پسرلی

شهسوار سنګروال نیازی

د ګران افغانستان پیاوړي شاعر او کیسه لیکونکي استاد محمد  صدیق پسرلي هم له دې پاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړې. لوی څښتن دې استاد ته ټول جنتونه، او کورنۍ او هېواد ته دې د ده د غم ځغم ورپه برخه کړي.

را روانې میاشتې او کلونه به ډېر څېړونکي او لیکوال د استاد په اشعارو او کیسو لیکنې، څېړنې او ځیرنې وکوي، د ده پنځونې به وسپړي، او او د ده په آثارو کې به ډېرې پرتې مرغلرې راوځلوي.

 د استاد په آثارو به د افغانستان د ادبیاتو للمه تر ډېرو خړوبه وي.

هغه څه چې به د استاد د شخصیت او پنځونو د هر بل اړخ هومره دې ولس ته پانګه پرېږدي، هغه د افغانستان د روانې پېړۍ د تاریخ په لوړو ژورو کې د ده نه ستومانه کېدونکی مزل دی. ارواښاد استاد پسرلی په دې خاوره باندې ګڼ واکمن او واک ژمن  نظامونه له نږدې ولیدل، د سیمې د سیاست له لوبغاړو او لوبڅارو سره یې ولیدل، او د تاریخي هېواد په ډېرو دېرو او اوجرو، ولسونو او ولسغالو مېلمه شو، او کتابونه کتابونه خبرې یې د دې خلکو او ولس په اړه واورېدې.

خدای دې وکړي چې د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د نږدې یوې پېړۍ یادونه او یادښتونه په لیکلې بڼه راپاتې وي، او ده سره د نورو لیکوالو خاطرې هم ولیکل شي.

په همدې هیله

شهسوار سنګروال نیازی

افغان ادبي جرګه – لندن

One thought on “یو کاروان و چې د ژوند په میره تېر شو””
  1. دگران استاد پسرلي دمريني له كبله دهغه مرحوم تولو دوستانو او خپلوانو ته تسليت وايم خداي تعالي دي وبخشي اودوستانو ته يي صبر ور په برخه كي. پوهنمل دكتور حليم احمدزوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *