په تیرو څو کلونو کې چې په کابل ښار کې اوسم، نژدې په هر اختر کي مي د ماشومانو په لاسونو کې پلاستیکي ټوپکونه او نورې وسیلې لیدلي دي چې ماشومان یو بل پرې ولي او ځانونه یا نور خوږوي.
په تیر کوچنی اختر کې د همدې وسیلو د پیر او پلور بازار ډیر ګرم و. ماشومانو به ډلې جوړې کړي وې او یو بل به یې په دې خطرناکو پلاستیکي وسلو ویشتل.
دا وسیلې سختې پلاستیکې مرمۍ لري چې پر مخ او بل لوڅ ځای ولګیږي نو سړی سخت خوږوي خو که د جامو له پاسه هم ورباندې ولګیږې نو هغه ځای دې د مچۍ د چیچلو په اندازه ضرور سوی کوي.
یوازې په تیر کوچني اختر کې هغه ماشومان چې په دې مرمیو لګیدلي وو، شمیر یې د سترګو په دولتي روغتون کې تر سلو زیات و. د ډاکټرانو په وینا چې هغه وخت یې ویلي و، له دې جملې څخه به یې څو ماشومان د سترګو له نظیر څخه برخې شي.
د رسنیو رپوټونو او د لیکوالو مقالو د کورنیو چارو وزرات مجبور کړ چې اقدام وکړي او د دې مضرو وسیلو د وارداتو مخه ونیسي او خرڅلاو یې غیر قانوني وبولي.
د دې اقدام مثبته نتیجه په دې لوی اختر کې معلومه شوه. موږ د کابل ښار په مختلفو سیمو کې هغه هټۍ چې د ماشومانو د لوبو وسیلې په کې خرڅیږي ولیدلې چې د مرمیو ویشتونکي توپنګچې او ټوپکونه یې نه لرل.
موږ ډیر ماشومان په پارکونو او د میلو په نورو ځایونو کې ولیدل چې دا ډول وسیلې یا نه وې ورسره او یا په ډیر لږ شمیر کې وې، چې ممکن ځینو د تیر اختر څخه په کور کې ځانته دا وسیلې سالمې ساتلې وې او په دې اختر کې یې له ځان سره را وایستلې.
د کابل په رحمان، نور محمد شاه او احمد شاه بابا مینو کې، چې په تیرو اخترونو کې به ماشومانو په دې خطرناکو وسیلو لوبې کولې نو پر سړک او کوڅه تیریدونکي کسان هم په دې مرمیو لګیدل خو په دې لوی اختر کې داسې څه موږ ونه لیدل.
د کورنیو چارو وزارت دا اقدام د ستایلو دی او هغوی ته باید وویل شي چې دا کار مو ښه کړی دی او موږ باور لرو چې تاسو د نورو ښو کارونو د کولو توان هم لرئ.
راځئ لږ هغو مثبتو کارونو ته هم تم شو او پرې ولیکو چې په دې هیواد کې تر سره کیږي. یوازې په تیر کوچني اختر کې تر سلو زیات ماشومان د پلاستیکي ټوپکونو په وسیله په کابل کې زخمي شوي وو، دا چې د دې زخمي کیدو او د خلکو د ازار او اذیت مخه نیول شوې، دا ډیر لوی کار دی.
له دې ښکاري چې که دولت په هره برخه کې وغواړي مثبت بدلون راولي او خلک ورسره همکاري وکړي نو دا بدلون به ضرور راځي او داسې مثبت بدلونونه زموږ خلک اراموي، حکومت مو له نیوکو خلاصوي او د پرمختګ په لور مو روانوي