضاوت کول دي، خو د سنجش دنده د ستونزو تشخیصول دي.

په ارزونه کې هر وخت یو کس د نورو پواسطه ارزول کیږی؛ خو په سنجش کې کولای شو خپلې ځانګړتیاوې په خپله وسنجوو.

امتحان:

امتحان یوه رسمي پروسه ده چې د هغې پواسطه د شاګردانو د زده کړې درجه مالومو یا یو لړ پوښتنې دي چې د شاګردانو په واک کې ورکول کیږي تر څو هغوی يې ځواب کړي او موږ د دې لارې د شاګردانو د زده کړو په اړه مالومات خاصلوو.

امتحانول یا آزمایښت

کله چې امتحان په عمل کې پياده شي دې ته آزمایښت وايي.

پوښتنپاڼه :

پوښتنپاڼه هم د اندازه کوونې یوه وسیله ده، ځکه د دې پواسطه هم کولای شو اطلاعات را ټول کړو. خو د امتحان سره يې فرق د اندازه کوونې وړ موضوع له مخې کیږي. امتحان توانايي اندازه کوي یانې د فرد اخیري توان او ځواک چې په شناختي، حرکي او رواني ساحو پورې تړاو ولري د امتحان پواسطه اندازه کیږي. خو پوښتنپاڼه بیا غیر توانايي چې په عاطفي ساحه پورې تړاو ولري اندازه کوي، لکه طبیعي وضع، معمولي وضع، د شخصیت ځانګړتیاوې او علاقه مندی د پوښتنپاڼې پواسطه اندازه کیدلای شي.

بل توپير يې په دې کې دی چې امتحان موږ ته اطلاعات په عددي ډول را کوي، خو پوښتنپاڼه هم په کمي او هم په کیفي ډول موږ ته اطلاعات را کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *