تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: د ټاکنو کمېسیون یو کمېشنر تایید کړه چې پر کمپیوټري سیسټم یې سایبري بریدونه شوي دي، خو وايي، د الماني انجینرانو په رارسېدو یې د رایو د پایلو بانک د هر ډول سایبري حملو څخه خوندي کړی دی.
محمد حنیف دانشیار وايي، دا مهال د کمېسیون د کمپیوټري سیسټم ټولې تخنیکې برخې له هر ډول امنیتي لحاظه خوندي شوي دي او د کمېسیون د کمپيوټري سیسټم سیکیورټي خورا سخته شوې ده.
نوموړی وايي، دا کار وروسته له هغې شوی چې د درمالوګ دوه متخصص انجینران تېره ورځ له جرمني څخه کابل ته راورسېدل او له بایومتریک دستګاو څخه یې سیسټم ته د پایلو رسولو برخه کې یې ستونزې هوارې کړې.
ښاغلي دانشیار زیاته کړه، د کمېسیون پر سرور رښتیا هم سایبري بریدونه شوی دي: (( زموږ سرور د ټاکنو مهم ترین شی دی، موږ د سایبري احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات وکړل، ځکه بریدونه روان وو او زموږ کارمندانو هرڅه تشخیص کړل، موږ اوس هڅه کوو چې زموږ د سرور امنیت له پیاوړی وساتو.))
دا په داسې حال کې ده چې د کمېسیون لخوا تېره ورځ په یوه اعلامیه کې هغه اوازې رد شوې وې چې د کمېسیون پر سرور سایبري بریدونه شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون د عملیاتي او تخنیکي برخې ریاست خو لا اوس هم دا خبره ردوي چې د کمېسیون پر کمپیوټري سیستم سایبر بریدونه شوي دي.
همدا راز د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ هم ویلي چې د کمېسیون پر تخنیکي سیسټم د هیڅ ډول سایبري بریدونو اثرات نشته.