عصمت الله صالح

تېره اونۍ له یوه ملګري سره د بل ملګري مېلمستیا ته ورغلو. ډېره خوندوره ډوډۍ یې برابره کړې وه؛ واقعاً ډېر زحمت یې ایستلی و، وریژې، څو ډوله غوښه، کبابونه، سبزۍ [مبزۍ] مشروبات او… خلاصه د ملا صاحبانو په خبره ډېر نعمتونه یې راباندې وخوړل. دوې بجې چې راووتو، ملګري ته مې وکتل:

ـــــ یاره، سړي خو ډېر زحمت ایستلی و، کور یې آباد…

ملګري مې، چې د تګ پر مهال یې پر خېټه لاس واهه، زیاته کړه: “لرې کړه سړیه، ته هم ډېر عجیبه غږېږې، هېڅ ښه ډوډۍ نه وه، هغه قورمه یې دې ولیده، قورمه سړی داسې پخوي، نه یې غوړي لرل، نه ټینګه وه، عیناً لکه شوروا…”

همداراز یوې خپرندویې ټولنې ته مې لسګونه پښتو کتابونه اېډیټ کړل، یوه ورځ یې راته مسېج وکړ چې د پلانکي کتاب متن دې ډېر خراب کړی، فکر کړم بېخي دې کتلی نه دی، ته دا کار نه‌شې کولی…

که پورته دوې بېلګې په غور ولوستل شي، سړي ته د بېلابېلو افرادو پر کرکټرونو د پوهېدلو الهام ورکوي؛ تجسس ته یې اړ کوي، او د دغه ژوند پر ډېرو نالیدلو، ناویلو او ناحس‌شویو اړخونو یې ګوت‌نیونې ته هڅوي. دا دوې بېلګې د هغو  افکارو بیان هم کېدای شي چې خلک ګنګسوي، سردردي ورته پیدا کوي، او د خپلو افرادو هغو ځانګړو ته یې سترګې ور اوړي چې په ټولنه کې په مرموز ډول د انسانیت او اخلاقو خلاف پلانونه زېږوي.

د ډېرو غوړیو خوړل ممکن زما د ملګري ځانګړنه وي؛ ده ته به د نرۍ پر ځای ټینګه قورمه خوند ورکوي، خو دا خصوصیت یې ځکه د اخلاقو خلاف دی چې یوازې فردي غوښتنې پیاوړې کوي، نه کوم مثبت ټولنیز چارچلند، ځکه د دغه عکس‌العمل په وسیله یې هغه پاتې ډک دسترخوان هم نیست وباله. یا لکه د هماغه خپرندویې ټولنې کارکوونکي چې د هغه کتاب له خراب‌بللو او داسې برداشت ښکارولو وړاندې یې زما مخکنیو کارونو هم ونه کتل.

ښه‌والی او کمزوري د چټلې (خیرنې) او پاکې (صفا) هېندارې غوندې دي. مثلاً که زما د جامو بدلولو په کوټه کې دا دواړه هېندارې خوا په خوا ځوړندې وي، ناڅاپه پاکې هېندارې ته زه درېږم او ناپاکې ته مې مېرمن، خو هغه چې زما د آینې صفایي وګوري، سمدلاسه به نمجنه جنډه رااخلي او خپله هېنداره به زما د آینې غوندې صفا کوي. مګر داسې خو به نه کوي چې د خپلې خیرنې آینې له لیدلو وروسته، زما پر آینه هم چټلي ور وموښي، او یا مې څنګ ته ټېله کړي، چې لرې شه په دغه پاکه آینه کې زه ګورم.

د مېلمستیا قورمه که په رښتیا هم خرابه وای، نو زما ملګري ته نه وه پکار چې دغه کوچنۍ خرابي یې پر ټول دسترخوان ور اچولې او د هغوی ټول اخلاص یې پکې محوه کړی وای، بلکې هغه زما خبره یې داسې هم غبرګولای شوای چې هو، ښه ډوډۍ وه، خیر دې یوسي، مګر هغه قورمې یې منېکه چندانې خوند راکړي وي. کټ مټ لکه هماغه خپرندویه ټولنه، که ما هغه کتاب رښتیا هم سم نه وي اېډیټ کړی، یا د لېږد رالېږد په پروسه کې د لومړي او وروستي فایل ترمنځ کوم ناسم‌پوهاوی شوی وي، مګر دوی باید د مخامخ کتلو پر ځای لږ شا ته هم کتلي وای او یو ډول تاکیدي برداشت یې ښکاره کړی وای، مثلاً پلانکی کتاب ډېر خراب شوی؛ ممکن سم دې نه وي کتلی، خو خیر اوس کتاب چاپ شو، مګر  بل ځل به موږ او تاسو دواړه ډېر پام کوو او خپل بزنس (!؟) به نه زیانموو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *