د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښودل شوه .
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلینو په ملتیا د ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده .
د شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو کېډۍ اېښودلو وړاندې ننګرهار والي او نورو مسؤلینو ته د ګډو ځواکونو منظمې شوې قطعې له لورې ځآنګړي تشریفاتي مراسم ترسره شول .
ننګرهار والي حیات الله حیات د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډې کېښودلو او د هغه روح ته یې د دعا لاسونو لپه کولو وروسته د خبرو پر مهال د خپلواکۍ د ۹۹یمې کلیزې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه .
نوموړي زیاته کړه، د شاه غازي امان الله خان ارمانونو د پوره کولو په موخه به د خپلواک او پرمختللي افغانستان او نورو برخو لپاره ځآنګړي هلي ځلي وکړي او ډاډ یې ورکړ،که رسمي امکانات شتون ونلري،نو د لوی ننګرهار د خلکو په همکارۍ به د خپلواکۍ د دې اتل مزار په عصري ډول جوړ کړي.
ښاغلي حیات وویل، د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان د ارمانونو د پوره کولو په موخه ډاډ ورکوم،چې په دې ولایت کې به د ملي عوایدو لوټوونکو،غاصبینو، قانون ماتوونکو، د طبعي زیرمو او ځنګلونو قاچاق کوونکو په وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي،ترڅو د پیاوړي افغانستان درلودونکي اوسو .
د یادونې وړده،چې تېره شپه د خپلواکۍ د ۹۹یمې کلیزې په مناسبت هم د ننګرهار والي په نوښت ځانګړي تفریحي پروګرامونه چې په کې اورلوبې،موسیقي او نور شامل وو، ترسره شول .
د ننګرهار والي په نوښت په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د خپلواکۍ ۹۹یمې کلیزې په مناسبت ځآنګړي تفریحي پروګرامونه ترسره شول .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په نوښت د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت ځآنګړي تفریحي او نور پروګرامونه ترسره شول،چې په کې د هندوستان،ایران او پاکستان دیپلوماتانو،د کورنیو او بهرنیو مؤسسو استازو، د ملي او ولایتي شورا غړو،د ملکي او نظامي ادارو غړو، میرمنو، دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو، مدني فعالانو،خبریالانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
په ازاده فضا کې د ځآنګړې ماښامنۍ د ترسره کولو وروسته ننګرهار والي حیات الله حیات د وینا پر مهال ټولو هېوادوالو ته د خپلواکۍ د ۹۹یمې کلیزې د رارسیدو له امله مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، افغانان د خپلو پلرونو د وینو په بدل د اخیستل شوې استقلال ویاړ لري او تل د ازادو وګړو په توګه پر خپلې خپلواکۍ افتخار کوي.
نوموړي وویل، په ۱۹۱۹ میلادي کال کې زموږ اتلو، زړورو هېوادوالو د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې د خپلواکۍ ناره پورته کړه، چې دې نارې نه یواځې امپراطورۍ ولړزولې،بلکې د افغانستان د خپلواکۍ ترڅنګ یې د ټولې نړۍ هېوادونو ته د ازادۍ تر لاسه کولو دروازې پرانیستې .
د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، نن افغانان ویاړ لري،چې د خپلواک هېواد په توګه سیاسي اړیکي لري، ملي شورا لري، د افغانۍ په نوم خپله کرنسي لرو، اساسي قانون لرو، په سوداګریزو او ګڼ شمیر نورو چارو کې په پراخه ډول استقلالیت لرو .
ښاغلي حیات وویل، که زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه د مسلحو مخالفینو پر وړاندې خپلې سینې سپر کړي،نو زه هم د خپل ملکي او نظامي ټیم په استازیتوب د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکوم،چې د افغانستان د غیرې مسلحو دښمنانو ، د ملي عوایدو لوټوونکو،غاصبینو، قانون ماتوونکو، د طبعي زیرمو او ځنګلونو قاچاق کوونکو، په ملکي او نظامي ادارو کې د مداخله کوونکو او اقتصادي مافیا پر وړاندې قاطع یو او د هر چا سره مو په اړیکو کې قانون سره کرښه ټاکلې ده .
د ننګرهار والي حیات الله حیات له وینا وروسته په رسمي ډول د خپلواکۍ جشن د اور لوبو په ترسره کولو سره،چې د سولې په نوم یې روښانه لمبې پورته کولې، پیل او د ځوانانو په مستو ناڅآګانو سره پای ته ورسیدې .
ټاکل شوې د خپلواکۍ ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت د یکشنبې په ورځ هم په شیرزي لوبغالي کې ځانګړي مراسم ترسره شي .
په ننګرهار کې د سرحدي ځواکونو قوماندانۍ کې د خپلواکۍ ۹۹یمه کلیزه په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه .
په ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو لومړۍ لوا قوماندانۍ مسؤلینو له لورې د یادې قوماندانۍ په قرارګاه کې د خپلواکۍ ۹۹یمه کلیزه تېره شپه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه،چې په کې د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ایوب حسین خیل ، د 201 سيلاب قول اردو ريس ارکان ، د ملي اردو څلورمې پلي لوا قوماندان،د عامه نظم د دوهمې لوا قوماندان، د لومړۍ سرحدي لوا ريس ارکان ، اداری مرستیال، د شعباتو مدیرانو، د جزوتامو قوماندانان او منسوبینو برخه اخیستې وه.
د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ایوب حسین خیل د خپلواکۍ اتل غازي امان الله په کارنامو رڼا واچوله او د ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ ۹۹ یمه کلیزه یې د افغانستان ټول میړني او پتمن ولس ته مبارکي ورکړه .
نوموړي د خپلواکۍ او د وطن څخه د ساتنې او دفاع په لاره کې ټولو شهیدانو پاک روح ته د جنت فردوس او د کورنیو پاتې غړو ته یې جمیل صبر او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا غوښتنه وکړه .
د سرحدي ځواکونو په لومړۍ لوا قوماندانۍ کې د یو شمیر نورو مسؤلینو سربېره ځآنګړي موسیقي،تیاتر او نورې نندارې ګډونوالو ته وړاندې شوې .
ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۹۹ يمه کاليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په دغه غونډه کې، چې د کوټ ولسوال سيد رحمن مومند، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو او ملکي وګړو برخه اخیستې وه د کوټ ولسونو د خپل حکومت څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ په يو غږ يو ځل بيا ژمنه وکړه د خپلې سيمې څخه به د سر په بدله ساتنه کوي او د پرديو له شومو موخو څخه به يې ساتي.
کوټ ، چې يو وخت د وسله والو مخالفينو په مرکز بدل شوی و د ولسونو په هکارۍ امنيتي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې بشپړ امنيت راوستی او خلک په لوړ مرال او جزبو سره په کې د ازادۍ د ورځې نمانځنه کوي.
د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت پنخوس بېوزله میرمنو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوې .
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې پر پنځوسو بېوزلو مېرمنو د دوې د کورنیو د خوړو خوندیتوب، د کورنیو د اقتصادي ودې او د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په موخه د شاتو مچۍ او د شاتو مچیو د روزنې توکې ووېشل شوې.
پر د غو برخمن شوي مېرمنو پر هر یوه یې د شاتو مچیو دوه صندوقونه، د شاتو مچیو د تکثیر په موخه دوه تش صندوقونه، یوه پایه دشاتو ویستلو ماشین، د لوګیو یوه پمپ، یوه دانه برس، یو موم تراش، یو دانه پلاس، څلور متره ټوکر، پنځه کیلو ګــرامه بوره او موم وېشل شوي.
دیادونې وړ ده، چې ننګرهار ولایت دشاتو مچیو د روزنې صنعت له پاره ښه او مساعده آب و هوا لري، او هر کال په ټنونو شات دتولید سربیره ډیرو خلکو ته دښه کاروبار زمینه برابره کړی.
د ننګرهار محبس څخه د خپلواکۍ د ۹۹یمې کلیزې په مناسبت ۱۱ تنه بندیان ازاد او د ۲۲ نورو د بند په موده کې کموالی راغی .
د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹یمې کلیزې په ویاړ او د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د جمهور ریئس د ۲۸۳ ګڼه حکم له مخې د ننګرهار محبس څخه د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه بندیان ازاد او د ۲۲ نورو د بند په موده کې کموالی راغی .
د یادونې وړده،چې د ننګرهار په بند خونه کې یو زرو پنځه سوه دولس بندیان شتون لري،چې دوه دیرش ښځینه او نولس ماشومان هم په کې شامل دي .