تاند- چینايي رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد په چنګدو ښار کې یوه سړي خپله لور له تری تم کېدو ۲۴ کاله وروسته موندلې ده.

د وانګ مینګ په نوم یوه مېوه پلورونکي د خپلې لور د موندلو لپاره ډېرې خوارۍ کښلې وې خو بالاخره یې د خپل دغه ارمان د پوره کولو لپاره په چنګدو ښار کې د ټکسي چلول پیل کړل چې ګوندي خپله لور یوه ورځ وویني.

له دې لارې یې هم لور ونه مونده تر دې چې نن /اپریل ۳/ دوی وتوانېدل چې د انترنیټ له برکته یو بل سره وویني.

چینايی رسنیو له ښاغلي وانګ سره سمدستي مرکې ورکړې او نن په ټول چین کې دې موضوع د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

د وانګ لور د ورکېدو په مهال درې کلنه وه.

وانګ په دوکان کې مېوه پلورله چې ناببره یې لور له څنګه ترۍ تم شوه.

ده او مېرمن یې کلونه – کلونه په خپلې لور پسې کوڅې او ښارونه وپلټل، په ورځپاڼو کې یې اعلانونه خپاره کړل خو نه بریالي کېدل.

دوی په انترنیټ کې یوه ځانګړې ویبپاڼه هم جوړه کړه چې ګوندي څوک یې لور وروښيي.

وانګ او مېرمن یې، په دې هیله چې بالاخره به خپله لور یوه ورځ ومومي، له چنګدو ښاره بل ځای ته کډه نه شول.

ده د خپل ټکسي موټر په شاتنۍ شیشه د خپلې لور د ورکې غټ اعلان سریښ کړی و.

له همدې کبله هم د دې د لور قضیې ته رسنیو زیات پام واړاوه.

پولیسو په څو ماشومو نجونو شک راغی خو د ډي این اې ازمېښتونو وښودله چې نه دي.

تېر کال ښاغلي وانګ یو نوښت وکړ. ده د خپلې لور (فنګ) خیالي انځور وایست. هغسي چې ده فکر کاوه چې په لوینې کې به څرنګه ښکاري.

دا عکس په انترنیټ او ټولنیزو رسنیو کې زیات شریک شو.

له چنګدو څو زره کیلو متره لېرې یوې ښځې دا عکس ولید او په دې حیرانه شوه چې دا عکس دې ته زیات ورته والی لري.

هغې له وانګ سره تماس ونیوه. دوی ډېر ژر د ډي این اې ازمېښتونه وکړل چې پکې معلومه شوه چې دا هماغه ورکه شوې نجلۍ ده چې وانګ پسې لالهانده ګرځېده.

نن /سې شنبه/ کانګ ینګ (لور) چنګدو ښار ته لاړه او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوه.

چینايي رسنۍ وايي چې نجلۍ (کانګ ینګ) څو کاله چنګدو ته په یوه نژدې ښار کې تېر کړي او بیا یوه بل ښار ته وړل شوې ده.

ژر به د پولیسو تحقیقات څرګند کړي چې دا چا تښتولې وه او دا دومره موده یې څه کول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *