دیارلس ورځې مخکې چې زخمي شو، دې له ډاکټره تکرار تکرار د میړه د حال پوښتنه وکړه. ډاکټر دا یوه خبره ورته کوله:
-موږ خپل کوشش کوو
په همدې ورځ یې په کریغو کریغو وژړل. ډاکټر اوبه ورته ونیولې. دې ونه څښلې، په همدې ورځ یې په ډوډۍ هم څکه ونه کړه خو دریمه ورځ یې وروسته تر هغه په مړه ګیډه ډوډۍ وخوړه چې یو ډاکټر ورته وویل:
« که چیرته سړی له کوما راووځي نو هیله شته»
نن دیارلسمه ده چې ټپي لا هم ستونی ستغ غځیدلی، سترګې یې پټې دي، نه څه خوري نه څه څښي.
دا یې له بستر سره کښیناسته، ده ته یې وکتل بیا یې وکتل، له کړکۍ بهر ونو ته یې سترګې واړولې. د ونو پاڼې شمال ته ښوریدې.
پر بستر ورکړوپه شوه. د ناروغ د غاړې رګونه وغورځیدل. په تیرو دیارلس ورځو کې څو ځله مخکې د ده د ټیکونو رګونه خوځیدلي وو، دې سترګې ژر ژر ورپولې، سر یې وخوځاوه، د ناروغ د غاړې رګ بیا وغورځیده. په منډه له کوټې ووته. په ډاکټر پسې ورغله.
ډاکټر ورسره شو، دا چټکه وه، ډاکټر ورو. اوف یې کړل، ډاکټر ګړندی شو. دواړه د ناروغ سرته ودریدل. ډاکټر د ناروغ سترګو ته څراغ واچاوه، نبض یې ولید. ناروغ نه خوځیده. ډاکټر د معاینې غوږۍ په غاړه کې واچوله، په منډه ووت. ښځې غبرګ لاسونه پر سترګو کیښودل، سر یې پورته ونیو، شونډې یې وخوځیدې، لاسونه یې پرمخ راکش کړل، د چت پکی ورو ورو څرخیده او له کړکۍ بهر پاڼې پوړیدې.
پای