تاند — د افغان هوایي ځواک اړوند ۱۷ تنو افغان ځوانانو په سلواکیا جمهوریت کې د بلیک هاک الوتکو د کارونې روزنه بشپړه کړه.

دا د بلیک هاک الوتکو د کارونې لپاره د افغان پیلوټانو لومړۍ جوپه ده چې خپلې زده کړې بشپړوي.

د امریکا متحده ایالاتو تېر کال افغان هوایي ځواک ته دوه وزره بلیک هاک الوتکې ورکړې او ژمنه یې وکړه چې نورې به هم په راروانو کالونو کې ورکړي.

په پراګ کې د افغانستان د سفارت له خوا په خپاره شوي یوه بیان کې چې یوه کاپي یې تاند ترلاسه کړې، راغلي، «نن چارشنبه د عقرب ۲۲مه د سلواکیا جمهوریت په کوشیڅه ښار کې د بلیک هاک الوتکو د افغان پیلوټانو د فراغت په ویاړ یوه پرتمینه غونډه جوړه شوې وه،»

د سفارت اعلامیه لیکي، «غونډې ته په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي، د متحده ایالاتو د پوځ د PEO STRI څانګې استازي کیت ډنسن، د کوشیڅه د تخنیکي پوهنتون د هوانوردۍ د پوهنځي رییس ستانیسلاو سزابو،‌ د هیلي (HELI) کمپنۍ عمومي مدیر پیترکوربا او د محصلانو یوه استازي مهدي احمدي خبرې وکړې.»

اعلامیه د سفیر آریوبي له قوله زیاتوي، «په دې مناسبت زه د متحده ایالاتو د حکومت او د ناټو د هوایي روزنې، مشورې او ملاتړ ادارې څخه چې په سلواک جمهوریت کې د افغان پيلوټانو د روزنې د پروګرام ملاتړ کوي مننه کوم. همدارنګه، زه د دفاعي صنعت په برخه کې د وتلې ریتیون کمپنۍ چې په بریالیتوب سره یې د بلیک هاک الوتکو د پیلوټانو د روزنې دا مهم پروګرام بشپړ کړ، ستاینه کوم.»

د اعلامیې په اساس، افغان سفیر د بلیک هاک الوتکو د پیلوټانو د فراغت غونډې ته وینا کې وویل، سوله د افغان حکومت لپاره لومړیتوب دی، اسلامي نړۍ او معتبرو دیني علماوو په افغانستان کې روان جنګ ناروا بللی، او اوس په افغانستان کې د سولې څرک په راښکاره کېدلو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *