دا افغانستان دی؛ دلته لږ له زور نه کار اخستل ګټه رسوي، د شهید سردار محمد داډؤد خان وخت او د هغه حکومتي اجرات ولې ستایل کېږی؟ امر امر وو، هېچا ترې سر غړونه نشوای کولای، حکومتي مامور او حکومتي ادارې به نوم درلوده، نه داسې چې اوس ښاغلي او آغلې حکم صادر کړي او ترلاس لاندې مامورین یې په خوله پیاز هم نه خوري.

دلته هغه متل صدق کوي (چې ډب نه وي ادب نه وي) یا هغه بله عامیانه اصطلاح چې افغانستان سوټه مسلمان، دلته هرڅه یو ځل تجربه شوي دي. په هر حال را به شم خپلې موضوع ته.

د کابل ښار او همدارنګه د نورو لویو  ښارونو هوا، اوبه او خاوره ورځ تر بلې د چټلېدو په حال کې دي، چې د چټلېدو ګن شمېر عوامل لري. د نفوسو زیاتوالی د غیر معیاري سون توکو څخه استفاده، کنډو کپر سرکونه، خامې کوڅې، د زړو موټرو شتون، د غیر معیاري او خود سره ودانیو جوړېدل، د ښاري فرهنګ نه مراعاتول، په حکومتي ادارو کې نه هماهنګي او وظیفوي تداخل ټول ددې سبب شوي دي، چې په ښارونو کې د ښاریانو ژوند یې له ګنو ننګونو سره مخ کړی دی، سره لدې چې هر کال د کال په لومړنیو ورځو کې کابل ښاروالۍ، کرنې وزارت او د چاپیریال ساتنې اداره د ګڼ شمېر نیالګیو کېنولو پراخ کمپاین ترسره کوي او تر میلیون زیات شمېر نیالګي د ښار په مختلفو برخو کې کېنوي، ولې د نه پاملرنې له امله یې زیات شمېر بېرته وچېږي او یا یې نمو دومره بطي ده، چې سړی حساب پرې نشي کولای.

ونې او ځنګلونه د هوا په پاکوالي او د ښارونو په سمسوریتا کې خورا ارزښت لري او دا لومړی ځل دی چې کابل ښاروالي کابل ښاریانو ته ګواښ کوي چې کچېرې د هر دوکان او هر کور تر مخ چا نیالګی نه و کېنولی او د خپل دوکان او کور مخه یې نه وه سیمنټ کړې ۵۰۰۰ افغانۍ به جریمه کېږي. دا یو ښه او پرځای اقدام دی، دلته چې په هر کار کې له زوره استفاده ونکړې پاتې راځې. ای کاش چې دا اقدام څو کاله د مخه شوی وای، اوس به مو دا ښه اقدام او ښه فرهنګ تر ډېر بریده په کلیوالو کې هم ترویج کړی وای، اما ماهي چې هر وخت له اوبو وباسې تازه وي.

که پر وخت دا سختګیري شوې وای اوس به خلکو د ښارونو پاکول او د نیالګو کېنول د خپل ورځني ژوند یوه برخه ګرځولې وای او ښارونه به مو لدې بد حالت نه لا دمخه خوندي وو.

اوس هم لا وخته ده، باید په ګډه هوکړه وکړو، چې دا ښه اقدام په ورین تندي ومنو، عملي یې کړو او د یوې ښې راتلونکې لپاره همدا نن له ستراتېژیو او طرحو تېر شو او قاطع عمل وکړو، څو زموږ دا کار د راتلونکيو نسلونو لپاره یو منشور وګرځي او دوی هم زموږ لاره تعقیب کړي. پدې کار سره به راتلونکی نسل د مسوولیت احساس وکړي او په کمو امکاناتو او اسانه طریقه به مو عملي حب الوطن روحیه پخپلو ځانونو او راتلونکو نسلونو کې تقویه کړې وي.

په شعارونو وطن نه جوړېږي او دا چیغه نور له ما نیولې تر ټولو پورې عملي کول غواړي چې؛ وایي: (شهر ما، خانه ما)!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *